Homeخبرونهولې تر وخت مخکې وېښتان سپینېږي؟

ولې تر وخت مخکې وېښتان سپینېږي؟

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) د عمر له زیاتېدو سره د ویښتانو سپینېدل یوه عادي پدیده ده، ځکه د وخت په تېرېدو سره د ویښتانو په ریښو کې د میلانین (هغه رنګیزه ماده چې ویښتانو ته رنګ ورکوي) تولید کمېږي. خو ځینې کسان په ځوانۍ کې هم د ویښتانو له وخته مخکې سپینېدو سره مخ کېږي.

متخصصان وایي، د دې ستونزې تر شا څو مهم عوامل شتون لري:

ذهني فشار (سټرس)
هر انسان کله نا کله له ذهني فشار سره مخ کېږي، خو اوږدمهاله فشار د خوب ګډوډۍ، اضطراب، د اشتها بدلون او د وینې د لوړ فشار لامل کېدای شي.

وروستیو څېړنو ښودلې چې د دوامدار فشار او د ویښتانو د وخت نه مخکې سپینېدو ترمنځ اړیکه شته. که ویښتان مو ناڅاپه سپینېږي، ښايي یو لامل یې همدا ذهني فشار وي. په ځینو مواردو کې د فشار کمول د ویښتانو د طبیعي رنګ د بېرته راګرځېدو احتمال هم زیاتوي.

اتومیون ناروغۍ
په اتومیون ناروغیو کې د بدن دفاعي سیستم پر خپلو سالمو حجرو برید کوي. کله چې دا برید د ویښتانو پر حجرو وشي، د ویښتانو رنګ اغېزمنېږي او ویښتان سپینېږي.

د ویټامین B12 کمښت
د ویټامین B12 کمښت هم په ځوانۍ کې د ویښتانو د سپینېدو یو مهم لامل ګڼل کېږي.

دا ویټامین د بدن د انرژۍ، د ویښتانو د ودې او طبیعي رنګ د ساتنې لپاره مهم دی. همدارنګه، د سالمو سرو وینې حجرو په جوړولو کې هم مهم رول لري، چې اکسیجن د ویښتانو په ګډون د بدن ټولو برخو ته رسوي. د دې ویټامین کمښت د ویښتانو حجرې کمزورې کوي او د وخت نه مخکې سپینېدو لامل ګرځي.

سګرټ څکول
څېړنې ښيي چې د سګرټ څکولو او د ویښتانو د وخت نه مخکې سپینېدو ترمنځ هم اړیکه شته.

د یوې څېړنې له مخې، سګرټ څکوونکي کسان تر ۳۰ کلنۍ مخکې د ویښتانو د سپینېدو له خطر سره ډېر مخ وي.

سګرټ د وینې رګونه تنګوي، له همدې امله د ویښتانو ریښو ته د وینې رسېدل کمېږي او ویښتان کمزوري کېږي او تویېږي. سربېره پر دې، په تنباکو کې شته زهري مواد د ویښتانو پر ریښو منفي اغېز کوي او د هغوی د ژر سپینېدو لامل کېږي.

یادونه: دا معلومات د طبي څېړنو پر بنسټ دي. که مو ویښتان په غیرعادي ډول او له وخته مخکې سپینېږي، غوره ده له ډاکټر سره مشوره وکړئ، ځکه ځینې وخت دا ستونزه د بدن د غذایي کمښت یا نورو روغتیايي ناروغیو نښه هم کېدای شي.

د سپینو ویښتانو پای؟ نوې علمي موندنې د ویښتانو د طبیعي رنګ د بېرته راګرځېدو هیلې راژوندۍ کړې – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان او د بالیووډ درو نورو ستورو ته د اعلانونو د بندولو خبرداری

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۲۷ مه) د هند د مهاراشترا ایالت چارواکو د بالیووډ درې مشهورو لوبغاړو، شاه رخ خان، اجې دیوګن...