تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۵ مه) د افغانستان د ترانسپورت وزارت د هوا پېژندنې ریاست د یکشنبې، د سپټمبر ۶مې، لپاره په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی. په دغو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۰ مليمټرو پورې اټکل شوې ده.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې ویلي چې په نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، کابل، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو د اورېدو او ناڅاپي سېلونو د راوتلو احتمال شته.
دغه ریاست د هېواد په لوېدیځو، جنوبختیځو، ختیځو او مرکزي سیمو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو د بادونو د احتمال خبرداری ورکړی دی. د بادونو چټکتیا ښايي په ځینو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې ورسېږي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې په تېرو اوونیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلونو مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.
سره له دې چې د پخوا کلونو پرتله په افغانستان کې ورښتونه او ناببېره سېلونه ډېر شوي، په اکثرو سیمو کې وچکالي ختمه شوې نه ده او ځینې خلک، په تېره بیا هلمند او د جنوب لوېدیځ په نورو ولایتونو کې یو شمېر خلک اړ شوي چې د اوبو د نشتوالي له کبله خپلې مېنې پرېږدي.