Home+د سوداګريزو لارو تنوع زموږ د خپلواکي ګراف لوړوي | عبدالوحيد وحيد

د سوداګريزو لارو تنوع زموږ د خپلواکي ګراف لوړوي | عبدالوحيد وحيد

په دې وروستيو کې د ترکمنستان او ايران له لارې هرات ته د چينايي بار وړونکي اورګاډي رسېدل يوازې يو سوداګريزه ليږدونه نه ده؛ بلکې د افغانستان د اقتصادي جغرافيې او سيمه‌ييزې نښلونې په برخه کې د پام وړ بدلون د رامنځته کيدو پيل ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې د امريکا او ايران ترمنځ د نښتو له امله د خليج له لارې سمندري سوداګري له ګډوډيو سره مخ ده او پاکستان د ډيورنډ کرښې پر مهمو لارو په تکراري توګه بنديزونه لګولي، ددغې نوي لارې پرانستل يقيناً د افغانستان لپاره اهمیت لري.

اوس د بديلو دهلېزونو له لارې د توکو  لېږد ښيي چې افغانستان د بهرني فشارونو پر وړاندې د تياري او مقاومت وړتيا زياته کړې ده. له دغو ننګونو سره سره په افغانستان کې د لومړنيو اړتيا وړ توکو د زيات کمښت نه رامنځته کېدل  څرګندوي چې هېواد مو نور د يوې ځانګړې سوداګريزې لارې له ګډوډېدو سره دومره زيانونه نه ويني څومره چې پاکستاني پاليسي جوړوونکو اټکل کاوه.

له څو لسیزو راپدیخوا د افغانستان بهرنۍ سوداګري تر ډېره د پاکستان له بندرونو څخه د ترانزيټ پر لارو ولاړه وه. دغه وضعيت اسلام‌اباد ته د پام وړ اقتصادي برلاسى ورکړی وو او د پاکستان د ځينو پاليسي جوړونکو ترمنځ يې دغه باور پياوړی کړی وو چې په افغانستان باندې د ترانزيټي لارو محدودول کولای شي کابل سياسي جوړجاړي ته مجبور کړي، خو داسې هيڅ ستونځه رامنځته نشوه.  اوس سيمه‌ييز واقعيتونه په پراخه کچه بدل شوي دي. د زېربناوو پراختيا، نوې ملګرتيا وې رامنځته کيدل او پراخېدونکو اقتصادي اړيکو د افغانستان ستراتيژيک چاپېريال بدل کړی دی.

د افغانستان تاريخ هم ګواه دى چې بهرني فشارونه په دغه هېواد کې سياسي اطاعت نه شي رامنځته کولای. برعکس، د افغانانو په وړاندي د زور او جبر ګامونه پورته کول د ولس په زړونو کې ملي وياړونو احساس پياوړی کوي او افغانان دې ته هڅوي چې مقاومت وکړي، بديلې ملګرتياوې ولټوي او  ستراتيژيکه خپلواکي ترلاسه کړي. د سوداګري او ترانزيټ پر وړاندې تکراري محدوديتونو افغان پاليسي جوړونکي او سوداګر دې ته وهڅول چې پر يوې ځانګړې لارې د اتکا کچه راکمه کړي او داسې اقتصادي اړيکې رامنځته کړي چې زيات مقاومت او ثبات ولري. لنډه دا چې فشار ډېری وخت د دې پر ځای چې وابستګي زياته کړي، د بدلون او تنوع سبب شوی دی.

په وروستيو کلونو کې افغانستان په تدريجي ډول خپلې سوداګريزې اړيکې د ايران، مرکزي اسيا او چين له لارې پراخې کړې دي. دغه بديلې لارې د پاکستان جغرافيايي اهميت له منځه نه وړي او نه هم دغه دوديزې لارې بې ارزښته کوي. پاکستان لا هم يو مهم ګاونډی او ترانزيټي ملګری دی. خو افغانستان نور په يوه  ځانګړي هېواد باندي د متکي پاتې کيدو لاره پرييښې ده. د ګڼو سوداګريزو دهلېزونو رامنځته کېدو د هېواد اغيزمن کيدل کم کړې او د بهرني فشارونو پر وړاندې يې د مقاومت وړتيا پياوړې کړې ده.

هرات ته د چينايي اورګاډي رسېدل د همدغه پراخ بدلون نښه ده. دا په سيمه‌ييزو سوداګريزو شبکو کې د افغانستان د تدريجي ادغام څرګندونه کوي او ښئي چې سوداګر او پاليسي جوړونکي په ګډه د لا باوري لارو، متنوع اکمالاتي او انتقالاتي ځنځيرونو د رامنځته کولو هڅه کوي.  د پاکستان له لارې د ترانزيټ په برخه کې د پاليسي له مخې رامنځته کيدونکو ستونځو او د دروازو تړل افغان سوداګر وهڅول چې پر يوه ځانګړې لاره خپله زياته اتکا راکمه کړي او په هغو بديلو لارو باندې پانګونه وکړي چې زيات ثبات، د وړاندوينې وړتیا او مقاومت ولري.

دغه پرمختګ هغه انګېرنه هم غلطه ثابتوي چې اقتصادي فشارونه په اتومات ډول کابل د سياسي امتيازاتو ورکولو ته مجبوروي. تاريخ په خپله سينه کې د داسې ډيرو واقعيتونو ثبت لري چې هغه هېوادونه چې له بهرني فشار سره مخ کېږي، ډېری وخت د تسليم کيدو پرځاى د مقاومت لاره غوره کوي؛ په ځانګړې توګه هغه مهال چې خبره له حاکميت او ملي ګټو سره تړاو ولري. د افغانستان په قضيه کې، د پاکستان لخوا د سوداګري او ترانزيټ په برخه کې تپل شوي يو اړخيزو محدوديتونو د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې اختلافات له منځه نه دي وړي؛ بلکې د بديلو ملګرتياوو د پراختيا او اقتصادي مقاومت د پياوړتيا هڅې يې ګړندۍ کړې دي.

که دغو بدلونونو ته له پراخې ستراتيژيکې زاويې څخه وګورو، نو دغه موضوع د نفوذ د منطق ناکامه او له تاريخ څخه تيره نسخه وړاندی کوي. نفوذ هغه مهال تر ټولو اغېزمن ثابتېدای شي چې بديلونه محدود او يا هم شتون ونلري. کله چې فشار تکراري، نو د وړاندوينې او د د اټکل وړ شي، اغېزمن شوی لوری د داسې بديلو لارو په موندلو پانګونه کوي چې په فشار اچوونکي اړخ باندې خپله تکيه کمه کړي. د اقتصادي فشار تکراري کارونه  په تدريجي ډول هغه نفوذ کمزوری کوي چې د ساتلو لپاره يې دغه فشار کارول کېږي. د ايران، مرکزي اسيا او چين له لارې د افغانستان پراخېدونکي سوداګريز دهلېزونه د همدې ستراتيژيک تضاد بېلګه ده.

په ورته وخت کې، په افغانستان باندې د لارو او سوداګريزو چارو بنديزونو پاکستان ته هم اقتصادي زيانونه اړولي دي. صادرونکي، د ترانسپورټ شرکتونه او هغه سيمه‌ييزې ټولنې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګري  په برخه کې فعاليت درلوده، له تکراري ګډوډيو څخه اغېزمنې شوې دي. دغه حالت د پاکستان پر هغه پراخ هدف هم اغېز کوي چې غواړي د افغانستان او مرکزي اسيا د نښلولو لپاره يو سيمه‌ييز سوداګريز دهليز وګرزي. باوري سوداګريزې لارې ثبات او باور ته اړتيا لري؛ تکراري بنديزونه د سوداګرو او پانګه‌والو باور کموي.

په سيمه ييزه توګه بدلېدونکي واقعيتونه ښيي چې د افغانستان او پاکستان اړيکې نور د يو اړخيزې تکيې له نظره نشي ارزول کېدای، بلکې دغه اړيکې د دوه اړخيزې تکيې پربنسټ ولاړې دي؛ داسې حالت چې دواړه هېوادونه د نفوذ مهمې سرچينې لري، خو هېڅ يو د بل پر وړاندې پرېکنده اقتصادي برلاسى نه لري. جغرافیه د تلپاتې تعامل اسانتیا برابروي، خو تلپاتې نفوذ په موقتو فشارونو نه بلکې په زياته کچه پر دوه اړخيزې هکاري، باور او متقابل اعتماد ولاړ دی.

په پاکستان باندي د افغانستان د اقتصادي تکيې کمېدو ته په کتو د پاکستان لپاره اوږدمهاله اغېزمنه تګلاره دا ده چې امنيتي اندېښنې له اقتصادي همکاریو، ثابتو ترانزيټي پاليسيو او سيمه‌ييزې نښلونې سره يوځای کړي. باوري سوداګريزې اړيکې او پانګونه د تکراري محدوديتونو په پرتله د پاکستان سيمه‌ييز رول زيات پياوړی کولای شي. يو باثباته او له اقتصادي پلوه نښلول شوى افغانستان به د پاکستان ګټو ته له هغه افغانستان څخه ډېر ژمن پاتې شي چې  له تلپاتي امنيتي او اقتصادي فشارونو سره مخ وي.

د افغانستان لپاره لومړيتوب بايد د متنوع سوداګريزو لارو او له ټولو ګاونډيانو سره د انډوليزو اړيکو له لارې د ستراتيژيکې خپلواکي پياوړتيا وي. تنوع بايد د دې معنا ونه لري چې په يوه هېواد باندي تکيه کميدل په بل هېواد پورې اقتصادي تړل رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کترینه کیف د ۳۵۰۰ میلیون هندي روپیو د سینګار محصولات پلورلي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۷ مه) د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف له سینمايي بریاوو وروسته د سوداګرۍ په ډګر کې هم د...