تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۲۴ مه) د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶ کال د څو اړخیزې بېوزلۍ د نړیوال شاخص د راپور له مخې، د افغانستان د وګړو یوه لویه برخه د زدهکړو، روغتیا او ژوند د شرایطو په برخو کې له پراخو محرومیتونو سره مخامخ ده. په دغه هېواد کې بېوزلي یوازې د عاید کموالی نه دی، بلکې د خلکو د ژوند بېلابېلې برخې اغېزمنوي.
دغه راپور، چې د افغانستان د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د سروې پر معلوماتو ولاړ دی، ښيي چې د دغه هېواد ۶۴.۹ سلنه وګړي له څو اړخیزې بېوزلۍ سره ژوند کوي. د راپور له مخې، د بېوزلو وګړو په منځ کې د محرومیت منځنۍ کچه ۵۵.۵ سلنه اټکل شوې او ۳۹.۱ سلنه وګړي له شدیدې څو اړخیزې بېوزلۍ سره مخ دي.
د دې ارزونې له مخې، د افغانستان ۱۹.۹ سلنه وګړي هم د څو اړخیزې بېوزلۍ کرښې ته نژدې ژوند کوي او د بېوزلۍ پر وړاندې زیانګالي دي؛ یعنې د بېوزلۍ د لا ژورېدو له خطر سره مخ دي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د څو اړخیزې بېوزلۍ په رامنځته کېدو کې د زدهکړو په برخه کې محرومیت تر ټولو لویه ونډه لري او ۴۲.۵ سلنه جوړوي. ورپسې د ژوند د کچې په برخه کې محرومیت ۳۳.۴ سلنه او د روغتیا په برخه کې محرومیت ۲۴.۱ سلنه ونډه لري. دا شمېرې ښيي چې زدهکړو او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته د لاسرسي ستونزې، د روغتیايي وضعیت ترڅنګ، په افغانستان کې د محرومیت له مهمو لاملونو څخه دي.
راپور په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب ستونزمن وضعیت ته هم اشاره کوي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د افغانستان نژدې ۴۰ سلنه وګړي به په راتلونکي ژمي کې د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي او تر څلورو میلیونو ډېر ماشومان به د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
په نړیواله کچه هم د هغو کسانو شمېر نژدې ۱.۲ میلیاردو ته رسېدلی چې له شدیدې څو اړخیزې بېوزلۍ سره مخ دي. د راپور له مخې، دا له ۲۰۱۰ کال راهیسې، چې د څو اړخیزې بېوزلۍ نړیوال شاخص خپرول پیل شوي، د دغه شمېر لومړنی زیاتوالی دی. ماشومان د نړۍ د هغو وګړو له نیمايي څخه ډېره برخه جوړوي چې له څو اړخیزې بېوزلۍ سره مخ دي.
څو اړخیزه بېوزلي یوازې د عاید له مخې نه ارزول کېږي، بلکې په زدهکړو، روغتیا، استوګنځي، د ژوند لومړنیو اسانتیاوو او اړینو خدمتونو ته د لاسرسي په برخو کې د خلکو محرومیتونه هم په پام کې نیسي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام او د اکسفورډ پوهنتون د بېوزلۍ او بشري پرمختګ نوښت له خوا چمتو کېدونکی د څو اړخیزې بېوزلۍ نړیوال شاخص د بېوزلو خلکو د ژوند پراخ انځور وړاندې کوي او څرګندوي چې محرومیتونه د ژوند په کومو برخو کې ډېر متمرکز دي.