تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۸ مه) د طالبانو د عدلیې وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېرو دوو کلونو کې یې په کابل کې تر ۶۶ زره جریبه زیاته دولتي ځمکه بېرته ترلاسه کړې ده.
د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون وویل چې د “امارتي” ځمکو د غصب مخنیوی او د هغې بېرته ترلاسه کول د طالبانو له اصلي موخو څخه دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه ځمکې د کابل په مختلفو سیمو کې موقعیت لري، لکه مرنجان غونډۍ (اتمه ناحیه)، د ده کیپک غونډۍ (اوولسمه ناحیه)، د چهل دختران (شلمه ناحیه)، پلچرخي (یوویشتمه ناحیه)، پغمان ولسوالۍ او د کابل په نورو برخو کې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د امارتي (دولتي) ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته ترلاسه کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي، او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون جوړ شوی دی.”
د خبرپاڼې پر اساس، د ټول افغانستان په کچه د زورواکو له خوا د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو بهیر په چټکۍ سره روان دی.
طالبانو د همدې هدف لپاره په ۱۴۰۰ کال کې یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړ. همدارنګه، په څلورو مختلفو زونونو کې د ځمکو د غصب قضیو د څېړلو لپاره ځانګړي محکمې جوړې شوي دي.
او څو جریبه ستاسو مسولینو او قوماندانانو نیولې.
۶۶ زره جریبه مځکه له زور واکو څخه بیرته اخیستل د نوم لپاره او که د حقداري او عدالت لپاره ؟؟ ؟…………….نو که دنوم له پاره نه وي نو ولې زمونږ نازه نینو ته د تعلیم اجازه نه ورکوۍ ؟؟؟ هغوی مځکه غضب کړې وه تاسې جاهلانو علم او زمونږ نازولې غضب کړې دي !! ورک شۍ نفرت درڅخه لرم !
دا خو ښه کار ده خو سي تاسي اوس خپلې خیټي ورباندي واچوۍ دا به نو غنیمت وي ☹️؟؟؟
د امت او د بشریت د معتبرو علماوو له نظره تر ټولو لوی په جهل او فساد ککړ غصب او د الله ج د فرمان صریح مخالفت امانات اهل ته یی نه سپارل دی او کار اهل ته نه سپارل ام الفساد دی ؛ځکه که کار اهل ته یی سپارل شوی وای نو د تعلیم او علومو دروازی د انسان پر مخ نه تړل کیدی.
– د ملت د اکثریت وظایف نه غصبیدل.
– فرار له وطنه میلیونو ته نه رسیده.خلک له سړی بن آدم نه فرار نه کوی.
– لوږه او مصیبتونه ،بی عدالتی او ظلم ،وحشت او درندګی د غاصبو حکامو تر پایڅو سر کړی خو حمارزوی یی درکولی نشی .أین اولو الالباب؟
– روزانه په افغانانو د ننه ،ایران، پاکستان او ترکیه کی څه تیریږی؟
که خبر نه یی ؟ ساتنه یی نشی کولی؟ د خدمت او حمایت همت نلری نو بیا امارت نه یی.کفایت او اهلیت نلری او وطن مو په غوجل او ځنګل واړولو .
حکومت ،حمایت او خدمت له کانادا زده کړی ؛یو کس یی میدان هوایی کی نیول کیږی سمدستی اقدامات او تلاش وګوری او ستا ملت د امارت تر نامه لاندی لکه مچان وهل او وژل کیږی (پهلوان زنده خوش است)
تر اوسه امارت په ګیره،عورت او خپل بدوی کلیوالی دود ته اړولو باندی مصروف دی ؛ملت ته نه قانون شته او نه خدمت.
خلاصه اول انسانیت بیا اسلامیت ځکه اسلام د انسان دین دی نه د وحشی حیواناتو.
هیمت صیب حوصله لرې ډېرې د خوند خبرې د لیکلې دي ، که دا جاهلین پرې پوه شي ! دوی یانې طالبان او امیرالجاهلین د کوټې خر نورزی یې په داسې اعمالو خپله دیکتاتوري ټینګوي ، دوی له اسلامه د خلقو زړونه تور کړل او خپله لنډغري کوي !