جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د پوهاند ناګار له درېیو نیم بیتیو زېږیدنه

د پوهاند ناګار له درېیو نیم بیتیو زېږیدنه

دوکتور سید اصغر هاشمي

موږ کوښښ کوو چې د پوهاند ناګار د یو بیت لنډه شرحه او تفسیر د یوې ځانګړې نظريې پر بنسټ تر سره کړو. دغه نظريې ته په شعر او متن کې د مانا او مفهوم د زېږون (تولد/ حمل) نظریه وايي، چې په انګریزې یې د (pregnant) په نوم یادېږي.

د متنیت د تیورۍ په پام کې نیولو سره د هر متن او شعر د لیکلو شاته یوه لویه مانا او مفهوم پروت وي، دغه مانا د انسان د لاشعور، ټولنیز لاشعور، نړۍ لید، تېر ـ ماضي، چاپیریال، وراثت او د داسې نورو خواوو سره اړیکه لري. د همدغو لاملونو پر بنسټ کولای شو، چې د یو شاعر فکر او نړۍ لید یې له متن څخه ثابت کړو. د یو شاعر شعرونه، کلمات، ترکیبونه، سېمبولونه، منځپانګه او له داسې نورو خواوو څخه کولای شو چې د شاعر افکار څرګند کړو.

د انسان شخصیت، کړه وړه، عقیده، دیني او مذهبي لید، له پوهانو سره ملګرتیا، مطالعه او کله کله سیاسي دریځ یې په شعرونو باندې اغېزې کوي، نو ځکه چاپيریال په شعر او شعر په چاپيریال دوه اړخیزې اړیکې لري او موږ نشو کولای، چې د یو شاعر شعرونه یې له شخصیت پرته تر بحث لاندې ونیسو. سره له دې چې د مرګ نویسنده په نظریه کې ویل کېږي، چې د یو شاعر د شعرونو په څېړنه کې بې طرفه پاتې کېدل اړینه موضوع ده او تاسو فکر وکړئ، چې لیکوال مړ شوی دی او یا هېڅ یې نه پېژنئ، خو د شعرونو د تحلیل او تفسیر لپاره د یو شاعر په شخصیت، کورنۍ او نورو خواوو پوهاوی اړین دی، نو ځکه د ناګار صاحب په شخصیت که د دې لپاره بحث کوو، چې د  یو بیت په شرحه او تفسیر کې راسره مرسته وکړي، نو دومره وایم چې استاد ناګار د یو صوفي او عارف په ډول د يو ښه انسان ډېرې ښې ځانګړنې لري او د عمل او وینا تر منځ یې د یووالي دا یوه بېلګه تاسو ته وړاندې کوم چې دیني او تصوفي مطالعاتو اغېزې یې په ژوند او شخصیت باندې پرتې دي.

استاد په علمي برخې کې ډېرې څېړنې او پنځونې تر سره کړي دي. څېړنیز کتابونه یې په بېلابېلو پوهنتونونو کې درسي او مرستندوی اثار دي او د پنځونو په برخه کې یې د شعرونو کلیات د یادونې وړ دی. زه په دغه مقاله کې د ناګار یو بیت لنډه شرحه کوم او کوښښ کوم چې یوازې د یوې مقالې په کچه بحث پرې وکړو، که پراختیا ور ته ورکړل شي، یو کتاب پرې لیکل کېدلای شي.

کله چې د یو بیت او یا  د یو نیم بیتي اړین توکي شرحه کوو او د هرې کلمې شاته هغه لاملونه پیدا کوو، چې لیکوال په خپل شعر او یا په نثر کې راوړي وي، دې ته په غربي ادبیاتو کې (Pregnant) وایي. کله چې په یو بیت او په یو نیم بیتي کې ځینې داسې کلمې راوړل شوي وي، چې توضېح او تشریح ته اړتیا ولري. دغې کلمې له څو اړخیزو خواوو څخه څېړل کېدلای شي، چې د بېلګې په ډول د خوشحال خان خټک دستار نامه یو داسې اثر دی، چې ټول کتاب په حقیقت کې د یو بیت شرحه او توضېح ده، خو د پرګننټ (حمل) د نظريې یو ابتدايي هڅه ده، خو کله چې حمزه شینواري د خوشحاله خان خټک په یو بیت باندې (د خوشحال یو بیت) اثر ولیکه، نو بیا هغه کار د دې تیوري پر بنسټ بشپړ تر سره شوی دی. په دې تیوري کې له یوې کلمې، یو بیت، یو نیم بیتي او یا هم په نثر کې له یوې جملې څو نورې جملې او یا یو لوی فکر زیږي، دا زیږیدنه د فزیکي او جسمي برعکس معنوي ده. دغه معنوي زېږېدنه د عرفان او تصوف له معنوي تولد سره توپير لري، دلته د مفهوم زېږون دی، د مانا زېږون دی، چې د ډېرې مطالعې په وسیله دغه کړنه تر سره کېږي.

دغه نظریه په غیر اختیاري ډول د ځینو لیکوال په افکارو کې لیدل کېږي، چې ښه بېلګه یې د خوشحال دستار نامه ده چې د غرب او د رېنسانس له دورې ډېر مخکې لیکل شوی دی، خو په علمي او مېتودیک ډول په وروستیو کې پرې بحثونه شوې دي.

د غرب په ادبیاتو کې له نورو پوهانو پرته د فرانسس بېکن نثرونه دا برخه ډېره لري، د ده په نثري پنځونو کې کله کله الفاظ او کله هم له یوې جملې څو نورې جملې را زیږي او آن تر دې چې اثار پرې لیکل کېدلای شي .

زما د خپلې مطالعې پر بنسټ د عمر خیام رباعیات، د عطار منطق الطیر، د مولانا مثنوي معنوي، د خوشحال خان ځینې شعرونه، د غني خان د افکارو ځينې ښکلاییز فلسفي بیتونه، د علامه اقبال اسرار خودي او رموز بې خودي ځینې بیتونه، د حمزه، پسـرلي او د ناګار صاحب په شعرونو کې دغه نظریه تطبیقېدلای شي. دغه ځانګړنه د هغو لیکوالو او پوهانو په شعرونو او افکارو  کې لیدل کېږي، چې ډېره مطالعه لري او د تخصصـي زده کړو پرته د هرې برخې د مطالعې سره یې مینه وي.

اوس به د ناګار هغه بیت راړوم، چې ځینې کلمې یې تحلیل او شننې ته اړتیا لري او په حقیقت کې د همدغو کلمو شننه له یو بیت څخه حمل کوي:

مرتبه یې چې د لامکان د راز ده

پیلامه چې د انجام او د اغاز ده شملې (۲)

پورتني بیت کې د (لامکان) څخه په تصوفي او عرفاني شاعري کې موخه د معراج واقعې ته اشاره ده او د (راز) کلمې څخه موخه د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم تر منځ د راز او نیاز خبرې دي، چې ډېر اوږد بحث ته اړتیا لري چې کتابونه پرې لیکل کېدلای شي. په دویم نیم بیتي کې د انجام او اغاز یادونه شوې ده. د اضدادو په فلسفه کې د متقابلو شیانو یادونه کېږي، چې بېلګه یې پورته بیت کې (انجام او اغاز) دی .

د انجام او اغاز موضوع په حقیقت کې د مرګ او ژوند موضوع ده چې له اغاز څخه موخه نوی پیدايښت او ژوندون دی او انجام مرګ دی. د اغاز او انجام«ژوند او مرګ» په فلسفه کې مرګ د اصلي ژوند پیل دی او یو بل پړاو دی. د دې نظریې ځینې پلویان په دې اند دي، چې د انسان ژوند یې مرګ دی، ځکه چې ډېر انسانان په ژوند کې اسلامي او انساني سرغړونې کوي، نو ورځ تر بلې یې د اخرت بار درندېږي، نو له داسې ژوند څخه مرګ غوره دی، خو د یوې خبرې یادونه اړینه ده، چې نه هر ژوند مرګ دی او نه د هر انسان مرګ د ژوند یو بل پړاو دی.

د مرګ او ژوند بحث له کلونو کلونو را پاتې موضوع ده، چې د زړبېلګو «ارکي ټایپونو» په ډول له یو نسل څخه بل نسل ته پاتې دی. د یونګ د نظريې له مخې دا هغه زړې بېلګې دي، چې د نړۍ انسانان یې په اړه اندېښنه کوي. په تحریري لاس ته راغلو ادبیاتو کې د بین النهرین لومړنۍ حماسه کې ګلګمېش د مرګ څخه تېښته کوي او د تلپاتې ژوند په هیله وي. کله چې خپل نیکه اوت نا پیشتم ته ځي، هغه ورته هم د دې خبرې یادونه کوي، چې تلپاتې ژوند نشته. د انکیدو له مرګ څخه وروسته پوهېږي، چې دی به هم د مرګ خوند ګوري. د تلپاتې ژوند په هیله د نړۍ انسانان دي، چې ښه بېلګه یې د نړۍ په لیکنو کې د خضـر د اب حیات یادونه ده.

د مرګ او ژوند په فلسفه کې بېلابېل ادیان، پوهان او لیکوال خپل نظریات او افکار لري، ځینې ادیان په دې اند دي، چې د انسان مرګ یې نابودي او نیستي نه ده، مرګ د دویم او اصلي ژوند د پیل پړاو دی. مرګ هستي ده، تلپاتې ژوند دی او خپلو موخو ته رسېدل دي. په حقیقت کې مرګ له یو مکان څخه بل مکان ته نقل مکان دی.

(د متقابلو شیانو یادونه په ډېرو اثارو کې مخې ته راځي، لکه په ځانځاني ښامار کې مرګ او ژوند، ښامار مري او ژوندی کېږي، ځمکه شاړیږي او بېرته زرغونېږي، رڼا او تیاره، اهریمن او اهورا، اور او اوبه، ځمکه او اسمان، روغتیا او ناروغي، د محبت الهه او ایګو، وچوبه او شېرازي، هدیره او میخانه او داسې نور.) (۳)

د مسیحیت ځینې فرقې په دې اند دي، چې له مرګ څخه وروسته مړی را ژوندی کېږي، دوی له مړو سره په قبرونو کې خوراکي توکي ږدي، چې کله مړی ژوندی شي وږی به وي او له له خوړو به ګټه واخلي.

د فیثاغورث په فلسفي او ریاضیکي مکتب کې د دوه ګونو شمېرو یادونه شوې ده او هر عدد خپل ماهیت او مانا لري. له دې مکتب څخه وروسته ارسطو او نیو افلاطونیزم، اخوان الصفا او حروفیه ډلې د هرې شمېرې یادونه وکړه، چې په دې کې دوه خپل ماهیت لري چې مرګ او ژوند هم د دوه عدد تر مفهوم لاندې راځي.

د ژوند او مرګ د فلسفې په بیان کې انجام او اغاز، هست و نست او بودي و نابودي متقابلې کلمې دي. د ژوند سره مرګ تړلی دی. د ژوند سره، رڼا او تیاره، ګل او اغزي شته. د انسان مرګ یې د زېږېدلو د لومړۍ ورځې سره یو ځای پیدا کیږي او هر ساکښ به یوه ورځ له مینځه ځي او مړ کېږي.

ځینې خلک وايي، کاشکې ځواني وای! دوی داسې فکر کوي، چې زړښت د ځوانۍ پای دی، مرګ ته نږدې کېدل دي، بیا هم دوی فکر کوي، چې مرګ نابودي او نست کېدل دي، چې حقیقت داسې نه ده، مرګ هستي ده، نوی ژوند دی او حقیقت ته رسېدل دي.

فردوسي د ژوند له بېوفايي دا پايله لاس ته راوړي، چې که مرګ نه وای، نو په نړۍ کې به انسانان نه ځايېدل، د زيست او روزګار ستونزې به يې درلودې او د ډېرو ستونزو سره به مخامخ وو. پوښتنه دا ده چې ټول مسلمانان په دې عقیده او باور دي، چې له مرګ څخه وروسته ژوند شته، تلپاتې ژوند امکان نه لري او د نړۍ د ټولو انسانانو په ډول به یوه نه یوه ورځ مړه کېږو، خو څومره انسانان له مرګ څخه وروسته ژوند ته اندېښنه لري او ورته تیاری کوي. څه چې اسلام او انسانیت وايي، څومره یې په خپل ژوند کې پلي کوو. همدارنګه پوهاند ناګار د اقبال په ستاینه کې یو شعر لري، چې د یو نیم بیتي حمل یې په لاندې ډول دی:

د خودۍ بله لمبه وه، شاو خوا ځمکه یې سره کړه (۱)

پورتنی نیم بیتی د یو شعر دی، چې د پرګننټ د نظریي پر بنسټ تفسیر او تشریح ته اړتیا لري.په پورته نیم بیتي کې «خودي» د اسلام له اړخه څېړنې ته اړتیا لري. په اسلام او ارواپوهنه کې خودشناسي دوه بېلابېلې لارې لري او جلا موضوعګانې دي، چې کله کله لوی لیکوال په دې مساله کې سهوه کېږي.

د بهاوالدین مجروح په ځانځاني ښامار کې «خودي» د ارواپوهنې له اړخه څېړنې ته اړتیا لري، خو د اقبال په شعرونو کې «خودي» د امام غزالي د نظریي پر بنسټ څېړنې ته اړتیا لري.

د خودي مفهوم د ځان پېژندل دي: (چا چې ځان وپېژنده، په حقیقت کې یې الله تعالی وپېژنده) شرحه ده. د اقبال اسرار خودي او رموز بېخودي د ځان پېژندنې په تړاو مهم مسایل تر بحث لاندې نیسي. د اقبال په شعر کې خودي هغه شعور ته وایي، چې انسان پرې خپل ځان پېژني، ځان ته په اهمیت قایل دی، په ځان باور پیدا کوي او وروسته خپلې موخې ته د رسیدو احساس پیدا کوي. خودي یوه رڼا ده، خو په مادي رڼاګانو کې هیڅ داسې رڼا نشته، چې د دې مقابله وکړي. خودي یو ځواک دی، خو په مادي ځواکونو کې هیڅ داسې ځواک نشته، چې د خودۍ د ټکر وي. دا هغه نوراني قوت دی، چې په انسان او د دنیا په هر څیز کې ښکاري.  په ځان پېژندنه کې په باطن ډېر ټینګار کېږي، د انسان ظاهر یې کالبد دی، دې ته  ډانچه وايي، رحمان بابا وايي(بت که جوړ کړې د سرو زرو انسان نه دی)، انسان د ګنده او بد بویه خټې جوړ دی، روح یې ارزښت لري، روح چې جوړ شو، په ټول بدن ښه مشري کوي. ظاهر په سترګو ښکاري او باطن په ظاهري سترګو نه ښکاري، بلکې باطني بینايي غواړي، زړه د باطني بیایي اصلي محور دی، د زړه پوسیله د انسان باطن جوړیدلای شي. یو د زړه ساختمان دی یا هغه جوړښت دی، چې په سترګو ښکاری او بل د زړه باطن دی، زړه د نړۍ ټول انسانان لري، خو د هر چا د زړه باطن جوړ نه وي او یا زړه خو حیوانات هم لري، چې په سترګو ښکاري، خو د انسان له زړه سره یې توپير په باطن کې دی.

غزالي وايي: (د انسان ټول بهرنی او دنننی جوړښت د یو هېواد حیثیت لري، زړه د هېواد پاچا دی، په ټول هېواد مشري کوي، ښه او پیاوړی پاچا ښه مشري کوي او خراب او بې علمه پاچا به په خپلو کارونوکې ناکامه وي. فکر، عقل او دماغ د همدې هېواد د لومړي وزیر دنده په غاړه لري، د پاچا ټولې خبرې مني او بیا یې د هېواد نورو لوړ پوړو چارواکو ته وړاندې کوي، که پاچا سم هدایت وکړ، نو د وزیر لخوا هم سمه لارښوونه د لاس لاندې چارواکو ته کېږي.) (۴)

د هېواد نور ټول کار کوونکي د بدن عضوې/ غړي دي، لکه لاسونه، پښې، سترګې، غوږونه، پوزه او داسې نور، که په لاسونو د خیر او یا د شر کارونه کوو، لارښوونه یې له زړه څخه کېږي، که په پښو د جومات پر ځای خرابو ځایونو ته ځو بیا هم امر یې له زړه کېږي، که په سترګو ګناه کوو، په غوږونو غیبت اورو او د داسې نورو کړنو لارښوونه له زړه څخه کېږي، ښه زړه د ښه او پرمختللي هېواد استازیتوب کوي او خراب زړه د خراب هېواد استازیتوب کوي. عبثیاتو زړه ته دام ایښی وي، چې خپل په نیرنګ کې یې ونیسي، هغه زړه چې د کار نه وي ډير ژر په عبثیاتو اخته کېږي او هغه چې په معرفت د الله نوراني زړه وي، نو کله هم په داسې دامونو کې نه نیول کېږي. کله چې زړه غواړي اصلي او حقیقي ښکار وکړي، نو معرفت حاصلوي او بیا دا زړه د ځان پېژندنې لپاره سمه لاره ښيي.

د انسان ظاهري پنځه حواس (غوږونه، سترګې، پزه، حس کول او ذایقه) او باطني حواس(تخیل، تفکر، حفظ، تذکر او توهم) د زړه تر فرمان لاندې دي، که زړه پیاوړی او ښه وي، نو دا ټول حواس سم کارونه کوي او که زړه ناسم وي، نو ناسم کارونه کوي.

د چا چې زړه جوړ شو، نو د ځان پېژندلو په مفهوم پوهیږي او کولای شي، چې د بدن له ټولو غړو سمه ګټه واخلي. نننۍ ټولې ستونزې په دې کې دي، چې د ځان پېژندنې له مفهومه ښه خبر نه یو.

د نړۍ ټول انسانان بهرني او دننني رغښتونه لري، خو دا چې له دې رغښتونو څه ډول ګټه واخلي، په دې لږ خلک پوهیږي. لاسونه، پښې، سترګې، غوږونه، فکر، احساس، خیال، اخلاق او داسې نور داخلي او بهرني توکي ټول انسانان لري، خو د څومره کسانو زړونه جوړ دي، چې د ځان پېژندنې په مفهوم پوه وي او له خپلو ټولو غړو څخه سمه ګټه واخلي.

د پوهاند ناګار ډېر شعرونه تفسیر او شرحې ته اړتیا لري، چې د بېلګې په ډول د یوې ځانګړې نظريې له مخې یې په درېیو نیم بیتیو لنډې خبرې وشو.

پایله

د پوهاند ناګار شعرونه د نورو پیاوړو شاعرانو په ډول نوې خبرې لري او شعرونه یې تفسیرولو ته اړتیا لري. نننۍ څېړنې د نظریو له مخې تر سره کېږي. په دې مقاله کې د شاعر درې نیم بیتي تشریح شوي دي. لامکان، راز، خودي، اغاز او انجام باندې لنډې خبرې شوي دي. د پرګننټ د نظريې له مخې په دې هرې کلمې باندې ډېرې خبرې کېدلای شي او آن پرې کتاب لیکل کېدای شي. د دې مقالې لاسته راوړنه دا شوه، چې د ناګار په شعرونو کې ډېرې داسې کلمې شته، چې شرحې او توضیح ته اړتیا لري. د بېلګې په ډول یې دغه درې نیم بیتي تاسو ته په لنډ ډول وړاندې شول. له همدغو درېیو نیم بیتیو څخه څرګندېږي، چې شاعر ښه مطالعه لري او شعرونه یې د ټولنیزو علومو له څو خواوو څخه څېړنې او پلټنې ته اړتیا لري. د شاعر شعرونه د تصوفي او عرفاني نظريې له مخې، د سیاست ، فلسفې، ټولنپوهنې، انتراپولوجي او د داسې نورو خواوو له مخې خبرو ته اړتیا لري. کله چې د یو چا شعرونه شرحه کوو، شرحه کوونکي لپاره اړینه ده، چې ډېره مطالعه ولري او د علومو له څو خواوو پرې خبرې وکړي.

ماخذونه

  • ناګار، فضل ولي. دا هغه بالاحصار دی، ۱۲ مخ.
  • ناګار، فضل ولي. هسکې ولونه ولونه، ۱ مخ.
  • هاشمي، سید اصغر. ادبیات، انسان، خوبونه او ارکي ټایپونه، ۱۲۲ مخ.
  • هاشمي، سید اصغر. د اقبال په شعرونو کې خودي، ۳۶ مخ.

1 COMMENT

  1. د محترم ناګار صاحب یو شعر چی د اشغال وخت کی یی اجازه نه وه اوس یی وخت دی هغه داسی وه واطالبه پام کوه کابل باندی -وارخظا نشی سپورشه دلدل باندی… نور رانه هیر ده
    زه هیله لرم دغه شعر هم همداسی مقاله کی مکمل تحلیل او هنری رموزونه او ددریینونیم بیت او پرګمننت نظریه یی تحلیل شی، دا به پښتوادب ته د محترم هاشمی صاحب یو بل خدمت وی. ترڅو له هیریدو وساتل شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب