Homeخبرونهبرلین ته څېرمه د روسیې د استخباراتي شبکو د سلاکوټ په اړه...

برلین ته څېرمه د روسیې د استخباراتي شبکو د سلاکوټ په اړه څېړنه

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) د جرمني امنیتي چارواکي برلین ښار ته څېرمه په یوه ځنګلي سیمه کې د پټو وسلو د زیرمتون په اړه څېړنه کوي. د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، ښايي دغه وسلې د روسیې د استخباراتي ادارو په استازیتوب د هدفمنو ترورونو لپاره ساتل شوې وې.

د «زوددویچه څایتونګ» ورځپاڼې او د «NDR» او «WDR» عامه شبکو د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې د دې قضیې په تړاو یو شکمن کس په رومانیا کې نیول شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت د دې قضیې په اړه د څېړنو د تایید ترڅنګ ویلي چې جرمني چارواکي د دغه کس د احتمالي سپارلو لپاره له رومانیايي چارواکو سره په تماس کې دي.

نوموړي ویلي، مشکوک کس د جاسوسۍ او د یوه داسې برید د پلانولو په تور تر څېړنې لاندې دی چې د جرمني امنیت له ګواښ سره مخامخ کولی شي. هغه زیاته کړې: «دا قضیه ښيي چې موږ له ستر ګواښ سره مخامخ یوو.»

خو دوبرینت هغه راپورونه نه دي تایید کړي چې ګواکې دغه کس د روسیې د استخباراتي ادارو په استازیتوب د ترورونو د ترسره کولو پلان درلود. هغه یوازې ویلي چې د یوه بهرني ځواک لاس‌وهنه نه شي ردولی.

د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې، برلین څېرمه په موندل شوي پټ ځای کې دوه تومانچې او یو شمېر مرمۍ موجودې وې. داسې شواهد هم موندل شوي چې ښيي وسلې ښايي د روسیې استخباراتي ادارو له خوا هلته اېښودل شوې وي.

پولیسو د زیرمتون له موندلو وروسته دواړه وسلې داسې له کاره وغورځولې چې ظاهري بڼه یې بدله نه شي، او بیا یې د څو میاشتو لپاره سیمه تر څارنې لاندې ونیوله. خو هېڅوک د وسلو د اخیستو لپاره ورنه غلل. چارواکي اټکل کوي چې ښايي د قضیې اړوند کسان د پولیسو له خوا د پټ ځای له موندلو خبر شوي وي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر په رومانیا کې نیول شوی شکمن کس «ټیټ‌پوړی عامل» بللی او ویلي یې دي چې نوموړي د هغې شبکې د قوماندانانو او لوړپوړو کسانو په اړه معلومات نه درلودل چې ده ورسره کار کاوه.

د هغه په وینا، سږ کال څو نور کسان، چې یو یې د قزاقستان تبعه هم دی، په ورته قضیو کې نیول شوي دي.

دا قضیه په داسې وخت کې مطرح کېږي چې جرمني چارواکو په وروستیو میاشتو کې په وار وار د جاسوسۍ، ورانکارۍ، سایبري بریدونو او نورو ډولونو «هایبریډي جګړې» د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دوبرینت تر دې مخکې ویلي و چې جرمني «هره ورځ د هایبریډي جګړې هدف» دی او د بهرنیو قدرتونو پټ فعالیتونه، چې موخه یې د دغه هېواد بې‌ثباته کول یا ورته مستقیم زیان رسول وي، په یوه دوامداره واقعیت بدل شوي دي.

روسیې تر دې مخکې په جرمني کې د ورته ورانکارو عملیاتو په تړاو لاس لرل رد کړي او دغه تورونه یې د هغه څه یوه برخه بللې چې مسکو یې «د روسیې ضد نوې څپه» بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...