شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+ايډګرلي ماسټرز

ايډګرلي ماسټرز

تاند- نامتو امريکايي ليکوال ايدګر لي ماسترز، چې (Spoon River Anthology) کتاب يې په نولس سوه شلمه لسيزه کې پر ليکوالو ژور اغېزشيندلى د ګارنټ په کینساس کې د ١٨٦٩ کال د اګست په درويشتمه نېټه وزېږېد.

هغه په کوچينواله کې د الینویس (Illinois) ایالت په وړو ښارونو کې اوسېدۀ. د هغه د مور، چې د نيوانګلنډ وه، د خپلې سيمې د ختيځ ساحل د ژوند د موسيقۍ او ادبياتو له خاطرو ډک يادونه په زړۀ ورېدل او پلار يې چې څارنوال ؤ په مزاج سوړ او ګوښه ګير سړى و.

ماسترز يو كال د (Illinois) د ګاليسبرګ په (Knox )كالج كې درس ووايۀ. بيا يې د خپل پلار په دفتر كې قانون ولوست. له حقوقو فارغ شو او په ۱۸۹۱ كې شيكاګو ته ولېږدېدۀ. هلته يې د ځان شاوخوا ليكوال احساس كړل او ډېر شعرونه يې وليكل. دۀ د خپلو شعرونو لومړۍ ټولګه په ۱۸۹۸ كې چاپ كړه. وروسته يې د اتلس سوه نوي يمې لسيزې په پيل كې مختلفې ادبي ټوټې، سپين شعرونه او ډرامې خپرې كړې. دوه ځلې يې وادۀ وكړ او درې ماشومان يې لرل.

په ۱۹۰۹ كې يوۀ ملګري د يوناني شعرونو غورچاڼ وركړ، د منتخبو شعرونوپه دې ټولګه كې تر ميلاد اووه سوه كاله مخكې او دغه راز تر ميلاده زر كاله راوروسته د يونان د بېلابېلو وختونو د شاعرانو څلو رزره شعرونه شامل وو.

دغو شعرونو ماسترز ته الهام وركړ او دى يې د خپل شهكار اثر (Spoon River Anthology) ليكلو ته وهڅاوۀ. د دې كتاب لنډ او بې قافيې شعرونه د سپون ريور ښارګي د مړيو په ياد كې ويل شوي وو چې درد او خپګان پكې په ښه ډول انځور شوى وو. د هغه دا كتاب ډېر بريالى ؤ او خورا ډېر وپلورل شو. ماسترز پنځوس نور كتابونه چې شعري ټولګې او ژوندليكونه وو، وليكل خو تل د سپون رايور په خاطر يادېږي. په ۱۹۵۰ كې ومړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب