تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۷ مه) پاکستان ویلي، که کابل د هغو وسلهوالو ډلو پر وړاندې چې د پاکستان ضد فعالیتونه کوي، پرېکنده او د تایید وړ اقدامات وکړي، اسلاماباد چمتو دی له افغانستان سره خپلې لارې بېرته پرانیزي، ترانزیتي سوداګري بیا پیل کړي او افغانستان د سیمهییز اتصال د یوه مهم مرکز په توګه وکاروي.
د افغانستان د طالبانو حکومت تر دې وړاندې په ځلونو ټینګار کړی چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي. طالبانو په دې برخه کې د پاکستان ادعاوې رد کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي، پاکستان یو سولهییز افغانستان غواړي او که د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ موضوع حل شي، اسلاماباد چمتو دی له دغه هېواد سره سوداګري او سیمهییزې نښلونې پراخې کړي.
نوموړي د خپلې اوونیزې خبري غونډې په ترڅ کې وویل: «که هغوی د ترهګرۍ په برخه کې همکاري وکړي، نو پاکستان هېڅ دلیل نه لري چې دغه بهیر ته دوام ورکړي. موږ چمتو یو خپلې پولې پرانیزو، سوداګري وکړو او افغانستان د نښلونې د یوه مرکز په توګه وکاروو.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، اسلاماباد مخکې هم د ترانزیتي سوداګرۍ په برخه کې افغانستان ته یو شمېر اسانتیاوې وړاندې کړې وې، چې د تعرفو کمول هم پکې شامل وو، خو په بدل کې یې له افغانستانه غوښتنه کړې وه چې ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې له خاورې یې کار واخلي.
د هغه په وینا، پاکستان د قطر، ترکیې او چین په ګډون د دوستو هېوادونو له لارې هم له افغانستان سره د اړیکو او خبرو هڅې کړې دي، خو د افغان لوري د همکارۍ د نشتوالي له امله دغو هڅو مطلوبه پایله نه ده ورکړې.
سجاد حیدر خان وویل، پاکستان خپلې اندېښنې په څرګنده له افغان لوري سره شریکې کړې دي او غواړي ټولې پاتې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان یوازینی هېواد نه دی چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو فعالیتونو په اړه اندېښنه لري، بلکې چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو هم د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
نوموړي وویل: «پاکستان لېوال دی چې خپلې ټولې ستونزې په سولهییز ډول، د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.» هغه زیاته کړه چې پاکستان د ترهګرۍ په اړه خپله «سره کرښه» په څرګنده توګه ټاکلې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، کله چې افغانستان لازم امنیتي ډاډ ورکړي، اسلاماباد به د سیمهییزې سوداګرۍ او نښلونې د اسانتیا لپاره همکارۍ ته چمتو وي.
هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د سیمهییزې نښلونې د یوه مهم مرکز په توګه د پاکستان، افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو لپاره اقتصادي ګټې رامنځته کولی شي، خو د دې لپاره د سولې او ثبات ټینګښت لازم دی.
د چارو ځینې کتونکي وايي، د پاکستان پوځ او نورې امنیتي ادارې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې په زیاتېدونکي ډول کنټرول له لاسه ورکوي او له دې کبله د خپلې کمزورتیا د توجیه کولو لپاره پړه پر افغانستان اچوي.