پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeادبشعرمات لمر / ارواښاد اسحاق ننګیال

مات لمر / ارواښاد اسحاق ننګیال

یو ستوری ستورو وواژه یو لمر د سبا مات سو
د غرونو په لاسونو مي یو غر د سبا مات سو

منم چي سپین سبا دی شپه کوچۍ شوه چیرته لاړه
موسم د سبا راغی خو وزر د سبا مات سو

دا بیا مي د نشو په ګناه څه نیسې زاهده ؟
ساقي لاړه منصور شو او ساغر د سبا مات سو

دا شپې پرېږده اوږدې شي ان چي ستوري څانګي وکړي
کلاله! ستا په لاس کي چي هنر د سبا مات سو

موږ وړ د رڼا نه یو تښتېدلو وریځو راشی!
رهبر د سبا نشته دی ، لښکر د سبا مات سو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...