پروفیسور دکتور اورهان یازجي، ترکي لیکوال، مورخ او د اینونو پوهنتون استاد، په خپله یوه مقاله، «د احمد شاه دراني په دوره کې د افغان شاهي دولت د هند سیاست» کې، د یوسف حکمت بایور په حواله، چې یو مهال په افغانستان کې د ترکیې سفیر او دیپلومات و او د «هند تاریخ» په نامه مشهور اثر هم لري، لیکي چې احمد شاه دراني د ۱۷۶۱ زېږدیز کال د پانیپت تر سترې بریا وروسته عثماني درېیم سلطان مصطفی ته په یوه لیک کې داسې ولیکل:
«په دې توګه، احمد شاه پر مبارک تخت کېناست. هغه د الله تعالی د دې ستر نعمت او لویې لورینې شکر ادا کړ او هوډ یې وکړ چې ایران ته لښکرکشي وکړي او د دې پراخ هېواد سرغړونکي او فتنهګر کسان اصلاح او مهار کړي. کله چې د افغان ستر ملت مخورو او نامتو مشرانو د هغه له پرېکړې خبر ترلاسه کړ، د هغه حضور ته راغلل او ویې ویل:
هندوستان د ځمکې پر مخ تر نورو ټولو هېوادونو پراخ هېواد دی او د دې بېسارې، پراخې او بېپایانه خاورې واکمني د امیر تیمور صاحبقران تر ظهور او پاڅون پورې د افغانانو له نومیالیو، باعزته او لوړپوړو مشرانو سره تړلې وه. د بهلول، سکندر، فیروزشاه، شیرشاه، ابراهیم شاه او نورو په څېر د دې ستر افغان ټاټوبي نههویشتو تنو په هند کې په پوره ځواک او اقتدار واکمني کړې وه. هغوی خپل نومونه په عزت، برم او شهرت سره د تاریخ پر پاڼو تلپاتې کړل. له همدې امله، لومړی باید هغه سلطنت بېرته ورغوو او اصلاح یې کړو چې موږ ته په میراث پاتې شوی دی؛ وروسته بیا شاه کولی شي هرې خوا ته چې تګ یې مناسب او اړین وګڼي، ولاړ شي.» (Bayur, 1948: 426)
پورته متن د احمد شاه بابا د لیک یوه برخه ده چې ما دلته را نقل کړه. د یازجي له څېړنې او د لیک له محتوا څخه داسې څرګندېږي چې احمد شاه دراني، د خپلو نورو تدبیرونو تر څنګ، د خپل تاریخ، تاریخي میراث او د خپلو پخوانیو افغان واکمنانو له برم، عزت او واکمنیو څخه ژور پوهاوی درلود. هغه پر هند د خپلو لښکرکشیو د توجیې لپاره، د نورو سیاسي، امنیتي او اقتصادي عواملو تر څنګ، د پخوانیو افغان واکمنانو د میراث د بېرته ترلاسه کولو، بیا رغولو او د هغوی د سیاسي اقتدار د راژوندي کولو مسئله هم مطرح کوله.
کله چې ما د احمد شاه بابا دا لیک ولوست، نو څو مسئلې مې ذهن ته راغلې چې غواړم دلته یې ولیکم: لومړی، احمد شاه بابا یو پراخ ملي فکر او د یوه ستر او ځواکمن افغانستان تصور درلود چې د هغه مهال بېلابېلو قومونو او ټولنیزو ډلو په کې د ځان لپاره ځای موندلی شو. په دې لیک کې د «افغان ستر ملت» تعبیر او د بېلابېلو افغان واکمنانو د تاریخي میراث یادونه د هغه د همدې پراخ ملي فکر څرګندونه کوي.
دویم، په تاریخي لحاظ دا لیک زموږ نوي نسل ته ډېر څه ور زده کولی شي. دا لیک هغه مطلقې ادعاوې تر پوښتنې لاندې راولي چې ګواکې احمد شاه بابا یوازې د لوټ، شتمنۍ یا شخصي فتوحاتو لپاره پر هند لښکرکشي کوله. له لیکه څرګندېږي چې هغه لږ تر لږه د خپلو لښکرکشیو په سیاسي او تاریخي توجیو یا عواملو کې د افغانانو د پخواني اقتدار، خاورې او تاریخي میراث د بېرته ترلاسه کولو مسئله هم مطرح کوله.
درېیم، یوه ډله لیکوالان، چې نن سبا یې تاسو پېژنئ او پر ټولنیزو رسنیو ډېر ښکته پورته کېږي او د افغانستان تاریخ د قبیلوي سیالیو په تنګ چوکاټ کې را ایساروي. د دې لیک له لوستلو څخه ورته په څرګنده توګه معلومېږي چې احمد خان یوازې د خپلې قبیلې استازی نه و، بلکې هغه په هند کې د ټولو پخوانیو افغان او پښتنو واکمنانو د برم او بیا اقتدار ادعا درلوده.