Home+هیله | محمدعارف حقمل

هیله | محمدعارف حقمل

ژوند په هیلو چلیږي. لکه څرنګه چې موټر او ماشین تیلو ته اړتیا لري همداسې هغه ژوند ارزښتمند دی چې له هیلو ډک وي. بشري ټولنې په هیلو پایي، او موږ ټول په دې پوهیږو که هیله نه وای میندو به ډير واړه ماشومان نه لویول همدارنګه که هیله نه وای بزګر به په وچو او سپیرو خاورو کې تخمونه نه شیندل، همدا امیدونه دي چې ژوند ته مانا وربښي. ماشوم چې نوی وزیږیږي، جسم او اندامونه یې ډیر واړه وي د میندو او پلرونو لخوا یې پالنه او روزنه وشي یوه ورځ ګورې چې همغه وړوکی ماشوم ځوان شوی وي شخصیت یې وده کړې وي په یو لوی انسان بدل شوی ان تر دې چې همدا واړه ماشومان یوه ورځ دومره لوی شي چې د ټولنو رهبري د دوي په لاس کې وي مملکتونه مدیریت کوي او له ناخوالو او ستونزو یې راوباسي چې ددې خبرې د تائید په منظور زه په افغاني جامعه کې د احمدشاه بابا ، میرویس خان نیکه نومونه د نومونې په ډول یادوم.

دوهمه خبره د بزګرو ما کړې وه همدا ډوډۍ چې هره ورځ په هر کور کې استفاده کیږي د همغه تخمونو د کرولو محصول دی چې په وچو خاورو کې بزګرو شیندلي وو را لوی شول ، بزګر لو او میده کړل درمند شول او له هغه ځایه ژرندې ته لاړل بلاخره یې خبره زموږ تر دسترخوانونو پورې ورسیده او بې غمه یې خورو.

دا دوه واضح مثالونه مې د هیلې ، امید او ارزو په اړه وړاندې کړل خدای وکړي لوستونکو ته مې هغه هدف رسولی وي چې زما مقصد و.

ژوند بې له هیلو نه تنها چې بې مانا وي بلکې مزه یې هم تللې بوله ، نن سبا چې زه زموږ په ټولنه کې تر کومه ځایه زه وینم ځوانان د ناامیدۍ خبرې کوي او ګڼ شمیر دلایل هم ورته تراشي زه نه وایم چې په ژوند کې به ستونزې نه وي اما دا سمه نه ده چې موږ د ناهیلۍ غیږې ته پناه یوسو.

لکه مخکې مې چې د ماشوم په لویولو کې د میندو او پلرونو زیار ته اشاره وکړه همدارنګه مې دې بزګرو ستړیاوو نتیجه یاده کړه ، همداسې زموږ تاسې ټولو ژوند هڅو ، زحمتونو او تلاښوونه ته اشده اړتیا لري، که موږ کوښښ ونه کړو خاما به مو ژوند له ناهیلو ډک وي او په دې برخه کې د پښتو ژبې شاعر وایي:

بې زحمته راحت نشته زما وروره

که عزت غواړې زحمت درلره بویه.

ژوند له مسوولیت ډک فرصت او سفر دی هغه خلک چې تعلیم او تجربه لري دې نتیجې ته رسیدلي دي چې باید له دې ښه فرصت او سفر څخه په څه ډول ګټه پورته کړي.

انسان ته ژوند یو ځلې ورکړل شوی که غفلت مو وکړ افسوس کول بیا هیڅ ځای نه نیسي.

نو بنآ موږ ټولو ته لازمه ده، په ځانګړي ډول ځوان قشر ته چې خپل قیمتي ژوند او وخت بې ځایه تیر نه کړو زده کړو ته وخت ورکړو . هدفمند ژوند غوره کړو ځکه به هدفه ژوند زما له فکره نیمګړی دی خپلې راتلوونکې ته هیله من واوسو ، ځکه هیله په ژوند کې ډیره مهمه ده، راتلونکې ته هیله من واسو امیدونه ولرو د خپلې راتلوونکې په اړه فکر وکړو ، مطالعه وکړو ، زحمت وباسو او ژوند ته په خورا صداقت اوږه ورکړو په دې کار سره به مو راتلوونکی له نیک مرغیو ډک وي او هم به مو یو موفق ژوند نصیب شوی وي.

د هیلې تر څنګ مثبت فکر وکړو، د نن کار سبا ته پرینږدو او په ټولنه کې د یو با وقاره شخصیت رول ولوبو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...