Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ازبکستان او افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې

د ازبکستان او افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۵ مه) د ازبکستان د احصایې کمېټې اعلان کړی چې د روان میلادي کال په لومړیو اوو میاشتو کې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

د راپور له مخې، افغانستان اوس مهال د ازبکستان پنځم ستر سوداګریز شریک دی. چین، روسیه، قزاقستان او ترکیه په ترتیب سره د ازبکستان تر ټولو لوی سوداګریز شریکان دي.

د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې له چین سره د ازبکستان سوداګري ۱۱.۳ میلیارد ډالره، له روسیې سره ۸.۱ میلیارد ډالره، له قزاقستان سره ۳.۳ میلیارد ډالره او له ترکیې سره ۱.۶ میلیارد ډالره وه.

په وروستیو کلونو کې د کابل او تاشکند ترمنځ اقتصادي اړیکې په پراخېدو دي. د ازبکستان جغرافیایي موقعیت او د منځنۍ اسیا ترانسپورتي شبکو ته لاسرسی دغه هېواد د افغانستان لپاره، چې له سمندر سره مستقیمه لار نه لري، د سوداګرۍ او ترانزیت پر مهمو لارو بدل کړی دی.

د ازبکستان د سفارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۱.۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلی و، چې د وړم کال پرتله ۵۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

دواړو هېوادونو په ۲۰۲۵ کال کې د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د ترجیحې سوداګرۍ تړون هم لاسلیک کړ. د دغه تړون موخه د ګمرکي تعرفو کمول، د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو لرې کول او د دواړو هېوادونو د توکو لپاره د یو بل بازارونو ته د لاسرسي اسانه کول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...