جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبواقعي جنرال | ډاکتر محب زغم

واقعي جنرال | ډاکتر محب زغم

له استاد اجمل ښکلي مننه کوم چې طرحې یې ولیکلې او د طرحو دلیکلو چل یې راوښود.

زما او د حربي ښوونځي د ډېرو شاګردانو په ژوند کې د هغه اغېز څرګند دی. د ۱۳۶۵ په سرطان کې حربي ښوونځي ته لاړم، اتم ټولګي ته. لا مو درې څلور میاشتې نه وې تېرې چې یوه ورځ د جمع سئ اشاره وشوه. د شمالي برنډې خوا ته یې بوتلو. د څلور واړو کنډکونو شاوخوا څلور زره شاګردان په نظام ودرېدل. د دفاع وزارت یوه جنرال راته نوی قوماندان معرفي کړ: بریدجنرال عبدالقادر میاخېل.

پخوانی قوماندان ډګروال عبدالستار د حربي پوهنتون قوماندانۍ ته تبدیل شوی و. هغه په ژړغوني غږ خدای پاماني وکړه او د ځینو شاګردانو له سترګو اوښکې وبهېدې. دی په ستارِ پدر مشهور و. د حربي ښوونځي د شاګردانو عادت و چې په قوماندانانو نومونه کېږدي. تقریباً ټولو منصبدارانو دغسې نومونه لرل. قوماندانان هم په خپلو نومونو خبر وو. یوه ورځ څو قوماندانو یو په بل پورې ملنډې وهلې، یوه ته به یې ویل چې تا «ولډنګکار» بولي، بل ته یې ویل تا باندې د «بز» ایښی دی، بل ته یې «بګوان» وریاداوه، په دې منځ کې یوه کنډک مشر چې په عمر پوخ او ډګروال و، په فخر سره وویل: «زه په شاګردانو دومره ګران یم چې کاکا مې بولي.» بل ورغبرګه کړه: «کاکا نه ټاټا دې بولې.» د ټاټا بس مخه هواره مستطیلي وي، د دې قوماندان ژامې پلنې وې، مخ یې څلورګوټی او چې عینکې به یې په سترګو اېښودې، عیناً د ټاټا ملي بس غوندې ښکارېده.  «پدر» مو هغه قوماندانو ته ویل چې ډېر جدي به نه وو او له شاګردانو سره به یې ګوزاره کوله. ستار د خپل نرم چلند په خاطر «پدر» و.

سترګې مو نوي قوماندان ته وې، په ونه تر متوسط دنګ، هډور، سپین مخی، منظمه ښکلې دریشي یې په غاړه، د پایڅو په بهرنۍ خوا کې د جنرالۍ بخملي پټې، ږېره بریتونه پاک خریېلي، ویښتان دومره لنډ چې تر خولۍ لاندې د غوږو د پاسه ماشین کړي ښکارېدل. نوي قوماندان لنډې خبرې وکړې او غونډه خلاصه شوه. څوک نه پوهېدل چې دی به څه رقم سړی وي.

لا څو ورځې نه وې تېرې چې صنف مشران (د ټولګیو اول نمره ګان) یې قوماندانۍ ته وروغوښتل. په حربي ښوونځي کې صنف مشران د خپلو ټولګیوال د اداره کولو لومړي مسوولان وو. دا لومړی ځل و چې قومانداني ته ورننوتلو او له قوماندان سره مو مخامخ خبرې کولې. د عسکري دود سره سم هر یو به چې د قوماندان دفتر ته ننوتو، سلامي مو ووهله، ځان مو معرفي کړ، ده د لاس روغبړ راسره وکړ او د ناستې یې راته وویل.

پخپله هم کېناست، یاور ته یې وویل: «کتابچه دې راواخله.» بیا یې موږ ته مخ راواړاوه چې څه ستونزې لرئ؟ افغانان خو هسې هم د شکایتونو ګوډي دي خو په حربي ښوونځي کې ريښتیا هم ستونزې ډېرې وي او زموږ زړونه ډک. یاور د هر چا خبرې په کتابچه کې لیکلې. زموږ خبرې چې خلاصې شو، قوماندان پوښتنه وکړه: «ولې په پنجشبنه او جمعه کې د باندې جنګونه کوئ؟»

د حربي ښوونځي هلکان به پنجشبنه ماسپښین رخصت شول او جمعه مازدیګر به بېرته راتلل. په دې دوو ورځو کې به اکثره وخت په ښار، کوټه سنګي او نورو ځایونو کې له ملکي هلکانو سره جنګونه کېدل. زموږ وال چې ټول په دریشیو کې وو، د مچیو غوندې به په ملکیانو راټول شو او هر یوه به خپل وار وکړ.

حربي ښوونځي ته زما د ورتګ یو عمده دلیل همدا و چې زه د جنګ شوقي وم. هوايي بلاکونو ته نژدې د عزیز افغان په ښوونځي کې چې وم، یوه ډله مو جوړه کړې وه، «ګروه ضربه». موږ په اتم صنف کې وو. د سیمې دوه ځوانان چې په دولسم ټولګي وو، مهدي یې تک تور او فاروق یې سور له نري مخ سره. موږ افریقايي او ګیدړ بلل. یوه ورځ د خپلې ډلې له څو لوچکانو سره د دوی شا ته روان وم. په لوړ آواز به مو چېغه کړه: «افریقايي» دوی چې به راوکتل، موږ بلې خوا ته مخونه ګرځول. بیا به مو چیغه کړه: «ګیدړ» دوی به چې شا ته وکتل، موږ بیا ځانونه ناګاره اچول. اخر کې په تنګ شول، زموږ خوا ته راروان شول. زما ملګري ټول وتښتېدل؛ خو ما ته تېښته بې غیرتي ښکاره شوه، ځای په ځای ودرېدم او نېغ مې ورته وکتل. مهدي داسې څپېړه راکړه چې ما وې مخ مې په بله واوښت؛ خو څه به مې کړي وو، د اتم ټولګي د شاګرد وس وګوره او د دوولسم ټولګي. حربي ښوونځي ته په دې خاطر هم لاړم چې که مهدي سره په ښار کې مخامخ شم، د ملګرو په مټ یې ښه وډبوم؛ خو حربي ښوونځي داسې مات کړم چې بیا مې له چا سره جنګ ونه کړ.

له حربي ښوونځی د باندې زموږ جنګونه څو علتونه لرل: ملکي هلکانو به نجونې ځورولې، به بسونو کې به یې ځان د یوې ښځې یا پېغلې شا ته برابر کړ او «چُکه یي» به وهل، د حربي ښوونځي هلکانو دا کارونه نه شول زغملی او سم له لاسه به یې داسې کسان تر سوکانو او لغتو لاندې کړل. بل عمده دلیل یې زموږ خولۍ وه. خولۍ مو د پېرکي په شان هواره وه، خلکو به «کوس کلاه» بلله. ځینو اجل نیولو به له لرې راباندې د «کوس کولا» غږ کاوه، خبر نه چې زموږ وال نور هلکان له شا راروان دي، بس نو هلک به دومره وهل وخوړل چې ځان به یې په هېنداره که نه شو پېژندلی.

موږ قوماندان میا خېل ته د جنګ دلیلونه وویل. ده د لوژستیک آمر وروغوښت، ورته ویې ویل: «په یوه اوونۍ کې به ټولو ته ګردې خولۍ جوړوې.» له دې کار سره په ریښتیا هم د جنګ پېښې کمې شوې، ورسره له بل جنجاله هم خلاص شو. پخوانۍ خولۍ چې مو وې، په حربي ښوونځي کې د ننه به یوازې د دوولسم صنف هلکانو په سرولې، نورو به په تخرګ کې پټولې او یوازې به یې په نظام کې په سرولی شوې. په نورو وختونو کې به د دوولسم صنف هلکانو رانه په زوره اخیستلې. خولۍ چې مو د نورو پوځیانو په شان ګردې شوې، له دې لانجې هم بې غمه شوو او ټولو به خولۍ په سرولی شوای.

میاخېل په حربي ښوونځي کې هر څه بدل کړل. پخوا په هر ټولګي کې سل، شپږ شله شاګردان وو. ده صنفونه هم په منځ کې نیم کړل او شاګردان یې هم نیمايي کړل. دې سره استادانو ته کار نسبتاً اسانه شو چې ټولو شاګردانو ته ورسېږي. پخوا به هر مازدیګر هلکانو ډله ډله پر دېوال واوښتل او د کوټه سنګي چکر ته به تلل. د تېښتې څو دلیلونه وو: حربي ښوونځی موږ ته زندان و، نه تفریح، نه ساعت تېري، بس هره ورځ درس، جمع نظام، درس، جمع نظام. بل دلیل یې دا و چې که د چا به یو څه د خوراک لپاره په کار شو، مجبور و له خپل قوماندانه اجازه واخلي او لومړي قراول ته ورشي، له کانټینه یې واخلي او قوماندانانو به په اسانه چا ته اجازه نه ورکوله.

میاخېل د تېښتې چاره څنګه وکړه؟ لومړی یې زموږ ازادي رازیاته کړه. د سپورټ له پراخو میدانونو یې لوړ دېوال چاپېر کړ او مهال وېش یې رابدل کړ، هر سهار او مازدیګر یې د لوبو میدانونو ته بولو چې هر څوک د خپلې خوښې لوبه وکړي، چا به فوټبال کاوه، چا والیبال، چا بسکټبال، جمناستیک او نور سپورټونه. دې سره د شاګردانو ساعت دومره ښه تېرېده چې چا به تېښتې ته زړه نه ښه کاوه. د هر کنډک لپاره یې جلا کانټین جوړ کړ، کانټین والا به د شاګردانو له منځه و. نور نو تقریباً ټول ضروري شیان مو په اسانه اخیستلی شول نو تېښتې ته نه مجبورېدو.

بیا هم ځینې کسان بې ضرورته تښتېدل. د تېښتې لاره مو شمالي دېوال و. میا خېل د ټولو کنډکونو او ټولیو قوماندانانو ته له شمالي دېوال سره جوخت نوي دفترونه جوړ کړل. مواد یې له هغو زړو ودانیو پوره کړل چې په هر ګوټ کې ولاړې وې. دې سره به قوماندانانو له خپلو شعبو څخه دېوال څارلی شو.

پخوا د هر ټولي د شاګردانو المارۍ په جنوبي برنډه کې په لویو اتاقونو کې وې. دغه لویې کوټې له سترګو پناه وې او اکثره وخت به غلو زموږ لرګینې المارۍ وهلې. میا خېل الماري خانې ړنګې کړې، نوې اوسپنیزې المارۍ یې راجوړې کړې او د هر چا الماري یې په کاغوش (د خوب کوټه) کې د چپرکټ په څنګ کې ورته کېښوده، غلاوې بیخي کمې شوې او جنوبي برنډه پاکه.

پخوا په ټول حربي ښوونځي کې درې ځایه د اوبو یو یو نل و، د ټولو شاګردانو لپاره یو حمام. جنرال میاخېل د هر بارک مخې ته د اوبو تانکر له ګڼو نلونو سره ولګول، هر کنډک ته یې جلا حمام جوړ کړ او د اوبو د ګرمولو لپاره یې لمریزې اوبګرمۍ ولګولې.

د دې ټولو کارونه زیاته برخه پخپله د حربي ښوونځي په شاګردانو باندې وشول. په دوو کلونو کې مو د مکتب رنګ یو مخ بدل شو. خو د جنرال میاخېل یو بل کار تر ټولو زیات اغېزناک و. تر ده مخکې به د حربي ښوونځي فارغان په ټولګي کې د خپلې درجې پر اساس خارجي بورسونو، طب، انجینیري، فارمسي، ساینس، ادبیات او نورو پوهنځیو ته شاملېدل او طبعاً هر چا به واسطه کوله چې د ټولګي اول یا دویم نمره شي نو ډېر ځله د لایقو شاګردانو حق تلفېده. میاخېل د لومړي ځل لپاره کانکور ازموینه رواج کړ. له ټولو شاګردانو به امتحان اخیستل کېده او د خپلو نمرو پر اساس به مختلفو پوهنځیو ته معرفي کېدل، دې سره د حق تلفۍ پېښې خورا کمې شوې.

