چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد لومړي ځل لپاره په مریخ کې د اوبو لوی ډنډ وموندل...

د لومړي ځل لپاره په مریخ کې د اوبو لوی ډنډ وموندل شو

تاند- یوه اروپايي فضايي اداره وايي چې د لومړي ځل لپاره په مریخ کې په یوه پراخه ساحه کې اوبه موندل شوي دي.

ساینسپوهان وايي، دا جهیل یا ستر ډنډ ۱۲ مایله لویوالی لري او پکې موجودې اوبه مایع دي. پخوا په دې سیاره کې کنګلونه موندل شوي وو.

همداراز پخوا د اوبو تیت پرک نښې لیدل شوې وې خو دا لومړی ځل دی چې یو لوی ډنډ موندل کېږي.

د امریکا د ناسا یا فضايي تحقیقاتو ادارې ستوربېړۍ «کیوراسیټي» پر مریخ اوبه موندلې وې.

سره له دې چې د مریخ د اوزون پرده له منځه تللې یا خورا نرۍ شوې ده او له همدې کبله یې هوا ډېره سړې شوې ده، خو ساینسپوهان لا هم هیله لري چې په دې سیاره کې ممکن ژوند وي.

په مریخ کې د اوبو دا نوی جهیل د اروپا د مارسیس ستوربېړۍ په وسیله کشف شوی دی. دا ستوربېړۍ په رادار سمبال ده او په مارس ایکسپریس کې ځای پر ځای شوه ده. مارس ایکسپریس د مریخ په مدار کې ګرځي.

مارسیس د موندلي ډنډ د ژوروالي اندازه نه شي معلومولی خو ساینسيوهان اټګل کوي چې د دغو اوبو ژوروالی به لږترلږه یو متر وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب