Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران ۷۰ سلنه صادرات د دوغارون له لارې افغانستان ته کړي

ایران ۷۰ سلنه صادرات د دوغارون له لارې افغانستان ته کړي

د دوغارون سرحدي ترمینل مشر محسن رکني وايي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایران څخه افغانستان ته ۷۰ سلنه صادرات د دغه بندر له لارې لېږدول شوي دي. په دې توګه، دوغارون د ایران په رضوي خراسان ولایت کې د صادراتو تر ټولو مهمه سرحدي دروازه ده.

د رکني په وینا، په همدې موده کې د دغه بندر له لارې د رضوي خراسان ولایت ۳۴ سلنه واردات او له افغانستان څخه ایران ته د رارسېدونکو ترانزیتي توکو ۲۰ سلنه هم د دوغارون له لارې شوي دي.

هغه وویل، د دوغارون له لارې افغانستان ته د ایران په مهمو صادراتي توکو کې ودانیز مواد، د فولادو محصولات، خوراکي توکي، مېوې، سبزیجات او نفتي محصولات شامل دي.

دوغارون د افغانستان پولې ته نژدې، د ایران د تایباد ښار په څنګ کې موقعیت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت یوه مهمه لار ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو څوکیداري| ماهر احسانزی

پښتو یوازې ژبه نه؛ بلکې ویونکي یې د نالیکلي قانون چې پښتونولي نومیږي؛ داسې یو ترسیم شوي چوکاټ ته ورغورځوي چې له لومړۍ ورځې...