Home+د احمدشاه بابا د هاجیوګرافیک شخصیت جوړونې هڅه

د احمدشاه بابا د هاجیوګرافیک شخصیت جوړونې هڅه

تمهید سیلاني

څه موده وړاندې مې په یوه تلویزیوني پروګرام کې د یوه نطاق او د هغه د مېلمنو ترمنځ د احمدشاه ابدالي د تصوفي شخصیت په اړه بحث واورېد. وروسته مې د ځینو لیکوالو مقالې هم ولوستې. دغو لیکوالو د احمدشاه بابا د شعرونو پر بنسټ هغه نه یوازې متصوف، بلکې پیر، مرشد، د یوې ځانګړې تصوفي طریقې پیرو او باني بللی و. په ځینو لیکنو کې دا ادعا هم شوې چې احمدشاه بابا د شاه ولي‌الله دهلوي، میا فقیرالله جلال‌آبادي او صابرشاه مرید و او په تصوف کې یې ځانګړي مقامونه درلودل. اساسي پوښتنه دا ده چې ایا په شعرونو کې د عرفاني اصطلاحاتو شتون او له عالمانو او صوفیانو سره اړیکې د دې لپاره کافي دي چې یو تاریخي شخصیت د یوې طریقې رسمي مرید، مرشد یا صاحبِ‌مقام متصوف وګڼل شي؟

په تاریخي، دیني او ادبي څېړنو کې د هاجیوګرافۍ (Hagiography) اصطلاح کارول کېږي. هاجیوګرافي په اصل کې د اولیاوو، قدیسانو او سپېڅلو شخصیتونو د ژوند او کړنو هغو روایتونو ته ویل کېږي چې د هغوی د ستاینې، اخلاقي بېلګه‌جوړونې او معنوي مقام د تثبیت په موخه لیکل شوي وي. په علمي مفهوم کې دا اصطلاح د دغو روایتونو انتقادي مطالعې ته هم کارول کېږي.

په هاجیوګرافیک روایت کې شخصیت تر خپلې عادي تاریخي څېرې لوړ، بې‌عیبه، استثنايي او د فوق‌العاده معنوي ځانګړنو څښتن ښودل کېږي. په دې ډول روایتونو کې د تاریخي واقعیت، افسانې، شفاهي منابعو او عقیدوي تفسیر ترمنځ پوله کمزورې کېږي. کله چې یو لیکوال له همعصره او باوري اسنادو پرته یوه سیاسي، تاریخي یا پوځي څېره په ولي، صاحبِ‌کرامت، پیر یا مرشد بدلوي، دې بهیر ته هاجیوګرافي‌جوړونه یا د شخصیت سپېڅلي کول ویلای شو.

زما په اند، ځینې لیکوالان ښايي د احمدشاه بابا له شخصیت سره د مینې، ملي احساس، قومي تړاو یا عاطفي نږدېوالي له امله د هغه د هاجیوګرافیکي څېرې د جوړولو هڅه کوي نه د علمي، تحقیقاتي او مستندو منابعو له مخې. دوی نه غواړي هغه یوازې د یوه بریالي او دولت‌جوړوونکي واکمن په توګه خلک و پېژني، بلکې معنوي فیوضات، عرفاني مقامونه او د تقدسي ځانګړنې هم ورته منسوبوي.

د احمدشاه بابا او شاه ولي‌الله دهلوي ترمنځ د اړیکو او مکاتباتو یادونه شوې ده، خو سیاسي او دیني لیک‌لېږد په خپله د پیرۍ او مریدۍ ثبوت نه شي کېدی. په تصوفي طریقو کې د پیر او مرید اړیکه عموماً د بیعت، روحاني روزنې، سلوک، اجازې او سلسلې له مشخص جوړښت سره تړلې وي. په تاریخي بېلګو کې یو شخص د بیعت له لارې له شیخ سره یوځای کېږي او وروسته د خلافت یا ارشاد اجازه ترلاسه کولی شي.

د میا فقیرالله جلال‌آبادي په اړه تاریخي قراین ښيي چې نوموړی د خپلې زمانې یو مشهور عالم او صوفي و او د دراني دورې له علمي او سیاسي شخصیتونو او چاپېریال سره یې اړیکې درلودې. خو دا اړیکې په خپله د دې ادعا ثبوت نه شي کېدلی چې ګواکې احمدشاه بابا د میا فقیرالله مرید یا خلیفه و. احمدشاه بابا د خپلې نوې جوړې شوې واکمنۍ د پیاوړتیا، په ټولنه کې د علماوو د نفوذ او محبوبیت او همدارنګه علماوو ته د خپل شخصي درناوي له امله د هغوی ملاتړ کاوه او اړیکې یې ورسره ساتلې. خو سیاسي ملاتړ، علمي اړیکې او متقابل درناوی د پیر او مرید، مرشد او سالک یا شیخ او خلیفه د رسمي تصوفي اړیکې د اثبات لپاره کافي اسناد نه دي.

له همدې امله، تر هغې چې د بیعت، اجازې، سلسلې یا د دواړو خواوو صریح او معتبر سند وړاندې نه شي، د احمدشاه بابا او میا فقیرالله یا نورو مشایخو ترمنځ د پیرۍ او مریدۍ اړیکه باید د یوه ثابت تاریخي حقیقت پر ځای د یوې څېړنیزې ادعا په توګه یاده شي.

دا هم باید په پام کې ونیول شي چې په اتلسمه پېړۍ کې د افغانستان، هند، ماوراءالنهر او شاوخوا سیمو په ټولنیز او دیني ژوند کې د تصوفي طریقو، علماوو، مشایخو او خانقاهونو نفوذ پراخ و. پاچاهانو او امیرانو له علماوو او صوفیانو سره اړیکې ساتلې او درناوی یې ورته کاوه. خو له صوفیانو سره اړیکه، د هغوی ملاتړ او شخصي دینداري په لازمي ډول دا نه ثابتوي چې یو واکمن دې د یوې مشخصې طریقې رسمي سالک، خلیفه یا پیر هم وي.

له همدې امله، دا ادعاوې چې احمدشاه بابا خپله ځانګړې تصوفي طریقه درلوده، نوي عرفاني مقامونه یې ټاکلي و، د مرشدۍ مقام یې درلود یا د وحدت‌الوجود د نظریې پیرو و، څرګندو او مستندو اسنادو ته اړتیا لري. یوازې شفاهي روایتونه، خودي تفسیرونه او له شعرونو اخیستل شوي احتمالي برداشتونه د دومره مشخصو تاریخي ادعاوو لپاره کافي نه دلایل او اسناد نشي کېدلی. البته دا هم سمه نه ده چې د هغه هر ډول دیني یا عرفاني میلان په بشپړ ډول رد شي، بلکې باید د هغه شخصي دینداري، له صوفیانو سره اړیکې، په شعر کې عرفاني ژبه، د یوې طریقې رسمي غړیتوب او د پیرۍ مقام له یو بل څخه جلا وڅېړل شي.

بله موضوع چې ځینې لیکوالان یې د احمدشاه بابا د تصوف د ثبوت په توګه وړاندې کوي، د هغه په شعرونو کې د عرفاني اصطلاحاتو کارول دي. خو یوازې د عرفاني اصطلاحاتو کارونه شاعر متصوف نه شي ثابتولی او نه ترې د طریقت پیر جوړېدی شي.

په کلاسیکه شاعرۍ کې «عشق»، «ساقي»، «می»، «خرابات»، «فنا»، «وصل»، «هجر»، «یار»، «مرشد»، «لاهوت»… د یوې پراخې او ګډې ادبي ژبې برخه وه. د دغو اصطلاحاتو شتون په دې معنا نه دی چې هر شاعر د یوې تصوفي طریقې رسمي غړی یا د خانقاهي حلقې مشر و. د احمدشاه بابا د تصوفي هویت د اثبات لپاره باید د شعر ترڅنګ د هغه معاصر ژوندلیکونه، شخصي لیکونه، فکري اثار، عملي اړیکې، بیعت او د تصوفي سلسلې اسناد هم وڅېړل شي.

په پایله کې، د احمدشاه بابا تاریخي عظمت دې ته اړتیا نه لري چې بې‌سنده عرفاني مقامونه او د پیرۍ مرتبې هم ورته منسوبې شي. هغه د دولت‌جوړونې، نظامي رهبرۍ او سیاست په ډګر کې د خپل تاریخي مقام له مخې د درناوي او څېړنې وړ شخصیت دی. علمي تاریخ‌لیکنه نه د تاریخي شخصیت سپکاوی غواړي او نه یې بې‌دلیله تقدیس، بلکې موخه یې دا ده چې ادعا له سند، احتمال له ثابت حقیقت او ادبي تعبیر له تاریخي واقعیت څخه جلا کړي.

د احمدشاه بابا تاریخي لیک| تمهید سیلاني

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواوو کمره |پوهاند بشیر دودیال

د  ارواوو کمره د هغه ناولیت نوم دی چې په دغو وروستیو کې ښاغلي حفیظ الله تُراب په جرمني کې  لیکلی دی. تُراب صاحب...