که جنرال عبدالقادر میاخېل نه وای، خدای خبر که زه چا طب ته پرېښودلی وای. زما په شان ډېر نور بې واسطې شاګردان هم چې اوس ډاکتران او انجینیران دي، د میاخېل خدمتونه نه شي هېرولی. هر چېرته چې وي، زما دې ورته سلام وي.

4 COMMENTS

  1. ډاكټر زغم صاحب، له ليكنې مې خوندواخيست او په روانو حالاتو كې هيڅ فكر نه كوم چې موږ دې داسې يو جنرال درلود مګر ډاډه شوم چې لرو يې خداى مهربانه دى داسې واقعې جنرالان به اخير رامخې ته شي، ستا يې كور ودان دا ډول ليكنې ډير ښه پيغام لري كه يو څوك وغواړي هغه مسوليت چې ورسپارل شوى هلته بيخي په لږ وخت كې لوى او ښه بدلون راوستى شي
    او دې جنرال ته دې زموږ هم سلام وي

  2. رشتیا چی د متعلمی هغه شی خاطره دی را په یاد کر که حه هم یوه سخته نظامی فضا وو خو دیر خوژ او طلایی دوره وه، رشتیا چی جنرال صاحب میاخیل د حربی شونحی لپاره دیر صادقانه خدمتونه یی وکر او یو دیر قوی مدیر هم وو. بیا به هغه سی با استعداد جنرالان کم پیدا شی او ستانه هم دیره مننه چی دیر په شه انداز دې د تیر ژوند یوه کیسه د یو لوی درس په بنه دی لیکلی که حه جنرال صاحب میاخیل د مکتب د اصلاح او اداری لپاره له دیر معمولی ساحاتو نه اصلاحات شروع کر خو وروسته د مکتب د نظم لپاره دیر موثره تمام شوه زه امیدوار یم چی زمونژ اوسنی جنرالان او مشران له دی لیکنی نه درس واخلی او دخپل کار په ساحه کی د هغو معمولی ساحاتو نه اصلاحات شروع کری چی ورسته وکولای شی په اداره کی موثر واقع شی او په دی ترتیب زموژ هر جنرال او مدیر که دخپل اداری د اصلاحات لپاره کوشش وکری نو بی له شکه چی مونژ به یو اوسا ملک او ملت ولروو. په درناوی

  3. زغم صیب سلام ، ډ ېره په زړه پورې لېکنه مو کړې ده . وايي چې ښه په دریاب کې هم نه ورکیږي دا چې د دې غمځپلې هېواد د يوه
    رښتينی خدمتګار یاد مو کړی دی کور مو ودان بل داچې که څه هم وخت راسره ډېر نشته خوغوښتل مې چې ستاسو اثر یعنې د ځانمرګی ناول په دوو اروپايي ژبو وژباړم خو ومې نشو کړای چې ستاسو د اېمېل پته پیدا کړم پدې باب ستاسو د نظر غوښتونکئ یم کېدلئ شي چې یو چا له مانه مخکې دا کار کړئ وي خو ماته پته نشته ستاسو د روغتیا او بریا په هیله

  4. ښاغلی د. ا. عثمان. ر
    مننه چې خپله تبصره مو لیکلې ده، ځانمرګی ناول مې یوازې په اردو ژبه ژباړل شوی دی، زړه مې غواړي اروپايي ژبو ته خصوصاً انګلیسي ته وژباړل شي، په دې چې فکر کوم بهرنیان زموږ د ټولنې واقعیتونو ته له نورو عینکو څخه ګوري. هڅه مې کړې ده چې په هنر کې هم واقعیتونو ته ژمن اوسم او د خپلې ټولنې مجبوریتونه او حالت ترسیم کړم، که ستاسو په نظر دا ناول په ژباړه ارزي نو بسم الله پرې وکړئ
    ای مېل مې دی
    [email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب