شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد مرکبو جملو د پیل ربطي ادات/ اسدالله غضنفر

د مرکبو جملو د پیل ربطي ادات/ اسدالله غضنفر

۱- تر هغو پورې چې جګړه روانه وي، قانون به تر پښو لاندې کیږي.

۲- چې څو پورې خلک توندي او تیزي کوي، ژوند به یې تریخ وي.
۳- چیرته چې قانون حاکم نه وي، دموکراسي په انارشي بدلیږي.
۴- هلته چې ډاکتر نه وي، مرګونه به خامخا زیات وي.
۵- کله چې زغم نه وي، سړیتوب معنا نه لري.
۶- له هغه وروسته چې ته راغلې، باران پیل شو.
۷- چې هر چیرته لاړم، دی راپسې راغی.
دغه جملې مرکبې دي. د ټولو پیل په نامستقلو جملو شوی دی او هره نامستقله جمله په ربطي عبارتونو او وییکو (تر هغو پورې چې، چې څو پورې، هلته چې، کله چې، له هغه وروسته چې، چې هر چیرته) پیلیږي. د دغو ربطي وییکو او ربطي عبارتونو نقش دا دی چې نامتسقلې جملې له مستقلو سره وصلوي او داسې یې سره وصلوي چې نامستقله د مستقلې لپاره د قید وظیفه ترسره کړي. دا یا د مکان د قید وظیفه ده ،(لکه د دریمې جملې) یا د زمان (لکه د لومړۍ جملې).
د نن سبا په پښتو کې دغسې جملې زیاتې دي. البته، د خلکو په خبرو کې یې لږې اورو ا و په پخواني نثر کې هم کمې وې. دغه قیدونه د معنا په رسولو کې څه برخه لري؟ د دې قیدونو د زیاتوالي علت څه دی ؟ او ایا دا زیاتوالی ضروري دی؟
موږ د لومړۍ جملې په ځای ویلای شو چې : چې جګړه روانه وي، قانون تر پښو لاندې کیږي؛ مګر تاکید او ټینګار به پکې کم وي. په دې جمله کې (تر هغو پورې) او (به) د ټینګار او تاکید نقش لري. په شپږمه جمله کې که دجملې د سر عبارت وباسو، په معنا کې یو څه فرق راخي. د جملې له اصلي بڼې موږ دا مطلب اخلو چې ستا له راتلو شیبه نیمه پس یا ساعت نیم پس باران پیل شو، خو که (له هغه وروسته) پکې نه وي، نو دا معنا ورنه اخلو چې ستا له راتلو سره سم باران پیل شو. د اوومې جملې د سر عبارت که نه وي د جملې معنا نیمګړې پاتیږي خو په پنځمه جمله کې (کله) د معنا په رسولو کې برخه نه لري.
په اوسنیو نثرونو کې دغه عبارتونه معمولا د ټینګار نقش لري او دغه ټینګار ډیر ځله غیرضروري وي. ځينې خلک دروغ نه وایي خو چې خپله خبره له قسمونو سره مله کړي، په خلکو بده لګیږي. په نثر کې هم غیرضروري ټینګارد لوستونکي زړه تنګوي.
زما په خیال د دا رنګه مرکبو جملو د سر ربطي ترکیبونه او عبارتونه له راډیوګانو، تلویزیونونو او مباحثو سره هم زیات شوي دي. د خبرو په وخت کله کله مفاهیم او د هغو د بیان لپاره جملې په همزمان ډول ذهن ته نه راځي او خلا پیدا کیږي. د دې خلا د ډکولو او د خبرو د جاري ساتلو لپاره د اضافي کلمو راوړلو ته ځان مجبور وینو، خو د لیکلو په وخت دغه مجبوري نه لرو.
راځئ د خپلو نثرونو په مرکبو جملو کې دا رنګه ربطي وییکو اوعبارتونو ته له دې اړخه وګورو چې واقعا ضرور دي که هسې د عادت له مخې راغلي دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب