چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهامیري: د طالبانو حکومت به تر هغو په رسمیت ونه پېژنو چې...

امیري: د طالبانو حکومت به تر هغو په رسمیت ونه پېژنو چې د ښځو حقونه رعایت نه کړي

تاند (سې شنبې، د ثور۵مه) د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د امریکا متحد ایالتونه به تر هغو د طالبانو له حکومت سره عادي اړیکې ټینګې نه کړي چې طالبانو بشري حقونو ته درناوی نه وي کړی.

اغلې امیري پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:«ما ته پیغامونه رارسیدلي چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه پکې اندېښنې څرګندې شوي. موږ په زغرده وایو؛ له طالبانو سره به اړیکې تر هغو عادي نه شي چې هغو د ټولو افغانانو په تېره بیا ښځو حقونه رعایت کړي نه وي.»

سره له دې چې تراوسه پورې د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د قطر د غونډې په درشل کې د ملګروملتو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد ویلي و چې د دوحې په غونډه کې به د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه هم خبرې وشی. هغې وروسته خپله خبره واخیسته. همداراز طالبانو ته ځینو نژدې کسانو هیله ښوولې وه چې د دوی حکومت به په رسمیت وپېژندل شي.

طالبانو نجونو ته لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او د نجونو پرمخ یې د پوهنتونو دروازې هم وتړلې.

وروسته له هغې چې طالبانو روانه میلادي میاشت د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو او نجونو کار منع کړ، دې کار یې پراخ عکس العملونه وپارول.

طالبان بیا وايي چې دوی تر بل هر وخت د افغان ښځو حقونه ډیر رعایت کړي او د هغوی عزت یې خوندي کړی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب