پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهداعش د دویم طالب والي د وژلو مسوولیت هم پر غاړه واخیست

داعش د دویم طالب والي د وژلو مسوولیت هم پر غاړه واخیست

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۱۷ مه )   داعش ډلې د بدخشان لپاره د طالبانو د سرپرست والي نثار احمد احمدي د وژل کیدو مسوولیت هم پر غاړه واخیست.

احمدي پرون د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د ځانمرګي برید پر مهال ووژل شو.

داعش ډلې نورو طالب چارواکو ته هم د ورته بریدونو خبرداری ورکړی.

یادې ډلې شاوخوا څلور میاشتې مخکې د بلخ لپاره د طالبانو د والي مولوي داود مزمل د وژل کیدو مسوولیت هم پر غاړه اخیستی و.

طالبانو د دغې پېښې د عاملینو په اړه څه نه دي ویلي، خو په افغانستان کې یې د داعش ډلې حضور او قوت تل رد کړی.

د سیمې یو شمېر هېوادونه هم په افغانستان کې د یادې ډلې د موجودیت اندیښنه لري، خو طالبان یې اندیښنې بې ځایه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...