لیکواله: زهرا فاطمی مقدم
ژباړن: سیلانی
د احمدشاه دراني فرمان: د آستان قدس رضوي د وکیل ټاکنه، د هغه صلاحیتونه او دندې
{د مهر سجع:} الحکم لله، یا هو، یا فتاح، احمدشاه دُرِّ درّاني، ۱۱۶۵.{طغرا:} اعوذ بالله تعالی شأنه، شاهانه حکم صادر شو:
څرنګه چې د نواب اشرف ملکوتناظر خاطر تل دې ته متوجه دی چې د علي بن موسی الرضا سپېڅلی، روښانه او مطهر آستان، چې تر ټولو سترو ځایونو او شرفمنو ودانیو څخه دی، په بشپړ نظم او رونق کې وساتل شي، په دې وخت کې اقدس حضور ته عرض وشو چې د دغه سپېڅلي او روښانه آستان د وکالت دنده مو د ساداتو له سلالې، میرزا محمد صادق سرکشیک ته سپارلې او ورحواله کړې ده.
دا د مقررې او مروت خلاف ده چې دوې مهمې دندې یوه شخص ته وسپارل شي. د چارو د ښې سمبالونې لپاره لازمه ده چې د هر منصب د ښه ترسره کولو لپاره یو مناسب شخص وګومارل شي. دغه شخص باید په صلاح، سمونې، رښتینولۍ، اصلاح، امانت دارۍ، دیانت او بېطمعۍ سمبال وي، څو د نواب همایون خاطر له هر اړخه پرې ډاډه او مطمئن وي. هغه باید په رښتینولۍ او اصلاح کې د آستان چارو ته متوجه وي او پرې نه ږدي چې د وظیفو د وېش او تقسیم پر مهال د آستان پر کمزورو او بېوسو منسوبینو کوم ناحقه بار یا تحمیل واچول شي.
کله چې داسې یو کس موجود وي چې په رښتینې توګه د اقدس حضور له مخلصو او باوري کسانو څخه وي، نو په داسې یوه سپېڅلي او روحاني ځای کې د نواب اشرف د چارو له پاره دې اړتیا نه وي چې یو کس په دوو مهمو دندو بوخت وساتل شي. له همدې امله، زموږ د بېپایه خسروانه لورینې او بېحده شاهانه مرحمت یوه برخه د عاليشان او لوړمقام میرزا علي رضا په برخه شوه، چې د سپېڅلي او روښانه آستان ایشیکآقاسيباشي دی او د اشرافو او سترو نجباوو له غوره کسانو څخه شمېرل کېږي.
موږ د یاد آستان د وکالت منصب د شفقت او مرحمت له مخې میرزا علي رضا ته وسپاره. د دې منصب کلنی معاش او جیره، د مقرر شوي طومار له مخې، سل تبریزي تومان نغدې پیسې او د تبریز په وزن پنځوس خرواره «مثالثه» غله ټاکل شوې ده. دا مقرري د روان «قوي ئیل» کال له پیله نافذه ده. هغه دې هر کال خپل معاش او جیره، پرته له کمښت، کسر، وېش او تقسیم څخه، د آستان له نغدو وجوهاتو په بشپړ ډول ترلاسه کړي او د خپل ژوند او معیشت لپاره دې ولګوي.
نوموړی دې په رښتینولۍ، اصلاح او بېطمعۍ د دغه فیضلرونکي آستان اړوندو چارو ته متوجه وي. چارې دې په داسې ډول پر مخ یوسي چې د خالق او مخلوق په نزد د خوښۍ او رضایت وړ او {ناخوانا} وي. د آستان متولي، عاليجاه او رفیعمقام، د علماوو علامه او د فاضلانو افضل، محمد شریف خان دې د میرزا علي رضا له خبرتیا او بشپړې آګاهۍ پرته د آستان په اړوندو چارو کې اقدام نه کوي. په دغو چارو کې راکړه ورکړه او معاملات، عزل او نصب، د چارو تنظیم او نظم، کرنیزې چارې، د قناتونو او کاریزونو پاکول او د آستان نورې ټولې اړوندې چارې شاملې دي.
میرزا علي رضا دې د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره هر هغه څه په پوره هڅې او اهتمام سره ترسره کړي چې لازم وي. په چارو کې دې یوه شېبه هم غفلت او کوتاهي نه کوي. هغه دې د خپل ښه خدمت او کارکردګۍ له لارې ځان د شاهانه عنایت او پاملرنې وړ وګرځوي.
عاليجاه او رفیعمقام، د وکالت او شوکت خاوند، امیرالامرای عظام نورمحمد خان دراني، وکیلالدوله او سردار، عاليجاه او رفیعمقام، د سترو خانانو له مخورو څخه محمد حسین خان دراني لزګي، د دارالرفاه فراه حاکم او د خراسان د اړوندو سیمو صاحباختیار او عاليجاه او رفیعمقام، افضلالعلما او علامةالعلما محمد شریف خان، جلیلالقدر متولي، دې په دې حکم خبر وي.
همدارنګه، د دې آستان عاليشان او لوړمقام ناظر، وزیر، مستوفي، سرکشیکان، خادمان، د آستان عاملان، عمله، تحویلداران او مباشران دې هم په دې حکم عمل وکړي. دوی ټول دې یاد عاليشان او لوړمقام، د اشرافو او سترو نجباوو غوره شخصیت، میرزا علي رضا، د دې آستان مستقل او انفرادي وکیل او صاحباختیار وپېژني. ټول دې د هغه بشپړ عزت، درناوی، تجلیل او اکرام پر ځای کړي. د هغه له سنجول شوې او معتبرې خبرې څخه دې سرغړونه نه کوي.
د آستان په وړو او لویو چارو کې دې د هغه له لیک او مُهر، خبرتیا او بشپړې آګاهۍ پرته هېڅ ډول لاسوهنه او تصرف نه کوي. د وکالت چارې دې یوازې د یاد عاليشان میرزا علي رضا ځانګړی صلاحیت وګڼي او هېڅوک دې په دې چارو کې د هغه شریک او سهیم نه ګڼي.
میرزا علي رضا دې یو داسې ښه لیکوال او دقیق محرر وټاکي چې په امانت او دیانت آراسته وي. دغه محرر دې د آستان د ټولو وړو او لویو راکړو ورکړو او معاملاتو لپاره روښانه، منظم، تصفیه شوی او مضبوط حسابي ثبت برابر او خوندي کړي.
هر کال دې د یاد میرزا علي رضا معاش او جیره، د پخواني معمول له مخې او د آستان د محررانو د ثبت مطابق، پرته له هر ډول کمښت او کسر څخه د آستان له نغدو وجوهاتو هغه ته ورکړل شي. انشاءالله تعالی، له نورو پنځو یا شپږو میاشتو وروسته به یاد عاليشان میرزا علي رضا شاهي اردو ته راوغوښتل شي. تر هغه وخته باید نوموړي د آستان د عوایدو او لګښتونو، راکړو ورکړو او معاملاتو د څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات او پوره آګاهي ترلاسه کړې وي.
نوموړی دې د آستان د حاصلاتو او عوایدو په راټولولو کې پوره هڅه او اهتمام وکړي. د هغو په وېش او تقسیم کې دې داسې پاملرنه وکړي چې د هېچا حق ضایع نه شي او پر هېچا هېڅ ډول ناروا تصرف او بېانصافي ونه شي. همدارنګه، د آستان له خادمانو، منسوبینو، عاملانو او مباشرینو سره دې داسې ښه چلند وکړي چې هغوی د نوموړي له حسن سلوک څخه راضي او منندوی وي.
د ایشیکآقاسيباشيګرۍ منصب، چې تر دې وړاندې له یاد عاليشان میرزا علي رضا سره و، له هماغې جیرې او معاش سره چې د پخواني معمول له مخې ورته مقرر و، د نوموړي زوی، د شرافت او نجابت خاوند او د نجباوو د سلالې، میرزا ابوالحسن ته زموږ د شفقت او مرحمت له مخې وسپارل شو. تر هغه چې یاد میرزا ابوالحسن د رشد او کمال مرتبې ته ورسېږي، میرزا علي رضا دې د هغه لپاره د یاد منصب د چارو د پرمخ وړلو په موخه یو نایب وټاکي. دغه نایب دې د یاد منصب د لازمو چارو او مکلفیتونو د ترسره کولو لپاره اقدام وکړي.
نایب دې د یاد منصب له مهمو او اړوندو چارو څخه هېڅ یوه، که هر څومره وړه هم وي، له پاملرنې او اجرا څخه پاتې نه کړي. په دې برخه کې دې هېڅ ډول غفلت او سستي رامنځته نه شي او چارې دې له ځنډ او تعطیل سره مخ نه شي.
په ټولو اړوندو چارو کې دې د همدې مقرر حکم له مخې عمل وشي او هېڅوک دې له صادر شوي فرمان څخه سرغړونه نه کوي. سترو او محترمو مستوفیانو ته حکم دی چې د دې مبارک او واجبالاطاعت فرمان متن په دایمي دفترونو کې ثبت کړي. له ټولو اړخونو دې د مقرر حکم له مخې عمل کول لازم او مؤکد وګڼي او د هغه د مراعات او تطبیق مسؤلیت دې پر خپله غاړه وپېژني.
تحریر شو: د ۱۱۷۰ هجري قمري کال د رجبالمرجب په میاشت کې.
{د سند شا:}
۱- څلورګوټی مُهر: {ـــ}
۲- {څلورګوټی مُهر:} افوض امری الی الله عبده گل محمد، ۱۱۶۸.
۳- {بیضوي مُهر:} لا اله الا الله، الملک الحق المبین، عبده یاقوت.
۴- {څلورګوټی مُهر:} عبده سعادت.
د احمدشاه دراني د فرمان فارسي متن
{سجع مهر:} الحکم لله، یا هو، یا فتاح، احمدشاه در درّانی، 1165.
{طغرا:} اعوذ بالله تعالی شأنه، حکم همایون شد آنکه چون همواره خواطر ملکوت ناظر نواب اشرف بدان متعلق است که آستانه مقدسه منوره مطهره علی بن موسی الرضا که اعظم امکنه و اشرف ابنیه است، کمال انتظام/ و رونق داشته باشد و درین وقت به عرض اقدس رسید که خدمت وکالت سرکار آستانه مقدسه منوره را به سلالة السادات، میرزا محمد صادق سرکشیک مفوض و مرجوع نموده اید و این خلاف/ ضابطه و مروت است که دو خدمت عمده به یک شخص داده شود و در حسن سرکارات باید شخص متوجه حسن منصبی باشد که به کمال زیور صلاح و سداد و راستی و درستی و امانت و دیانت و بی طعمی آراسته باشد و/ من جمیع الجهات خواطر نواب همایون با ما جمع باشد که به راستی و درستی متوجه سرکارشده، نگذارد که بر ضعفا و عجزه منسوبان در توضیع و تقسیم وظایف تحمیلی واقع شود و هرگاه شخصی باشد که حقیقتاً از اخلاص/ پناهان بندگان اقدس باشد، البته به نحوی نمی ماند که به دو جای در چنین مکان شریفی جهت نواب اشرف حاصل شود، بناء علیه شمه {ای} از الطاف بی نهایت خسروانه و مرحمت بی غایت خدیوانه شامل /حال عالی شأن سموالقدر و المکان، خلاصة الاشراف الاکرام و النجباء العظام، میرزا علی رضای ایشیک اقاسی باشی آستانه مقدسه منوره گردیده، منصب وکالت مزبور را با مبلغ یکصد تومان تبریزی/ نقد و مقدار پنجاه خروار غله مثالثه به وزن تبریز مواجب سالیانه و جیره، موافق طومار قرارداد از ابتداء هذه السنه قوی ئیل در وجه او شفقت و مرحمت فرمودیم که هرساله مواجب و جیره خود را/ بلا قصور و انکسار و توضیع و تقسیم از نقد وجوهات سرکار بالتمام و الکمال به قبض خود بازیافت نموده صرف معیشت خود نماید و از روی راستی و درستی و بی طمعی متوجه امور متعلقه به سرکار فیض آثار/ شده، نحوی نمایند که عندالخالق و الخلایق مرضی و {ناخوانا} باشد و دادوستد و عزل و نصب و نسق و نظام و امور زراعی و تنقیه قنوات و سایر امور متعلقه به سرکار را باید عالی جاه/ رفیع جایگاه، علامة العلمایی، افضل الفضلای، محمد شریف خان متولی، بدون اطلاع و استحضار آن عالی شأن رفیع مکان ننمایند و آنچه لازمه سعی و اهتمام باشد به جای آورده ساعتی/ و دقیقه ای کوتاهی ننموده، حسن خدمت و کاردانی خود را مورد عنایات خواطر خورشید مظاهر سازد.
