تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۵ مه) په نیپال کې له ویجاړونکو سېلونو له راوتلو د۱۰ ورځې وروسته، ژغورونکو یوه ۶۴ کلنه ښځه، چې چندریکا شریستها نومېږي، د یوه څلور پوړیز کور له کنډوالو څخه ژوندۍ ژغورلې ده.
دا پېښه د نواکوت ولسوالۍ د بیتراوتي په سیمه کې شوې، چې د سختو سېلونو له امله کور بشپړ ویجاړ شوی و. ژغورونکو د کنډوالو له منځه د ښځې غږ واورېد او له چټکو عملیاتو وروسته یې هغه په خوندي ډول راوایسته او په څرخکه کې یې کتمندو ته ولېږدوله.
یو بل کس هم له ۱۰ ورځو وروسته ژوندی ژغورل شوی دی.
په همدې ورځ یو چینايي وګړی د اوبو د برېښنا د یوې پروژې له تونل څخه شاوخوا ۱۰ ورځې وروسته ژوندی راوایستل شو.
د کنګلونو له ښوېدنې وروسته سخت سېل
د راپور له مخې، دغه ناورین د کنګلونو له ښوېدنې وروسته د سختو سېلونو له امله رامنځته شوی. په دې پېښه کې تر ۱،۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه نور لا هم ورک دي. د مړو د شمېر د لا زیاتېدو وېره هم شته.
ژغورونکي لا هم په زیانمنو سیمو کې د مرستې او ژغورنې د عملیاتو ترڅنګ د بې درکه کسانو لټون ته دوام ورکوي.