تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۸ مه) سعودي عربستان هم اعلان وکړ چې د راتلونکې چهارشنبې، د مې ۲۷مه (د غبرګولي ۶مه)، به په دغه هېواد او ګڼو اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
دغه پرېکړه د یکشنبې په ورځ د ذوالحجې میاشتې د سپوږمۍ له لیدلو وروسته شوې ده.
تر دې یوه ورځ وړاندې د افغانستان د طالبانو حکومت هم همدا ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.
د سعودي د اعلان له مخې، د ۲۰۲۶ کال د مې ۱۸مه، دوشنبه، د ذوالحجې لومړۍ ورځ ده. له همدې امله، د عرفې ورځ به د مې په ۲۶مه، سېشنبه، او لوی اختر به د مې په ۲۷مه، چهارشنبې وي.
یو شمېر نورو هیوادونو لکه اندونیزیا، ترکیې، مالیزیا او تونس هم ویلي چې د مې ۲۷ مه به په دغو هیوادونو کې د لوی اختر لومړی ورځ وي.
پاکستان هم په لومړی ځل ویلي چې د مې ۲۷ مه به په دغه هیواد کې د لوی اختر لومړی ورځ وي.
تمه کېږي چې د حج موسم له رانژدې کېدو سره، د نړۍ میلیونونه مسلمانان د حج مراسمو او لوی اختر لپاره چمتووالی ونیسي.