یو مدیر یوازې د مقام پۀ لرلو نۀ لویېږي؛ بلکې د خپل فکر، چلند او شخصیت لۀ امله د درناوي وړ ګرځي. کمزوری او کمظرفه مدیر هغه څوک وي چې د رهبرۍ پر ځای واکمني غوره کوي، د همکارۍ پر ځای وېره خپروي او د وړتیا پر ځای شخصي ګټې تعقیبوي.
دا ډول مدیر د وړ او بااستعداده کسانو لۀ پرمختګ څخه وېرېږي، ځکه باور لري چې د نورو بریاوې به د ده کمزورۍ ښکاره کړي. لۀ همدې امله د سالم رقابت او نوښت پر ځای چاپلوسي خوښوي او هغه کسان نږدې ساتي چې هره خبره یې بې لۀ پوښتنې ومني.
کمظرفه مدیر د نیوکې زغم نۀ لري. هره مشوره د مخالفت او هره پوښتنه د خپل مقام پر ضد اقدام ګڼي. د ستونزو د حل پر ځای د ملامتۍ د لټون هڅه کوي او د خپلو تېروتنو مسوولیت پۀ نورو وراچوي.
پۀ داسې چاپېریال کې د کارکوونکو باور کمېږي، د نوښت روحیه لۀ منځه ځي او د ادارې پرمختګ ورو ورو ټکنی کېږي. خلک یوازې د دندې د ساتلو لپاره کار کوي، نۀ د ادارې د بریا لپاره.
برعکس، پیاوړی او لوړظرفه مدیر د خپلو همکارانو لۀ بریاوو خوښي احساسوي، د هغوی نظریاتو ته ارزښت ورکوي، خپلې تېروتنې مني او د ګډ کار فرهنګ رامنځته کوي. هغه پوهېږي چې د یؤۀ رهبر ستر والی د نورو پۀ کوچني کولو کې نه، بلکې د نورو پۀ پیاوړي کولو کې دی.
همدا لامل دی چې کمزوري او کمظرفه مدیران ښايي د لنډ وخت لۀ پاره واک ولري؛ خو درناوی نۀ شي ګټلای؛ ځکه مقام پۀ امر ترلاسه کېدای شي، احترام یوازې د ښۀ کردار، عدالت او لوړ ظرفیت پۀ وسیله ترلاسه کېږي.
د هرې ادارې، شرکت او کاروبار بریا تر ډېره د هغې ادارې پۀ مدیریت پورې تړلې ده. کله چې یو مسلکي او بااستعداده کس د رهبرۍ لپاره وټاکل شي، اداره وده کوي؛ خو که مدیریت ناپوهه او غیر مسلکي کس ته وسپارل شي؛ نو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.
د دوکاندارۍ پۀ برخه کې که غواړئ دوکان مو پرمختګ وکړي، داسې مدیر وټاکئ چې د بازار، پیرودونکو، توکو او خرڅلاو پۀ اصولو پوه وي. یؤ تجربه لرونکی دوکاندار کولی شي د ګټې او زیان ترمنځ سم توازن وساتي؛ خو ناپوه مدیر ښایي ښۀ کاروبار هم لۀ ستونزو سره مخ کړي.
که تجارت کوئ، د تجارت ماهر او تجربه لرونکی کس د مدیریت لپاره غوره کړئ. سوداګري یوازې د پانګې پۀ لرلو نۀ بریالۍ کېږي، بلکې سم مدیریت، بازار پېژندنه او د پریکړو وړتیا ورته اړینه ده.
که ښوونځی، کورس یا تعلیمي مرکز لرئ؛ نو مدیریت یې باید د تعلیم او روزنې لۀ اصولو سره اشنا شخص ته وسپارل شي؛ ځکه د زده کوونکو راتلونکی لۀ علمي او مسلکي رهبرۍ سره تړاو لري.
همدارنګه که راډیو، ټلوېزیون یا رسنیز بنسټ لرئ؛ نو مدیر یې باید د رسنیو، ژورنالیزم او خپرونو پۀ چارو پوه وي. د رسنیو مدیریت یوازې اداري کار نۀ دی، بلکې د محتوا، لیدونکو او رسنیز اغېز د سمې رهبرۍ هنر هم دی.
لویو شخصیتونو هم د وړتیا پر بنسټ د مسئولیت سپارلو اهمیت یاد کړی دی:
زمونږ سر لارښود حضرت محمد ﷺ فرمایلي دي:
«کله چې چارې نااهله کسانو ته وسپارل شي، د خرابۍ انتظار یې وباسئ.»
پیټر ډرکر (Peter Drucker) وایي:
“Management is doing things right; leadership is doing the right things.”
مدیریت د کارونو سم ترسره کول دي، خو رهبري د سمو کارونو ترسره کول دي.
جان مکسویل وایي:
“Everything rises and falls on leadership.”
“هره بریا او هره ناکامي تر ډېره پۀ رهبرۍ پورې تړلې ده.”
نو که د پرمختګ هیله لرئ، مسوولیتونه اهل او مسلکي کسانو ته وسپارئ؛ ځکه اداره د اړیکو، دوستۍ او شخصي خوښې پر بنسټ نه؛ بلکې د وړتیا، تجربې او امانتدارۍ پر بنسټ بریالۍ کېږي.