Homeخبرونهاقتصادي خبرونهفطرت: ۸۱ سوداګر او صنعتکاران افغانستان ته راستانه شوي

فطرت: ۸۱ سوداګر او صنعتکاران افغانستان ته راستانه شوي

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ)  د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د ۲۰۲۴ کال د اګست له ۲۶مې راهیسې ۸۱ سوداګر او صنعتکاران افغانستان ته راستانه شوي او په مجموع کې یې ۶۸ میلیون ډالره پانګونه کړې ده.

د فطرت په وینا، په راستنو شویو کسانو کې یو لوی، ۷۴ د منځنۍ کچې او ۱۴ د ټیټې کچې سوداګر او صنعتکاران شامل دي. د دوی لپاره په کابل او یو شمېر ولایتونو کې په صنعتي ښارګوټو کې ټولټال ۲۸۸ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

نوموړي ویلي، د دغو پانګونو له امله ۴،۶۶۱ مستقیم کاري فرصتونه رامنځته شوي دي. د ۱۵ نورو سوداګرو او صنعتکارانو دوسیې هم د بشپړېدو په حال کې دي.

طالبانو تېر کال بهر مېشتو افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته د بېرته ستنېدو او پانګونې لپاره یو شمېر اسانتیاوې اعلان کړې وې، چې پکې په صنعتي ښارګوټو کې د ځمکې ورکړه او د ځینو صنعتي پانګونو لپاره پنځه کلن مالیاتي معافیت شامل دي.

د طالبانو د ريیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر په وینا، هر څوک چې په نویو صنعتونو کې پانګونه وکړي تر پنځو کلونو پورې به، د کارکوونکو د عایداتو له مالیې پرته، له مالیاتو معاف وي.

په وروستۍ تشویقي بسته کې د صنعتي ماشینونو او تجهیزاتو او تولیدي فعالیتونو لپاره مالیاتي اسانتیاوې، د دوو موټرو د واردولو ګمرکي معافیت او وړ پانګه‌والو ته د استوګنې د اسانتیاوو برابرول هم شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان او د بالیووډ درو نورو ستورو ته د اعلانونو د بندولو خبرداری

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن...