په ټولنه کې هره ستونزه یو لامل لري؛ ځینې یې پخوانۍ وي او ځینې بیا اوسنۍ. که چېرې د هرې ستونزې پر ریښې او اصلي لامل کار ونه شي، نو هماغه ستونزه به دوام پیدا کوي او بالاخره به راتلونکي نسل ته هم انتقالېږي.
د هرې ستونزې حل، په انفرادي او ټولیزه توګه، د وګړو په حرکت، پوهاوي، درک او مسؤولیتپېژندنه پورې تړاو لري. یوه ټولنه هغه مهال له خپلو ستونزو څخه د وتلو لاره موندلی شي چې د ستونزو د درک ترڅنګ، د حل لپاره عملي ګامونه هم واخلي.
له بلې خوا، په اداري او ټولنیزه کچه د ولس پوهاوی هم ډېر مهم دی. ولس باید وپوهول شي چې له شته ستونزو سره څنګه مبارزه وکړي، د ستونزو د حل لپاره څه ډول لارې چارې غوره کړي او څنګه د خپل راتلونکي لپاره د بدلون بنسټ کېږدي.
هغه ولس چې لا هم د یوې وچې ډوډۍ په تمه ناست دی؛ هغه ولس چې سړکونه یې له سپینږیرو، سپینسرو، پیغلو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو څخه د ډوډۍ په هیله ډک دي؛ پوښتنه دا ده چې تر اوسه چا ورته د دې بدمرغۍ څخه د وتلو چل ور زده کړی دی؟
تر هغه چې د ستونزو پر ریښو کار ونه شي، یوازې به د پایلو نندارتون وي . د بدلون لپاره باید ولس وپوهول شي، فکرونه یې متوجه ، د رسنیو او محلي پروګرامونو له لارې ورته عامه پوهاوی، او د ستونزو د حل لپاره ګډ او عملي حرکت رامنځته شي.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٦ د اګست ٢٢ مه