Homeټولنیزولې د عمر له زیاتېدو سره وخت چټک تېرېږي؟

ولې د عمر له زیاتېدو سره وخت چټک تېرېږي؟

حافظه وخت په یوه اندازه نه ثبتوي، بلکې نوې او بېلې پېښې ښه په یاد ساتي

دا احساس چې د عمر په زیاتېدو سره ورځې، میاشتې او کلونه لنډ او په چټک تېرېږي، ښايي یوازې یو تصور نه وي. څېړونکو د انسان د وخت د درک د بدلون لپاره څو علتونه په ګوته کړي دي.

په ۲۰۱۹ کال کې یوې څېړنې د «ساعت وخت» او «ذهني وخت» ترمنځ توپیر بیان کړ. لومړی هغه عیني وخت دی چې اندازه کېدای شي، خو دوهم د هغو انځورونو، خاطرو او تجربو تر اغېز لاندې وي چې مغز یې د ژوند په اوږدو کې ثبتوي.

د دې پدیدې یو علت د «تناسب نظریه» بلل کېږي. د یوه لس کلن ماشوم لپاره یو کال د ټول عمر لس سلنه جوړوي، خو د یوه پنځوس کلن کس لپاره همدا یو کال د ټول عمر یوازې دوه سلنه ده. په دې توګه، د عمر په زیاتېدو سره هر نوی کال د ټول ژوند پرتله کوچنۍ برخه جوړوي او ښايي لنډ احساس شي.

دوهم دلیل د نویو تجربو کمېدل دي. حافظه وخت په یوه اندازه نه ثبتوي، بلکې نوې او له نورو بېلې پېښې ښه په یاد ساتي. د ماشومتوب او ځوانۍ پړاو له لومړنیو تجربو او نویو پېښو ډک وي، خو د لویوالي پر مهال ژوند ډېری وخت پر تکراري عادتونو راڅرخي.

کله چې اوونۍ او میاشتې یو بل ته ورته وي، د یادولو وړ بېلې خاطرې لږې جوړېږي. له همدې امله، کله چې تېر وخت ته وګورو، هغه پړاو راته لنډ او راټول شوی ښکاري.

درېیم علت د پام تمرکز دی. کله چې اشنا او تکراري کارونه کوو، مغز ښايي په اتومات ډول فعالیت وکړي او د وخت تېرېدو ته مو پام لږ شي. احساسات هم مهم رول لري. وېره، هیجان او اندېښنه پیاوړې خاطرې جوړوي، خو یوشان (یکنواخت) ژوند، ستړیا او اوږدمهاله فشار ښايي کمزورې او یو بل ته ورته خاطرې رامنځته کړي. د عمر له زیاتېدو سره د ډوپامین د اندازې بدلون هم ښايي د مغز د وخت د پروسس کولو پر څرنګوالي اغېز ولري.

خو تر یوه بریده د دې احساس مخه نیول کېدای شي. د میخانیکي انجینرۍ استاد او د ۲۰۱۹ کال د څېړنې لیکوال اډرین بیجان سپارښتنه کوي چې خلک دې په قصدي ډول له ورځنیو عادتونو ځان لیري او نوې تجربې وکړي.

سفر کول، د نوو مهارتونو زده کول، د یوه شي جوړول، د یوې نوې نظریې تعقیبول او ان په ورځني ژوند کې د کوچنیو ناڅاپي بدلونونو راوستل، د بېلو او د یادولو وړ خاطرو په جوړولو کې مرسته کوي.

په دې توګه، د وخت د ورو تېرېدو راز یوازې د ساعت په بدلولو کې نه دی، بلکې د ژوند د تجربو په غني کې دی. هر څومره چې ژوند له نویو او د یادولو وړ پېښو ډک وي، هومره مغز د ورځو او د ژوند د پړاوونو د بېلولو لپاره ډېرې نښې لري. له همدې امله، کله چې تېر وخت ته ګورو، ښايي وخت راته دومره لنډ او راټول شوی ښکاره نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر ” طلوع افغان” مین | محمدابراهیم سپېڅلی

یو خواپاکی سپین ږیری په اوونۍ کې درې ورځي خپلو لمسیانو د کندهار په اطلاعات او کلتور ریاست کي د " طلوع افغان" مدیریت...