عالی جاه رفیع جایگاه، وکالت و شوکت پناه، امیرالامراء العظام/ نور محمد خان درّانی وکیل الدوله و سردار و عالی جاه رفیع جایگاه، عمدة الخوانین العظام، محمد حسین خان درّانی لزگی، حاکم دارالرفاه فراه و صاحب اختیار /ممالک موضوعه خراسان و عالی جاه رفیع جایگاه، افضل العلما، علامة العلما، محمد شریف خان، متولی جلیل القدر و عالی شأنان سموالقدر و المکان ناظر و/ وزیر و مستوفی و سرکشیکان و باقی خدمه این آستان و عمال و عمله و تحویلداران و مباشرین آن سرکار عالی شأن سموالقدر و المکان، خلاصة الاشراف الدین/ و النجباء العظام، مشارالیه را وکیل و صاحب اختیار بالانفراد و الاستقلال آن سرکار دانسته، کمال اعزاز و احترام و تبجیل و اکرام او را به جای آورده،/ از سخن حسابی او تخلف نورزیده، بدون خط و مهر و اطلاع و استحضار او در امور جزئی و کلی آن سرکار دخل و تصرف ننمایند و امور وکالت را /مختص عالی شأن مومی الیه دانسته، احدی را شریک و سهیم ندانند و باید آن عالی شأن مومی الیه یک نفر را محرر راست قلمی که به امانت و دیانت /آراسته باشد تعیین نموده، سررشته مشخص منقحّی مضبوطی بر جزئی و کلی دادوستد و معاملات آن سرکار بلاقصور و انکسار از نقد وجوهات عاید او سازد و هر ساله مواجب و جیره / مشارالیه را به دستور استمرار موافق محرران آن سرکار بلاقصور و انکسار از نقد وجوهات عاید او سازند که ان شاءالله تعالی بعد از پنج شش ماه/ دیگر، آن عالی شأن مشارالیه را به اردوی معلی طلبیده باید کمال استحضار بر چگونگی مداخل و مخارج و دادوستد معاملات آن سرکار به هم رسانیده/ باشد که از هر جمع آوری حاصل آن، سرکار کمال سعی و اهتمام نموده در/ توضیع و تقسیم حیف و میلی بر احدی واقع نشود و نوعی با خدمه و منسوبین و عمال و مباشرین آن سرکار سلوک نماید که از حسن سلوک او راضی و شاکر/ باشند و خدمت ایشیک آقاسی باشی گری که با عالی شأن مشارالیه بوده مع جیره و مواجب به دستور استمرار که در وجه آن عالی شأن مقرر بوده دانسته به شرافت /و نجابت پناه سلالة النجبایی میرزا ابوالحسن ولد عالی شأن مشارالیه شفقت و مرحمت فرمودیم و مادامی که شرافت و نجابت پناه مزبور به مرتبه رشد و کمال رسد، آن عالی شأن/ باید که در خصوص خدمت مزبوره نایبی به جهت او تعیین کند که به تقدیم ملزومات خدمت مزبور قیام نموده دقیقه {ای} از دقایق مهمات متعلقه امر مزبور را نامرعی نگذارد که در این باب /مسامحه و تعطیلی به منصه ظهور نرسد و در هر باب به نحو مقرر معمول داشته از فرموده تخلف نورزند. مستوفیان عظام کرام صورت رقم مبارک/ مطاع را دفاتر خلود ثبت و از جوانبحسب المقرر معمول و قدغن دانسته در عهده شناسند. تحریراً فی شهر رجب المرجب سنه 1170.
{پشت سند:}
1- مهرچهارگوش: {ـــ}
2- {مهرچهارگوش:} افوض امری الی الله عبده گل محمد، 1168.
3- {مهربیضی:} لا اله الا الله، الملک الحق المبین، عبده یاقوت.
4- {مهرچهارگوش:} عبده سعادت.
لاندې لومړۍ برخه