Homeخبرونهانګلستان د وچکالۍ د پای ته رسېدو لپاره اوو میاشتو باران ته...

انګلستان د وچکالۍ د پای ته رسېدو لپاره اوو میاشتو باران ته اړتیا لري

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۷ مه) د انګلستان د هوا پېژندنې د تازه څېړنو له مخې، دغه هېواد د وچکالۍ له اوسني وضعیت څخه د پوره وتلو لپاره لږ تر لږه اوو میاشتو پرله‌پسې او له عادي کچې زیاتو ورښتونو ته اړتیا لري.

انګلیستان او په ټوله کې بریتانیا هغه ځای دی چې په اړه یې له پخوا زمانو څخه ویل کېږي، چې که باران نه اوري او اسمان شین وي، بیا هم چترۍ درسره واخله ځکه چې خامخا اوري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چاپېریال ادارې په وینا، سره له دې چې د سپټمبر په لومړۍ نیمایي کې په ځینو سیمو کې بارانونه شوي، خو د انګلستان په څلورو کې درې برخه لا هم د وچکالۍ په حالت کې ده. دا وضعیت د وچ پسرلي او دوبي او د ګرمۍ د پرله‌پسې څپو وروسته رامنځته شوی دی.

د ادارې د اټکل له مخې، که له اوس څخه تر راتلونکي اپرېل پورې د معمول پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه زیات باران وشي، د انګلستان ټولې سیمې ښايي د ۲۰۲۷ کال تر پسرلي پورې له وچکالۍ ووځي.

خو د اوسنیو اټکلونو له مخې، حتا که منی له معمول څخه ډېر لوند وي، په ډېون او کورنوال او ختیځ انګلستان کې ښايي د ۲۰۲۷ کال د پسرلي تر پیل پورې د وچکالۍ وضعیت دوام وکړي.

د هوا د بېلابېلو سناریوګانو له مخې، شاوخوا ۲۵ سلنه امکان هم شته چې په راتلونکي پسرلي کې د انګلستان کابو نیمه برخه لا هم له وچکالۍ سره مخ وي. خو د راتلونکو میاشتو لپاره د سختې وچکالۍ د رامنځته کېدو احتمال اوس شاوخوا یو سلنه اټکل شوی دی.

د انګلستاند  چاپېریال اداره «سخته وچکالي» هغه حالت بولي چې د اوبو کمښت یې پر چاپېریال، کرنې، ټولنو او اقتصاد پراخ او اوږدمهاله اغېز ولري او د خلکو د څښاک اوبو برابرولو ته هم جدي ګواښ پېښ کړي. انګلستان وروستی ځل په ۱۹۷۶ کال کې له داسې سختې وچکالۍ سره مخ شوی و.

د اوبو زیرمې لا هم ټیټې دي

د چاپېریال ادارې د معلوماتو له مخې، وروستیو بارانونو یو څه مرسته کړې، خو تر ځمکې لاندې اوبو کچه لا هم ټیټه ده.

د انګلستان د اوبو په زیرمو کې د اوبو کچه تېره اوونۍ یوازې له ۵۷ سلنې لږه وه، چې د کال د دې وخت د معمول له اندازې شاوخوا ۲۰ سلنه ټیټه ده.

د چاپېریال ادارې ريیس فیلیپ ډفي ویلي، د وچکالۍ وضعیت لا هم «خورا جدي» دی او د څو اوونیو بارانونه د پسرلي او اوړي له اوږدې وچکالۍ رامنځته شوی کمښت نه شي جبرانولای.

هغه له خلکو غوښتي چې د وچکالۍ د پای ته رسېدو لپاره د اوبو مصرف لږ راکم کړي.

په سکاټلنډ او وېلز کې هم د وچکالۍ اغېزې

د راپور له مخې، په سکاټلنډ کې وروستیو بارانونو د ختیځو سیمو د اوږدې وچکالۍ اغېزې نه دي له منځه وړې. اوس د دغه هېواد په څلورو سیمو کې د اوبو د پام وړ کمښت ثبت شوی دی.

په وېلز کې هم د هېواد ټولې سیمې لا د وچکالۍ په حالت کې دي.

د پام وړ د اوبو کمښت هغه مهال اعلانېږي چې د سیندونو د اوبو بهیر لږ تر لږه ۳۰ ورځې پر له پسې تر ټاکل شوې ټیټې کچې څخه کم پاتې شي.

د راتلونکو ورځو بارانونه کافي نه دي

د هوا د لنډمهالو اټکلونو له مخې، په راتلونکو ورځو کې به د بریتانیا په ځینو برخو کې باران وشي، خو تمه نه کېږي چې دا ورښتونه د وچکالۍ د پای ته رسولو لپاره کافي وي.

د پنجشنبې په ورځ د انګلستان په جنوب ختیځ کې له باران وروسته په نورو سیمو کې د لمر او لنډو ورښتونو دوره اټکل شوې ده. د جمعې په ورځ به له لوېدیځه ټوټه‌ټوټه بارانونه پیل شي او د شنبې په ورځ به د هېواد په شمال لوېدیځ او جنوب کې د باران او ورښتونو احتمال وي.

خو د یکشنبې له ورځې وروسته د بارانونو د کمېدو او د هوا د نسبتاً وچېدو تمه کېږي، په ځانګړي ډول د انګلستان په جنوبي او ختیځو برخو کې؛ هغه سیمې چې د اوبو له کمښت څخه ډېرې اغېزمنې شوې دي.

«ال نینیو» او د بریتانیا د راتلونکې هوا اټکل

د بریتانیا د هوا پېژندنې ادارې موسمي اټکل ښيي چې سږنی منی ښايي له معمول څخه لوند وي. د «ال نینیو» اوسنی پړاو، چې تقریباً ریکارډ بلل شوی، د دې اټکل له اغېزمنو عواملو څخه دی.

په تېرو وختونو کې «ال نینیو» په بریتانیا کې د مني په وروستیو او د ژمي په لومړیو کې له تودې، لندې او توپاني هوا سره تړاو درلود.

خو د بارانونو زیاتوالی یوازې د وچکالۍ د کمېدو معنا نه لري؛ که بارانونه ډېر شدید او ناڅاپي وي، د سېلونو خطر هم زیاتولی شي. د چاپېریال اداره وايي، د سېل اوبه تل د عامه اوبو د زیرمه کولو لپاره اسانه نه وي، ځکه په چټکۍ راځي او له ځمکې سره ګډ رسوبات او نور ککړوونکي مواد هم له ځان سره انتقالوي.

په همدې حال کې، د انګلستان د چاپېریال ادارې پخوانیو معلوماتو ښودلې چې د ۲۰۲۶ کال د جولای میاشت د ثبت شویو معلوماتو له مخې د انګلستان تر ټولو وچه جولای وه؛ په دې میاشت کې یوازې د متوسط اندازې ۱۰ سلنه باران ثبت شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...