جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهد کاظم خان شیدا دېوان نوي چاپ ته یوه کتنه

د کاظم خان شیدا دېوان نوي چاپ ته یوه کتنه

 استاد محمد معصوم هوتک |  

دغه دېوان دښاغلي حنیف خلیل په همت په ۱۳۸۴ل / ۲۰۰۵ز کال د دانش خپرندویي ټولني له خوادپه پېښورکي دیو زر ټوکوپه تېراژ په کلکه وقایه کي چاپ سوی دئ. دتدوین چاري او سریزه،یادښتونه او وییپانگه ئې ټول دحنیف خلیل له خواسرته رسېدلي دي.  د کتاب ټول مخونه ۴۹۵دي چي په دې کي سریزه او وییپانگه هم شامله ده خو د خپرندویي ټولني یادښت (یومخ)، ډالۍ (یومخ) او سمونلیک (یومخ) په دې شمېره کي نه راځي.کتاب “د مېجر راورټي، سید انوارالحق او نسیم اڅکزي ” نومونو ته ډالۍ سوی دئ.

د کاظم خان شیدا ددې دېوان کره کتنه ما د خپل کتاب ( پښتو متون سمېدل غواړي) ددوهم ټوک په لیست کي په پام کي نیولې وه خو دهغه کتاب دغه ټوک لا د چاپ له پاره تیار نه دئ، ځکه مي نو اراده وکړه چي دهغه مطالب په خواره واره ډول د مقالو په بڼه خپاره کړم. دا دېوان چي ماته د کاظم خان شیدا د نورو چاپ سوو دېوانو په پرتله د ډاډ وړ ایسي، په سر کي یوه مفصله سریزه لري (۳۹ مخه) او په هغې کي ئې د شیدا په اړه د معلوماتو ورکولو لومړني منابع، د زېږېدو پر نېټه، هندوستان ته پر سفر او نورو پېښو، د افضل خان خټک د وفات پر کال،هندوستان ته د شیدا پر رسېدلو، د شیدا پر ولدیت، پر وروڼو او اولادونو، د شیدا پر شخصیت، پر مړینه، په (پر) شیدا د شوي کار تعارف،  ددېوان پر ترتیب، د شیدا دېوان پر قلمي نسخو، پر چاپ دېوانونو، پر دادېوان او دا نسخه، ددې نسخې پر تعارف ښې د خوند څېړنیزي خبري سوي دي او د خپلو خبرو په پای کي ئې له هغو ښاغلو مننه کړې ده چي ده ته ئې په دغه کار کي د مرستي لاس ورکړی دئ. ددغي څېړني په باب زه دلته ځکه نه ږغېږم چي زما د همدې لیکني استقامت پر بل لور دئ او زه غواړم چي ددغه متن پر شکل او ترتیب باندي بیان وکړم او وښیم چي دا متن د متنپوهني د اصولو پر تول څونده (څومره)برابر خېژي ؟

دکاظم خان شیدا ددغه متن مرتب د سریزي په (۳۳ مخ) کي لیکلي دي چي ” دا موجوده دېوان د دریو چاپ شویو دېوانونو او یوې قلمي نسخې نه مرتب شوی دی  او بنیاد یې هغه قلمي نسخه گرځولې شوې ده کومه ، چې د اسلامیه کالج پېښور په لائبرېرۍ کې په ۱۹۹۳ نمبر کې خوندي ده”. دا نسخه  ئې د سریزي په ۳۵ مخ کي را پېژندلې ده. په دې برخه کي ښاغلی حنیف خلیل د یوه په زړه پوري واقعیت پر موندلو بریالی سوی دئ او هغه دا چي د دېوان په ټولو چاپ سوو نسخو کي د اسلامیه کالج پېښور له قلمي نسخې څخه استفاده سوې ده خو دی زیاتوي چي ” … خو ډېره عجیبه خبره داده، چې په اسلامیه کالج پېښور کې د شیدا د دېوان همدغه یوازېنۍ نسخه ده، چې ټولو مرتبینو کتلې ده او بیاهم ځینې خبرې داسې دي ، لکه چې، دوی خو دغه نسخه کتلې نه وي او که کتلې یې وي، نو بیا یې دومره سنگینې تحقیقي غلطۍ کړې دي، چې د شیدا د دېوان شکل یې بدل کړی دی.” ( سریزه ۳۴ مخ). تر دې یادوني وروسته لیکي چي ” د بینوا صاحب چاپ کړی دېوان بیخي د اسلامیه کالج د نسخې مطابق نه دی … هرکله، چې دغه دېوان ډېر بدل او نیمگړی دی، ځکه مایې یوازې وضاحت خو وکړو، خو خپله نسخه مې لفظ په لفظ ورسره مقابله  او موازنه کړې نه ده. بدلون او نیمگړتیاوې دومره لري، چې موازنه یې گرانه ده. البته هغو خامیو ته مې اشاره کړې ده کومې، چې د همېش خلیل او انوارالحق دېوانونو کې هم شته”.

په دې یادونو سره خو ښاغلي مرتب خپلي غاړي خلاصي کړي دي، خو د متنپوهني حکم دادئ چي نسخه بدیلونه که هر څو زیات هم وي، راوړل ئې حتمي دي. که داسي نه وي نو د ښاغلي مرتب دا خبره چي  ” دا موجوده دېوان د دریو چاپ شویو دېوانونو او یوې قلمي نسخې نه مرتب شوی دی  ….” باید اصلاح سي او ولیکل سي چي” دا موجوده دېوان د دوو چاپ شویو دېوانو او یوې قلمي نسخې نه مرتب شوی دی.” د ارواښاد بېنوا صاحب په لاس د کاظم خان شیدا دېوان ته ما د خپل کتاب ( پښتو متون سمېدل غواړي) په لومړي ټوک ــ ۲۰۱، ۲۰۹مخونو کي کره کتنه راوړې ده. هورې مي د ښاغلي حنیف خلیل پورتنۍ خبري را نقل کړي دي او د بېنوا چاپ دېوان هغه برخي مي هم چي ناقد ورته گوته نیولای سي، تر یوې اندازې راوړي دي. د بېنوا چاپ دېوان له دریو قلمي نسخو څخه برابر سوی دئ چي دوې ئې ( نقل النقل) دي او یوه بله ئې هم د پښتو ټولني نیمگړې نسخه. په نقل النقل کي یوه نسخه د اسلامیه کالج پېښور د نسخې نقل دئ چي بېنوا مرحوم ته د ارواښاد خان عبدالولي خان په شخصي لگښت کوم چا کاپي کړې ده او دا بل نقل النقل  د پېښورـ اکبر پورې د اوسېدونکي عبدالمستعان نومي کاتب په لاس له نقل سوي نسخې څخه د مولانا ابوالوفاء صاحب په لاس رانقل سوې کاپي ده. که ښاغلي حنیف خلیل صاحپ پر ځان باندي د بېنوا چاپ دېوان او د اسلامیه کالج پېښور د خطي نسخې دمقابلې او موازنې تکلیف منلی وای، موږ لوستونکو ته به روښانه سوې وای چي د اسلامیه کالج په نسخه کي چا لاس وهلی دئ؟ د ارواښاد عبدالولي خان له خواگمارل سوي کاتب او که بل چا؟ د متونو اصول د همدې حقایقو د موندلو او سپینولو له پاره ټاکل سوي دي او همدغه اړتیاده چي زه ئې د پښتو متونو د بیا څېړني درانه کار ته  هڅولی یم. ښاغلي مرتب د سریزي په ۳۵ مخ کي اعتراف کړی چي دا موجوده دېوان هم په هر لحاظ مکمل نه دئ. دغه شان پراخ نظرۍ ماته جرئت راکړ چي ددېوان د لاښه کېدو په خاطر دا څوټکي ولیکم .

ښاغلی حنیف خلیل د اسلامیه کالج قلمي نسخې د معرفۍ په ترڅ کي کښلي دي چي دا نسخه” … دشاعر د لهجې مطابق د کندهارۍ لهجې په املاء کې لیکل شوې ده، چې ما د کندهارۍ لهجې”ژ” او “ش” په “ږ” او”ښ” د پېښورۍ لهجې مطابق بدل کړی دی، چې زموږ د کلاسیک ادب نورو کتابونو سره یورنگ شي” ( سریزه ــ ۳۶مخ).

دا چي “ژ” او”ش”  ئې په “ږ” او “ښ” اړولي دي، دا خو ئې ښه کار کړی دئ او دا چي د کاظم خان شیدا لهجه ئې کندهارۍ لهجه بللې ده، هم نوی انکشاف دئ او نوره څېړنه غواړي.خو دا چي “ژ” او ” ش” ئې په کندهارۍ لهجه کي د” ږ” او “ښ” ږغونو معادل توري بللي دي، هغه تېروتنه ده چي د ختیځي لهجې زیاتره ویونکي پښتانه ئې مرتکب کېږي. په کندهارۍ لهجه کي ” ژ”، ” ش”، “ږ” او “ښ”  پخپلو اصلي مخرجونو کي ادا کېږي. ددغي لهجې ” ښ” او ” ږ” په هیڅ صورت “ش” او ” ژ” نه دي. دا یو جلا ژبنۍ بحث دئ چي زه د خپل یوه کتاب “پر معیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه” ددوهم چاپ په ۲۳۴ــ ۲۵۲ مخونو کي پر ږغېدلی یم. دا خبره چي ښاغلي مرتب غوښتي دي د کاظم خان دېوان دي ” زموږ د کلاسیک ادب نورو کتابونو سره یورنگ شي”، ښه خبره ده خو د کتاب په متن کي ځني داسي ځایونه کم نه دي چي له دغه پورتني مقصد سره تناقض لري او زه به پر خپل ځای پر وږغېږم.

په دغه دېوان کي د ” ښ” لرونکو کلمو او لغتونو په ثبت کي یوه لار نه ده پالل سوي .

زموږ په کلاسیک ادب کي ” کښي، کښې” هر ځای همداسي یا د ” کښ” په بڼه لیکل سوی دئ، خو په دې دېوان کي ټول په ” کې” اوښتي دي. دا کار د ښاغلي مرتب له هغي خبري سره تناقض لري چي وایي غواړي دا دېوان ” زموږ د کلاسیک ادب نورو کتابونو سره یو رنگ شي”. له بلي خوا که په ” کې” کي ئې د” ښ” توری ایستلی دئ، خو په نورو کلمو کي ئې بیا ساتلی دئ. د مثال په توگه :

” کښېنوي” له (ښ) سره لیکي ( وگ : ۲۹۹، ۳۳۴ مخونه او نور).

” کښېناست” له (ښ) سره لیکي ( وگ : ۳۱۸ مخ)

“څښي” له (ښ) سره لیکي (وگ : ۳۳۱ مخ)

خو” کېږدي = کښېږدي” بیا بې له (ښ) لیکي (وگ : ۲۹۶، ۳۰۵، ۳۳۰ مخونه او نور)

” اوښکي” ځای ځای له کندهارۍ لهجې سره سم لیکي (وگ : ۳۰۳، ۲۱۸،۳۱۰،۲۴۷، ۳۵۰، ۲۲۹، ۲۳۰، ۲۵۵ او نور مخونه) خو ” اوښي، اوښیو” هم کاږي (وگ : ۲۴۲، ۲۶۹ ، ۲۷۳، ۳۰۵ او نور مخونه). په ” اوښیو” کي هم یورنگوالی نسته. ځای ځای ” اوښو، اوښې” هم لیکي (وگ : ۲۵۰ ، ۳۴۱ مخونه). په ۲۰۹ او ۲۱۰ حاشیو کي ئې د انوارالحق ” اوښکو” ته د ناسم په توگه اشاره کړې ده. زما پوښتنه داده چي که “اوښکي” له کاف سره صحیح وي نو په مغیره حالت کي به ئې د کاف لیري کول ولي لازم وي؟

یو ځای خو ئې لا (ښ) په (خ) اړولی دئ. (لښتی = ویاله)  ئې ” لختی” لیکلی دئ ( وگ : ۳۲۰مخ)

د ۱۵۴ مخ دا نیم بیتی :

د آزادو لمن کله په خار نخښلي

دلته ” نخښلي” که ټایپي تېروتنه نه وي، نو د غلطۍ حکم پر کېدلای سي.سمه بڼه (نښلي) ده. د (خ) سربارۍ ئې هسي د لیکدود سرخوږی دئ، بله هیڅ گټه نه لري.

ــ یو ځای (کوتره) لیکي ( ۱۸۱مخ) او بل ځای ( کونتره) کاږي (۲۶۹مخ). څوک نه پوهېږي چي کوم شکل ئې د شیدا خپل کلام وبولي؟

ــ یو ځای ( شاخ) لیکي (۱۸۲ مخ) او بل ځای (ښاخ) کاږي ( ۱۸۸مخ). لوستونکی نه پوهېږي چي کوم شکل ئې په شیدا اړه لري؟

ــ یو ځای ( مصرع) لیکي ( ۴۰۸مخ) او بل ځای ( مصرعه) کاږي ( ۲۹۳، ۳۰۴ او نورمخونه ). له دې دوو شکلونو څخه باید یو غوره سوی وای.

” لار” له کندهارۍ لهجې سره سمه لیکي ( وگ : ۲۲۱، ۲۲۴ مخونه)، لیار ئې نه لیکي.

” اروي” له کندهارۍ لهجې سره سم لیکي (وگ : ۲۲۵، ۳۲۴، ۳۴۹ مخونه)، اوري ئې نه لیکي.

ـــ  په دې دېوان کي ” کله” او “لکه” سره گډ سوي دي. ” کله” د وخت له پاره د پوښتني کلمه ده چي د انگرېزي (when) پر ځای کارېږي او “لکه” د تشبیه کلمه ده چي دانگرېزي (as) پر ځای راځي.

ددېوان په ۱۰۴ مخ کي :

دل تنگي کړم کله گل په خندا ورکه

که مې باد د سبا بل په خــــونه اور کا

په ۱۶۰ مخ کي :

کله برق چې گــرم وگوري ناگاه

سره لمبه شي په هغه لوري ناگاه

ددېوان په ۲۱۹ مخ کي لولو :

سینه هسي کله نی لــــــــرم پُر درده

چې نفس پکې همېش کا فریادونه

په ۲۲۷ مخ کي :

نور دې مرگ کله ماهي تر حیات ښه دی

تحمل مه کـــــــــــــــــړه زنــــــــــهار د بې آبي

په ۲۷۴ مخ کي :

درباني کله حباب د خپل گنبد کـــړه

یو نفس دې په سېنه کې واپسین دی

په دې ټولو بیتو کي (کله) له بیت سره سم نه راځي. په ټولوکي باید (لکه) راغلی وای.

خو په ځینو ځایو کي ئې بیا سم راوړی دئ. لکه په دې لاندي مثالو کي :

د راستۍ په (پر) سپینه لار سنگ و خار نشته

په لېمه لکه حـــــــــــباب کـــــــــــــــــــــوم پندونه

( ۲۲۲مخ)

ــ اوشو، اوځي، اووې ، اوچیښ او نور ئې له الف سره راوړي دي. دا راز لوستنه او لیکنه د شیدا په لهجه کي ( که ئې کندهارۍ لهجه ومنو)، الفونه نه اخلي، بلکي ( وشو، وځي، ووې ، …) ویل کېږي.

که د کاظم خان لهجه د کندهار لهجه وي، نو بیا خو له ” ښ” او “ږ” پرته ددې لهجې نوري ځانگړتیاوي هم باید په پام کي نیول سوي وای.

ښاغلی مرتب ( چې، مې، کې) بیا له کندهارۍ لهجې سره سم (چي، مي، کي) نه کاږي. په اوږده یاء (ې) سره ددغو تورو لیکنه د معنا اساسي توپیرونه پېښوي. زه به په دې برخه کي یوازي په یودوه مثاله بسنه وکړم. کاظم خان وایي :

د شهیدانــــــــــــو شمعِ مزاره              نازک بدنه په مخ گلـــــــــزاره

مرگ مي جـــــدا کا مگر تانه             جمع دعشق ده شعله کرداره

په ” مرگ مي جدا کا مگر له تانه” کي د شاعر مراد دادئ چي ” زما مرگ ما له تانه مگر جدا کا”، خو که ” مرگ مې جدا کامگر له تانه” ولیکو، د شاعر مراد به د کوم بل چا مرگ وي چي له ( ده نه) به دهغه په سبب جدا کېږي. ځکه (مې) په کندهارۍ لهجه ( د شیدا په لهجه؟) کي د ( مي ئې) معنا لري او “مرگ مي ئې” عبارت د کوم بل چا د مرگ اشاره ښیي.

یا دا بل مثال :

څه خو آگاه شـــــــــــــــه له خپله کاره          دم دي مرکب دی واوره شهسواره

زر به له مزکي ســــــــــــره شې مزکه           د باد په دوش یې مشت غـــــــــباره

” دم دي” که په لنډه (ي) ولیکل سي، له “شهسوار” سره اړه لري او که ” دم دې” ولیکل سي، له کوم بل چا سره اړه لري. ځکه ( دم دې = دم دي ئې) معنا لري او (ئې) غائب ضمیر دئ. دغه راز باریکۍ زموږ د متونو ترتیبوونکي په پام کي نه نیسي. دا ستونزه له دې امله هم زیاته پېښه ده چي په پخوانیو خطي نسخو کي د یاگانو کارول ډېر دود نه ول، بلکي له زېر = کسره څخه ئې کار اخیست. د کسرې پر ځای د اوږدې او لنډي ياء پر انتخاب باندي د متن د مرتب سلیقه او لهجه هرو مرو غالبه کېږي او د خپل برداشت سره سم ئې لیکي. په داسي صورت کي به څوک په مشکله سره دا ومني چي د یاء گانو دغه شان کارونه دي د کاظم خان شیدا خپل انتخاب او وینگ وي.

++++++++++++

ددغه دېوان په سمونلیک کي ئې شپږ تېروتني راوړي دي او په پای کي ئې کښلي دي چي :” له دې پرته هم که کومې تېروتنې د لوستونکو مخې ته راشي باید چې په گوته کولوسره یې په موږ احسان وکړي”.

ددغي غوښتني په اړه به زه دا یوڅو ځایه له احسان پرته ورته وښیم[1] چي ناسم درج سوي دي.

هغه تېروتني چي شعر ته ئې تاوان پېښ کړی دئ

په ۴۱ مخ دا فارسي بیت :

دل می تپد و نیست کسی را درس ما

از قافلــــه دور است خروش جرس ما

د لومړي نیم بیتی سمه بڼه بایدداسي وای :

دل می تپد و نیست کسی دادرس ما

دا بیت د میرزا عبدالقادر بیدل ( ۱۰۵۴ ــ ۱۱۳۳هـ ق)د یوې غزلي مطلع ده چي په دېوان کي ئې داسي درج سوې ده :

دل می رود و نیست کسی دادرس ما

از قافلـــــه دور است خروش جرس ما

د همدې غزلي مقطع په دې ډول ده :

بیدل به جنون امل از پا ننشستیم

کاش آبله گیرد سر راه، هوسِ ما[2]

په ۴۳ مخ کي :

” ولهاذا” باید ” ولهذا” سي

” نامحظور” باید ” نامخطور” سي

په ۴۴ مخ کي :

” ژرف نگهبان” باید ” ژرف نِگهان” سي.

په ۵۰ مخ کي :

” تدور ریخته بالم هوا نمیدانم”

چي سم شکل ئې باید” تدور ریخته بالم هوا نمیداند” وي. ” تدور” په نورو چاپو کي هم همداسي راغلی دئ خو د زیاترو لغت پوهانو په نزد ئې ” تذرو” (د لومړي او دوهم توري په فتحه او دپای توري په سکون) سم دئ. ” تذرو” یو راز دښتي چرگ ته وایي( غیاث اللغات).

په ۵۶ مخ کي :

” د عذرا عذرا ئې اور کړ”.

سمه بڼه ئې :

” د عذرا عذار ئې اور کړ”

عذرا د (پېغلي) په معنا او عذار د ( باړخو، رخسار، اننگي) په معنا.

په  ۷۳ مخ کي :

اشداء گوره بار

ورسره علی الکفار

اول نیم بیتی یوه څپه کم دئ، باید” اشداء گوره بار بار” وي.

په ۷۶ مخ کي :

شهوار که یې یکران و

په حیرت ورته دوران و

د اول نیم بیتی سم شکل : شهسوار که یې یکران و.

په ۱۵۰ مخ کي :

زه د عشق له غمه ټول سیاه پوش یم

په مانند د جرس هردم  په  خروش یم

اول نیم بیتی یوه هجا کم دئ او دا هله سمېدلای سي چي د (ټول) پر ځای (ټوله) ولیکل سي. (ټوله) د شیدا له لهجې سره موافق هم دئ. په زیاترو خطي نسخو کي د کلمو دغه د پای حرکت په زوَر (فتحه) سره ښوول سوي وي.

په ۱۶۴ مخ کي :

د اشعار بحر وي تل بې تراوته

سم به ئې داسي وي :

…. بې طراوته

د همدې مخ دا بل بیت :

خود بیني کله شیوه د پاک طبیعت ده

د ( پاک طبیعت) پر ځای باید ( پاک طینت) وای.

په ۱۶۸ مخ کي:

چې راغلی و دې دریایې شور ته

( دریای شور) فارسي ترکیب دئ او (ی) د نسبت توری دئ. معنا ئې تریخ دریاب دئ. که ئې په پورتني ډول ( دریا یې) ولیکل. (یې) د ضمیر بڼه اخلي او معنا به ئې ( د کوم ځای تریخ دریاب) سي.

په ۱۷۹ مخ کي :

چې په ورځ لکه فلک شمع سوځي کا

د شیدا مراد بیا د ( شمع سوزی) فارسي ترکیب دئ چي پښتو معادل ئې ( شمعه سوځونه) راځي. په فارسي ترکیبو کي د پښتو (ځ) کارول د هماغه ترکیب مسخه کول دي.

په ۳۱۴مخ کي :

دی کاسب ددې نسبت ابوالحسن کړ

دلته د(کاسب) پر ځاي ( ناسب) سم راځي. کاسب د کاتب تېروتنه ده.

ټایپي ټېروتني

په ۸۴ مخ کي :

په دا کار کي انساف وکړې

( انساف) باید (انصاف) سي

په ۱۰۶ مخ کي :

صبح و شام مې کړه هم رنگ سه روزیې

ځکه نه لـــــــــري هیخ صبح، شــــــــام زما

سم شکل ئې :

صبح و شام مې کړه هم رنگ سیه روزیه

ځکه نه لـــــــــري هیڅ صبح، شـــــــــام زما

په ۱۲۶ مخ کي :

خبر نه شوم د راحت په خواپ هرگز

ټایپي غلطي ده. سم ئې (خواب) دئ.

په ۱۴۰ مخ کي :

تر هغه چې خشک طینت د ساحل وینم

له موج آواره پـــــــــــــــه دریا خوښ یم

(له موج) باید (لکه موج) وای. ټایپي غلطي ده.

په ۱۵۲ مخ کي :

که ویل راته ضرورو لکه نامه شي

سمه بڼه ئې :

که ویل راته ضرور لکه نامه شي

په ۱۵۸ مخ کي :

نباگوش یې هله ساز کړ صورت گرو

سمه بڼه ئې ( بناگوش) ده. په ټایپي تېروتنه کي راځي.

په ۱۸۲ مخ کي :

دا خونرېز په تېز نگار کوې کافره؟

که د هند کټار دي راوړه له کنیزه

ددې غزل نوري قافیې ( نخچیره، تیره، سریره، دبیره، تصویره، اونور) دي. په همېش خلیل چاپ او بېنوا چاپ او سید انوارالحق چاپ دریو دواړو کي ” کنیره” ثبت سوی دئ. په بېنوا چاپ کي ئې د کابل پښتو ټولني نسخې ثبت چي په لمنلیک کي ئې اشاره ورته کړې ده،” کنبیره” ښوولی دئ . سیدانوارالحق چاپ کي ئې په حاشیه کي ” کنیر” لغت ته بېلابېل توجیهات ورکړي دي. وایي ئې یو بوټی دئ. سره و سپین گلان لري او په دواوو کي کارېږي. بیائې ” وژونکی زهر” بللی دئ. خو وروسته دې توجیهاتو خوند نه دئ ورکړی او لیکلي ئې دي چي ” مگر یه قیاس غالب هې که کنیر کسی مقام کا نام هو جو کټار بنانې کې لئې مشهور هو”[3]. د گوتي نیولو ځای دادئ چي ښاغلي حنیف خلیل تر دغه شان مهمو حاشیو او توجیهاتو ولي لاس اړولی دئ او لږ تر لږه ئې یادونه قدر هم نه ده کړې؟

د (کنیر) په ثبت کي د همېش خلیل صاحب او سیدانوارالحق مرحوم لوستنه سمه نه ښکاري هغه هم په داسي حال کي د مرحوم بېنوا چاپ د حاشیې ( کنبیره) واریانت هم چاته پروت وي د متن څېړونکو او برابروونکو ته ښایي چي لوستونکو ته تر زیاتي اندازې ثقه او صحیح ثبت  وړاندي کړي او د مغلقو او نامانوسو کلماتو حل ورته اسانه کاندي.. د سیدانوارالحق وروستی قیاس حقیقت ته یوڅه نزدې دئ خو نور تفصیل ته هم اړتیالري. (کټار) او ( کنبیر= kanbir) دپخواني کافرستان ( اوسني نورستان) دوې کافري قبیلې وې. ددوی د اوسېدلو سیمي هم ( کټار او کنبیر) نومېدې.  ددې قبیلو نر او ښځي ډېر ښکلي ول. اوس هم د نورستان او دهغه د ورڅېرمه درو اوسېدونکي د ښایست له مخي ډېر شهرت لري. ددې سیمو اوسېدونکو د امیر عبدالرحمن خان په پاچهي کي د شاوخوا کلیو پر څو تنو مسلمانانو برید کړی او وژلي ئې ول. په بدله کي د هماغه ځای د شیگل درې خلکو پر کټار او کنبیر باندي یرغل ورووړ او کلي او ځنگلونه ئې ور تباه کړل. دا پېښه په ۱۳۰۱ هـق کال پېښه سوې وه او فیض محمد کاتب هزاره ئې بیان پخپل سراج التواریخ ( ج ۳ ، ص ۱۰۸ چاپ ۱۳۷۳ش) کي د” شرح  حال کفار کتار و کنبیر ….” تر سرلیک لاندي راوړی دئ. د ( کټار) کافرانو یادونه په پښتو ادب کي ډېره تر سترگو کېږي. ارواښاد دوست شینواري چي کټار د کافرستان یوه قبیله بولي ،پخپله ( زړه پانگه ــ ۴۶۳ مخ) کي د پښتو ادب دا لاندي مثالونه راښيي :

کافران به د کټار، مسلمانان شي

که رقیب مې پــــــه ژړا و ترسېده

( حمید مومند)

مقتدي که حرام خور وایي امام ته

امام وایي فلانی محلت کټار شو

( علیخان)

زه طالب احمدین خاندم خوشحالېږم

تندر پرېوت په (پر) دښمن کټار زما

( احمدین طالب)

چی خبر ئې په اســـــــلام نه یې زاهده

پېښ د زلفو په کټار په گنبیر مه شه

( حسین)

(کټار) په قاموسو کي په توصیفي بڼه د ( شوخ، سرزوري) په معنا هم ثبت سوی دئ. هغي غوا ته هم (کټاره) ویل کېږي چي د لوشلو پر وخت شوخي کوي او پر ځای نه درېږي.

کاظم خان شیدا پخپل دغه بیت کي د کټار توصیفي معنا په ډېر کمال د هغې له قبیلوي منشاء سره د (کنبیر) په ارتباط د تجنیس په صنعت کي راوړې ده.

په ۱۸۵ مخ کي :

کاشـــــــــــانه بویه شیدا چي اشیانه وي

یعنې وضح دې بنا په پرې کاه کړه

په دوهم نیم بیتي کي بیا فارسي ترکیبونه په پښتو یاگانو مسخه سوي دي. سم شکل ئې دا سي دئ :

یعني وضع دي بِنا په پرِ کاه کړه

(پر) دلته د (مرغه بڼکي) معنا لري.

په ۱۹۳ مخ کي :

چې عالم د تلون په هر دم وین

حیراني د آئینې شـــــوه هم نفسه

ټایپي غلطي ده.باید ( … هردم ویني) ولیکل سي.

په ۲۰۱ مخ کي :

چې مې لوېږي لکه برق له زخم سړیکه

د( سړیکه) وینگ په همدې شان راته معلوم دئ او منم چي په ځینو لهجو کي پښتو (څ) د (س) په ډول تلفظ کېږي ، خو لیکنه ئې باید(څړیکه) وي. ښاغلي مرتب چي په فارسي (شمع سوزی) کي لا هم د (ز) پر ځای ( ځ) ایږدي نو دلته هم بویه چي د( سړیکه) پر ځای ئې باید( څړیکه) ثبت کړې وای.

په ۲۰۵ مخ کي :

د لاله په شان ئې تل جبین راغلی

د (راغلی) پر ځای باید (داغلی) وای. ټایپي تېروتنه ده.

په ۲۳۴ مخ کي :

زمــــــــــانه تر بخیل پست اهــــــــــــل کرم کا

ورښکاره به په سحاب د خرڅ رفعت وي

سمه بڼه ئې ( …. د څرخ رفعت وي). څرخ د اسمان په معنا.

په ۲۴۹ مخ کي :

کړې به هېر لکه مرآت زمبل د سترگو

( زمبل) که هم (ځمبل) ولیکل سي، پښتو ته به ډېر نزدې وي.

 په ( ۲۶۳ مخ) کي ( زاله ) هم که (ځاله) سوې وای، ښه به وو.

په ۲۵۳ مخ کي :

درازه ئې چې د گنج نه وي پرانتې

ټایپي غلطي پېښه ده او ( دروازه ئې) سمه بڼه ده.

په ۲۵۹ مخ کي :

که د سیل په موج معبر د جهان پُر دی

لا هر بیت یې ددېوان په سامان پُر دی

( لا هر بیت مې) سم راځي. ځکه شیدا خپل بیت ښیي، نه د بل چا.

په ۲۸۴ مخ کي :

خان و مان خو مې د عشق په قمار بیاله

( بیاله) ټایپي غلطي ښکاري. (بایله) ئې سم شکل دئ.

په ۲۸۹ مخ کي :

هغه کس چې د سیلاب په نوند خوی دی

( توند خوی) سم دئ. ټایپي تېروتنه ده.

په ۲۹۵ مخ کي :

د لیلا د سترگو سود په غزاله کا

(سود) دلته سمه معنا نه ورکوي. ( سوده) د (تسلي، آرامش، اطمنان) په معنا په کندهارۍ لهجه کي عامه کلمه ده. (د زړه سوده) یعني د زړه تسلی،د زړه ټکور، د زړه آرامش، د زړه ډاډ او نور. زما یقین دئ چي په ( سود) کي د دال دپاسه زوَر (فتحه) به له کتابته پاته وي.د نیم بیتي سمه بڼه باید داسي وي :

د لیلا د سترگو سوده په غزال کا

دا لیست زما څخه اوږد سو، که څه هم د خپلو یاداښتو نیمایي ته لا نه یم رسېدلی.نو د مجبوریت له مخي به ددېوان د وروستي مخ ( ۴۶۸مخ)د ټایپي تېروتني په راوړلو سره دې بحث ته دپای ټکی کښېږدم.

خان احمد بروز رزم و وغا

(وغا) ټایپي تېروتنه ده او سمه بڼه ئې (دغا) ده چي د (مکر، حیله، ناراستۍ) معنا لري.

ددې دومره ټایپي او متني تېروتنو له پاره دلیل موندل گران کار دئ، خو دومره څوک ویلای سي چي ښاغلي مرتب له خپل دقت سره سره پر دې نه دئ توانېدلی چي په ټوله معناپر تول برابر متن دي لوستونکو ته وړاندي کړي. البته تر نورو چاپونو ئې دغه متن د نسبي ډاډ وړ دئ. داخبره ما ښاغلي مرتب ته د کوټي په سیمینار کي (سپټمبر ۲۰۱۵ع) وکړه.

په ۴۳۲ مخ کي :

چې لیده پکې ضعیف ددین ترویج شي

اهـــــــــــل هند دي په مثال کې اوبه خړې

دا قطعه په ( ۴۶۸مخ ) کي مکرر راغلې ده.

 د شیدا په کلام پوهېدنه د بېخرته فارسي او عربي لغتونو د  راوړلو له اسیته ډېره سخته ده او ددې سختۍ سخرغوټي د یوې یوولس مخیزي وییپانگي په گوتو نسي خلاصېدلای. دې دېوان ته یوه لویه هراړخېزه وییپانگه لازمه ده چي له بده مرغه په اوسنیو چاپونو کي لږ پاملرنه ورته سوې ده او په ډېرو غیر لازمو لغاتو چي معنا ئې د هر مبتدي لاهم زده وي، د وییپانگي مخونه ډک سوي دي.

د مړینوتاریخونه او د هغو ثبتونه

د مړینو اوزېږېدنو او نورو پېښو تاریخونه د یوه متن ډېره سخته او له ستونزو ډکه برخه ده. دا برخه هم د هماغه عصر له لیکدود او هم ئې له تاریخي پېښوسره بلدتیا غواړي. زموږ تر بحث لاندي دېوان ( د کاظم خان شیدا دېوان) د تاریخي قطعو ښه غوښنه برخه لري چي زه به په دې لیکنه کي پر هغو برخو وږغېږم چي زما په نظر ناسمي ثبت سوي دي[4].

د کاظم خان شیدا ددغه دېوان په ۴۱۷ مخ کي د محمودخان مړینه په یوه تاریخي قطعه کي راغلې چي تاریخي ماده ئې داسي ثبت کړې ده :

” بېلتون لمبه وه په ښو یارانو”

تر دغي تاریخي مادې لاندي ئې په عدد ( ۱۱۶۱هـ) کښلی دئ. له دې تاریخي مادې څخه د متن د مرتب مطلوب عدد (۱۱۶۱) نه راوځي.

بېلتون = ۴۹۸

لمبه       = ۷۷

وه            = ۱۱

په           = ۷

ښو         = ۳۰۶

یارانو = ۲۶۸

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټول = ۱۱۶۷

ددې محاسبې په نتیجه کي ویلای سو چي د تاریخي مادې کومه کلمه هرومرو ناسمه ثبت سوې ده. دا حکم ځکه کوو چي د نورو منابعو له مخي د محمود خان مړینه په ( ۱۱۶۱هـ ق) کي تائید سوې ده.د ناسم ثبت امکانات ئې په دې لاندي کلمو کي سته. ( لمبه) کېدلای سي چي د (لنبه) په شکل شاعر راوړې وي. (وه) کېدلای سي چي شاعر د (وَ) په بڼه راوړې وي او یا اصلاً (وه) نه وي بلکي (ده) وي. (یارانو) کېدلای سي چي د( یارانُ) په لیکدود ئې کښلې وي. دا درې سره امکانه موجود دي

 زما دخپلي محاسبې له مخي دغه پورتنی مطلوب عدد(۱۱۶۱) هله لاس ته راتلای سي چي د( یارانو) کلمه د ( یارانُ) په شکل ولیکو او دا خبره له امکانه لیري هم نه ده. یعني

” بېلتون لمبه وه په ښو یارانُ”

نور نو والله اعلم باالصواب.

په همدې مخ کي د محمودخان د مړیني دوهمه تاریخي ماده هم سته چي داسي ئې ثبت کړې ده.

دا خان شهید دی آه په حق باندې”

په دغه راز ثبت سره له دې مادې څخه هم مطلوبه سنه ( ۱۱۶۱هـ) په لاس نه راځي.

دا          = ۵

خان      = ۶۵۱

شهید  = ۳۱۹

دی        = ۱۴

آه           = ۶

په          = ۷

حق       = ۱۰۸

باندې = ۶۷

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټول =  ۱۱۷۷

د سیدانوارالحق چاپ دېوان کي ئې ”  دا خان شهید دی آه په حق باندِ” ثبت کړی دئ چي ددې جملې ابجدي ارزښت ( ۱۱۶۷) کېږي او بیاهم مطلوبه سنه نه پوره کوي. ما چي سوچ ورته وکړ نو مي وویل چي له امکانه لیري نه ده چي (دا) کلمه دي په تاریخي ماده کي شامله نه وي. په دې صورت کي به نو تاریخي ماده داسي وي : دا” خان شهید دی آه په حق باندِ”  خو ددې جملې قیمت هم زموږ تر مطلوبي سنې د یوه په اندازه زیات یعني ( ۱۱۶۲) کېږي. ددغي نیمگړتیا دحل له پاره مي بله لار ونه موندله بې له دې چي تاریخي ماده داسي وگڼو :

دا” خان شهید دی په حقه باندِ”

ددې جملې حل به نو داسي وي :

خان      = ۶۵۱

شهید = ۳۱۹

دی       = ۱۴

په         = ۷

حقه    = ۱۱۳

باندِ  = ۵۷

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټول = ۱۱۶۱

په ۴۱۸ مخ کي د حضرت میاعمر (رح) د وفات تاریخي ماده داسي راغلې ده :

” شیخ اجل و قطب اقطاب و”

تر دغي مادې لاندي ئې په عدد ورته کښلي دي ( ۱۱۹۰هـ)

دا عدد هله تر لاسه کېدلای سي چي تاریخي ماده په دې شکل ولیکو :

” شیخ اجل وه قطب اقطاب وه”

دغه راز ثبتونه په نورو خطي آثارو کي زیات تر سترگو سوي دي.

په ۴۲۰ مخ کي د سرفراز خان د مړیني تاریخ په دې ډول ثبت دئ :

” رب دې وبخښه ناجي”

تر لاندې ورته لیکلي دي ( ۱۱۸۸هـ)

له پورتنۍ تاریخي مادې څخه ( ۱۱۸۸) عدد هله ترلاسه کېدلای سي چي تاریخي ماده د سیدانوارالحق چاپ په شان” رب دِ وه بخښه ناجي” ولیکل سي. د متن په ترتیبولو کي دغه شان باریکیو ته پام اړول ضرور او حتمي کار دئ.

په همدې مخ کي د سرفرازخان د مړیني بله تاریخي ماده داسي ده :

” اې ته جنتي شې”

لاندي ئې ( ۱۱۸۸هـ) ورته کښلي دي. له دې جملې څخه ( ۱۱۸۹) عدد لاس ته راځي او باید هغه راز چي سیدانوارالحق ثبت کړی دئ، رانقل سوی وای. د سیدانوارالحق چاپ ثبت داسي دئ :” ې ته جنتي شې”. ددې راز ثبت عددي ارزښت رشتیاهم (۱۱۸۸) کېږي.

په ۳۲۱ مخ کي د حافظ رحمت خان د وفات کال په دې ډول ښوول سوی دئ :

چې یوکال د قاتل ؤ د مقتول

تر لاندي ئې په عدد( ۱۱۹۴هـ) ورته کښلي دي.

اول خو په دې تاریخي ماده کي (چې) شامل نه دئ.

دوهم داچي له ” یوکال د قاتل ؤ د مقتول” څخه( ۱۱۹۴) عدد لاس ته نه راځي، بلکي ( ۱۱۸۸) لاس ته راځي. حافظ رحمت خان رشتیا هم په ۱۱۸۸ هـ ق کي شهید سوی دئ. دغه ( ۱۱۹۴هـ) کال پخپله د کاظم خان شیدا د مړیني کال دئ چي ددېوان له مرتب څخه سهواً دلته لیکل سوی دئ.

پر دې تاریخي مادو باندي ما پخپل کتاب ( تعمیې او تاریخي مادې په پښتو ادب کي) اوږده بحثونه کړي دي، لوستونکي دې هورې وگوري.

دا خبره به بیا د حُسن ختام په توگه تکرار کړم چي د کاظم خان شیدا دېوان دغه چاپ تر نورو چاپو غوره دئ خو په دوهم ځل خپرېدو کي یو وار بیا سمونه غواړي.

پای

آشاوا ــ انټاریو ــ کاناډا

۱۶ مه د جنوري ۲۰۱۷ع


[1]  زه له ” په گوته کولو” سره موافق نه یم. دغه کلمات اوس له بده مرغه رواج سوي دي خو په ځینو لهجو کي د ښکنځلو معنا لري. تر هغې که ( ښوول، څرگندول، اشاره ورته کول، اونور) کلمات راوړل سي ،ډېر به ښه وي.

[2]  وگ : دېوان بیدل ــ غزلیات، مقدمه و ویرایش دکتر محمد سرور مولایی، جلد اول، ص ۲۱۷، چاپ تهران ۱۳۸۶ش

[3]  له لوستونکو څخه بخښنه غواړم چي د اُردو الفبې د نېستۍ له اسیته مي دا عبارت په پښتو تورو وکیښ. (م.هـ)

[4]  پر دغو تاریخي قطعو باندي ما پخپل کتاب ( تعمیې او تاریخي مادې په پښتو ادب کي) تفصیلي خبري کړي دي چي ځيني برخي ئې بیا کتنه غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب