راپور؛ عبدالرحمان ثاقب
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وايي، په ۲۱ هېوادونو کې شاوخوا ۲۰ میلیونه هغه ماشومان چې انټرنېټ کاروي، یوازې د یوه کال په موده کې د ټکنالوژۍ له لارې د ناوړه جنسي چلند یا استثمار له بېلابېلو بڼو سره مخ شوي دي.
د یونیسف د تازه څېړنې له مخې، د ۱۲ او ۱۷ کلونو ترمنځ نږدې له هرو پنځو ماشومانو څخه یو ماشوم له داسې تجربې سره مخ شوی دی. څېړنه د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د شاوخوا ۲۱ زره انټرنېټ کاروونکو ماشومانو د معلوماتو پر بنسټ شوې ده.
په دې څېړنه کې پاکستان هم شامل دی.
د راپور له مخې، له ۱۵ میلیونو څخه زیاتو ماشومانو داسې جنسي مطالب لیدلي چې دوی یې غوښتنه نه وه کړې. شاوخوا ۹ میلیونه نور د جنسي خبرو یا د شخصي انځورونو د شریکولو لپاره تر فشار لاندې راغلي، او د نږدې څلور میلیونه ماشومانو جنسي انځورونه د هغوی له اجازې پرته خپاره شوي دي.
یونیسف وايي، د ثبت شویو پېښو نږدې ۶۰ سلنه په ټولنیزو رسنیو کې رامنځته شوې دي. فېسبوک، انسټاګرام، سناپچېټ، ټکټاک او واټساپ هغه شبکې دي چې په راپور کې ورته اشاره شوې. شاوخوا ۱۴ سلنه پېښې بیا د انلاین لوبو له لارې شوې دي.
څېړنه ښيي چې په ۵۷ سلنه پېښو کې ماشوم له هغه کس سره له مخکې پېژندګلوي لرله. په دې ډله کې ملګري، د کورنۍ غړي، نږدې کسان او د ماشومانو همزولي شامل دي. له بلې خوا، ۳۸ سلنه ماشومانو ویلي چې له هغه کس سره یې لومړی ځل په انټرنېټ کې پېژندګلوي شوې وه.
یونیسف وايي، د دغو پېښو ډېره برخه چارواکو ته نه رسېږي. له ۴۰ سلنې څخه زیاتو ماشومانو خپله تجربه له هېچا سره نه ده شریکه کړې، په داسې حال کې چې له یو سلنې څخه هم کمو پېښو کې پولیسو، ټولنیزو کارکوونکو یا د مرستې مرکزونو ته خبر ورکړل شوی دی.
د راپور یوه بله برخه د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ماشومانو د جعلي جنسي انځورونو او ویډیوګانو جوړېدو ته ځانګړې شوې ده. په نهو هېوادونو کې د راټولو شویو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱.۱ میلیونه ماشومانو ویلي چې د دوی په څېرو یا بڼه د مصنوعي ځیرکتیا له لارې داسې انځورونه یا ویډیوګانې جوړې شوې دي.
یونیسف وايي، د انلاین جنسي ناوړه چلند اغېزې یوازې تر انټرنېټ محدودې نه پاتې کېږي، بلکې د ماشومانو پر رواني او عاطفي حالت هم جدي اغېز کوي. د څېړنې له مخې، له داسې ناوړه چلند سره مخ شوي ماشومان د ځانزیانولو او ځانوژنې د فکرونو د څرګندولو له پلوه څو برابره لوړ خطر لري او د اندېښنې کچه یې هم لوړه ده.
یونیسف له حکومتونو او ټکنالوژۍ شرکتونو غواړي چې د ماشومانو لپاره د انټرنېټ خوندي چاپېریال رامنځته کړي، د ناوړه چلند د مخنیوي لارې پیاوړې کړي، د پېښو د راپور ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي او قوانین د مصنوعي ځیرکتیا په ګډون د نوو انلاین ګواښونو له مخې تازه کړي.