دوکتور لعل پاچا ازمون
دغه ورځ د پښتو ادب د یو لوی کیسه لیکوال طاهر اپرېدي دژوند له ډیوټه رڼا پرېوته، د هغه ژوند د افسانو په تورو لیکو کې خوندي دی، بختور هغه خلک دي چې فکر او خیال یې ټولنې ته پاتې شي. د دوی نمانځنه همدغه فکر او خیال کوي. د طاهر اپرېدي د ژوند افسانه ژوندۍ ده. دلته غواړم جې د ده د داستاني کلیاتو له لومړي ټوکه د سر لیکنې راواخلم. خاطره یې هم راسره ژوندۍ ده.
له جمهور رییس محمد اشرف غني نه ځانګړې مننه
زه له خپله اړخه د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني نه ځانګړې مننه کوم چې زه یې د میربچه خان په دولتي نښان ونمانځلم، زما د کابل سفرنامه یې ولوسته او ستاینه یې وکړه، زه یې یو ځل وړاندې په افغاني قالینه نمانځلی هم وم، همدارنګه ښاغلي ازمون چې زما کیسې راټولې او چاپ ته یې برابرې کړې، جمهور رییس دا چاپ کړې او هم یې زما د کارونو د قدردانۍ په خاطر په کندهار کې سیمینار برابر کړ، نو زه هغه الفاظ نه لرم چې د ښاغلي جمهور رییس د مننې حق پرې ادا کړم. خدای تعالی دې دی کامیاب لري. له ښاغلي لعل پاچا ازمون هم مننه چې زما د لیکنو را ټولولو ته یې کار ویلی دی. تر ده وړاندې میک انځور ګر هم ویلي وو چې دی به زما افسانې خپروي خو دا دی ازمون دا کار ترسره کړ.
زه ناروغه یم، لیک سم نه شم کولی، ګنې ما به ډېر څه لیکلی وای، ښاغلی ازمون مې استازی دی.
طاهر اپریدی
طاهر اپریدي د کیسه لیکنې ځانګړی سبک
طاهر اپریدی د کیسه لیکنې یو پوخ استاد او لیکوال دی. ځانګړی سبک لري، دی د ژوند کیسه کوي، د ژوند په کیسه کې د حرکت، مینې، لطف او یو تر بله د زارېدو لارې په هنري ژبه راښیي.
د ژوند په رموز، راز و نیاز مو پوهوي، په خپلو هنري تجربو کې مو د ژوند پر رنګینو ورګډوي.
په دغو هنري کیسه یي تجربو کې خپل خواره، ستړي او غمځپلي قوم ته له ستونزو نه د وتلو لار ښيي. د سوکالۍ، سولې، امن او زده کړې ور راښيي. بدبیني او کرکه په لته وهي.
د طاهر اپریدي کیسې ځکه خوږې دي چې پېښې، کرکټرونه، ځای ځیګی او موضوعګانې یې پښتنې او د خپل چاپېرچل دي.
ژبه یې طبعې او د کیسه لیکنې خواږه لري. نثر یې روان، ساده او پوخ دی. ټکو او وینا ته په لوی لاس مصنوعي رنګ نه ورکوي. په ساده ژبه راته کیسه کوي. په داسی ژبه لکه کلیوال چې سره په خپلو منځو کې یو بل ته د زړه خواله کوي.
کله چې هم د طاهر اپریدي کیسه لولئ، نو د کیسی تسلسل، کرکټرونه او پيښې د خلکو ننداره درباندي کوي.
دده په کیسو کې اروایي حالت او چاپیریال داسې غاړه وتی چې لوستونکی لاس نیولی ګرځوي او په تلوسه تلوسه کې یې ساتي.
طاهر اپریدی یو له هغو کیسه لیکوالو څخه دی چې د خپلې زمانې په کیسه لیکنه کې یې د کیسه لیکنې دودیز سبک په نوي سبک بدل کړ، کیسه یې له هغه حالته راوویسته چې مرکزي کرکټر باید خامخا ووژل شي یا لیونی شي او یا یې کیسه خامخا په تراژیدۍ یا ناکامۍ پای ومومي.
په کیسه لیکنه کې یې یو لوی نوښت دا وکړ چې کیسه یې په موضوعي لحاظ نوې کړه او رواني مسایل یې ور داخل کړل. کیسې ژبه یې انځوریزه ده، په حسي کلمو ، ترکیبونو او انځورونو کې لوستونکي ته د یوی لوری او فکر ورکوي.
اوس چې د طاهر اپریدي کیسې لولو، نو د موضوع کرکټرونو او تسلسل له مخې یې د کیسه لیکنې له دودیز چوکاټونو او یوې محدودې کړۍ باغي او وتلي کیسه لیکوال په توګه پيژنو.
طاهر اپریدي د کیسه لیکنې په نوي سبک سره په پښتو کې د کیسه لیکنې نوی ور پرانست او د حمزه بابا په وینا: دی د یو نابغه لیکوال په توګه را څرګند شو.
دده کیسې د عبرت، پند او خونه کیسې دي. د پښتون چاپیریال د ژوند کیسې دي. د هغو اندیښنو کیسې دي چې ولس په کې ځان ویني او خپله وینا یې بولي.
طاهر اپریدی ځکه په خپل فن کې برلاسی لیکوال دی چې له خپلې ژبې او خلکو سره بې کچه مینه لري. د خپلې خولې مړۍ یې نیمه کړې او پښتانه ته یې پرې معنوي ارزښت مخکې ایښی دی.
ده پر خپلو لیکنو ته یوازې هېڅ ډول امتیاز نه دی اخیستی، بلکه امتیازات یې پرې ایښي دي.
ده خپل ارزښتونه د ولس په ژبه او غوڅه رایه پیژندلي او تعریف کړي دي. دده دغې لیونۍ مینې دده د لید ساحه پراخه کړی چې دی یې د یو ځانګړې فرهنګي لیدلوري او سبک خاوند کړی دی.
زه د طاهر اپریدي د کیسه لیکنې پر فني برخه نه غږېږم خو همدومره وایم چې: طاهر اپریدی ژوندۍ کیسه لیکي، موږ ته د ژوندد او سوکالۍ لاره راښيي. د انسانیت او مینې درس راکوي. له خپلو خلکو او ژبې سره لیونۍ مینه او د پرمختګ لوری راښیي.
دا کلیات
تیر کال (۱۳۹۶) زه او زما استاد لیکوال زرین انځور د کراچۍ په رڼاګانو پېښ شو، د ماښام خټک او زردشت شمس په ملتیا د طاهر اپریدي پوښتنې ګدنې او سلام ته لاړو. د هېواد مشر محمد اشرف غني د ځانګړی سلام او مینه مو هم ور ورسوله.
د هغه رسا قلم ګوتې لړزېدې، ټول رپېده، په رپیدلې غږ یې راسره یوه شیبه د زړه خواله وکړه. اوس هغه کیسه هغه د ژوند خوږه شیبه رنځوره وه. ګوتې یې قلم ته په ژړا وې، په رپيدلو ګوتو یې موږ ته کتابونه ډالۍ کړل. له درانه انځور صاحب سره چې دده د کیسو د کلیاتو په باب خبره غوټه کړه، کله چې کابل ته راغلو، نو هېواد مشر ته مې دده امانت سلام ورسولو. دوه درې ورځې وروسته یې راته فون وکړ، ویل یې: اپریدی افغانستان او افغانانو سره ځانګړې مینه او ځانګړې لیدلوری لري. دده د کابل سفرنامه مې ولوسته، خوښه مې شوه. ورته هر څه چې غواړې، رانه یې و غواړه.
ما ده ته د مډال، پرده د یو لوی سیمینار د جوړیدو او د کلیاتو د چاپ غوښتنه وکړه، راسره یې ومنله. بیا مې د فون له لارې له دغه وتلي لیکوال سره اړیکه ونیوه. زیری مې پرې وکړ، راته یې وویل: ته زما استازی یې. جمهور رئیس نه مننه وکړه او د خپلو کیسو او لیکنو واک مې له تاسره دی چې څه کوې، ته اختیار لرې، خو ګوره له اشرف غنې نه به ځانګړې شکریه کوې او بل له تا نه هم شکریه چې زه دې په یاد کړم.
هڅه مې پیل کړه چې دده کتابونه پیدا کړم، د درانه استاد محترم آصف صمیم له کتابتونه مې دده د کیسو څلور کتابونه تر ګوتو کړل، سم له واره مې کمپوز ته ورکړل. بیا مې د پاتې کتابونو په باب له ماښام خټک سره اړیکه ونیوه، هغه راته وویل: ماته وخت راکړه، طاهر اپریدي صاحب کره به لاړ شم او کتابونه به درته ترې را واخلم. دلته به یې کپوز ته ورکړم. څو ورځې وروسته مې بیا ورسره اړیکه ونیوه. راته یې وویل: له طاهر صاحب سره کتابونه نه وو، خو دلته مشهور انځور ګر ( میک صاحب) او د طاهر صاحب د فن مینه وال شته، هغه سره کتابونه شته، شمیره یې راکړه، له انځورګر سره مې چې اړیکه ونیوه، هغه وویل: ماته یو څو ورځې وخت راکړه، زه درته کتابونه برابروم، هغه کتابونه چې ما کمپور کړي او کتلې وو، د هغوی نومونه مې ورکړل، چې دا راسره شته، هغه پاتې راته پیدا کړه. انځورګر شاوخوا دوه اونۍ وخت واخیست، راته یې وویل: دا دی تاته یو څه کتابونه درلیږم. زما له طاهر صاحب کیسو سره ډیره مینه وه، خواري مې کوله چې دا راټولې کړم. طاهر صاحب سره مې دا مینه شریکه کړې وه، هغه هم زیات خوشاله و چې زه دده کیسې را ټولې کړم. زه پردې بریالې نه شوم چې دا کیسې د چاپ جوګه کړم.
ما دا کمپوز شوې کیسې راوخیستې او ومې لوستې، ډیرې زیاتې تخنیکي تیروتنې یې لرلې، اصلونه هم راسره نه وو. درنو وروڼو نورا جان بهیر، امین الله شینواري او روح الله څاروان راسره دا ټولګې ولوستي او چاپ شوې.
دا دی له وینا سره سم د درانه لیکوال طاهر اپریدي د لنډو کیسو یا افسانو دا څو ټولګې چې په یوه لویه ټولګه کې راټولې شوې، ستاسې مخ ته ږدو. هڅه مې دا کوله چې اردو کیسې یې وژباړو او هم یې ناولونه او یونلیکونه ټول په یوه ټوک کې خپاره کړم خو دم ګړۍ پرې بریالی نه شوم، هڅه کوم چې دا برخه یې دویم ټوک ته برابره کړم. په دې ټوک کې مې دده د لنډو کیسو ټولګې د خپراوي په تسلسل وپېیلې.
له درنو لوستونکو څخه هیله کوم چې له موږ پاتې تیروتنې سمې کړي او دغه کیسې په مینه ولولي. د تیروتنو بښنه له وړاندې غواړم.
د لیکدود او ژبې په برخه کې هم اختلاف شته، ما هڅه کړې چې د لیکوال ژبه او لیکدود تر یو ځایه پرېږدم. لیکوال (ې) ځای نا ځای د نارینه دپاره هم کارولې، د تر ( و) وړاندې یې ( ا) هم زیات راوستی دی، دا په هغه دلیل چې شرو په ساکن نه کېږي، نو باید ( ا) راوړل شي او په همدې ترتیب یو شمېر نورې کلمې چې مفغنې بڼې لري، هغه یې په اصلي بڼه لیکلې دي. د ( څ) پر ځای یې د لهجې له مخې ( س) ډېر کارولی دی. مثلا ناڅاپه ناساپه لیکي، پاڅېدل په پاسېدل لیکي او همداسې نورې کلمې درواخلئ.
اوس دا تاسې او دا هم د ښاغلي طاهر اپرېدي کیسې، زه درنه مخه ښه اخلم.
د خدای ښه دي
ازمون
پاکستانیان مو ډیر ونازول بی فایده. د اپریدی پښتو لیکنی ډیری غلطی لری، کشکی مو د ده د کتاب په عوض د خپل افغان لیکوال د کیسو ټولګه چاپ کړی وای مثلاً د انځور صاحب داسرونه دارسمونه یا دافغانپور (مسکا) یا د ارواښادقتیل دکیسو ټولګه یا د مصطفی جهادد دتخت غمی یاد ارواښاد ننګیال د سیوری ناول او ډر نور ، افسوس چی خودکش بیګانه پرور یاستو