Homeخبرونهافغان ابدالیان لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون لپاره سریلانکا...

افغان ابدالیان لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون لپاره سریلانکا ته لاړه

تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۲۷ مه) افغان ابدالیان یا د افغانستان الف کرکټ لوبډله په یوه درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون لپاره سریلانکا ته ولاړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ له خبرپاڼې سره سم، په دې سیالیو کې د افغانستان، هند او سریلانکا له الف لوبډلې له یو بل سره مخامخ کېږي.

د مهالوېش له مخې، دا لوبلړۍ، چې د سریلانکا په ډمبولا ښار کې کېږي، د راتلونکې جون میاشتې په نهمه نېټه پیلېږي او د جون تر ۲۱مې نېټې پورې دوام کوي.

هره لوبډله به په لومړي پړاو کې څلور لوبې وکړي. افغان لوبډله به په خپله لومړۍ لوبه کې د جون میاشتې په ۱۱مه نېټه د هند الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...