پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeکلتوربغلان کې د سالنګ زمزمې په نوم لومړنۍ مشاعره وشوه

بغلان کې د سالنګ زمزمې په نوم لومړنۍ مشاعره وشوه

 

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۱۷ مه )  په بغلان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د سالنګ زمزمې مشاعره او د سرود درد شعري ټولګې مخکتنه وشوه.

په دې مشاعره کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور طالب رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي له شاعرانو وغوښتل چې د وخت او حالاتو د غوښتنو سره سمه شاعري ترسره او دغه راز دې د افغاني ژبو د ادبیاتو د ودې هڅه وکړي.

هاشمي زیاته کړه، د سرود درد شعري ټولګه هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو چاپ شوې او په کې چاپ شوي شعرونه د هېواد ناخوالې، ټولنیز تصویرونه او د ټولنې ناوړه دودونه په کې په منظوم ډول وړاندې شوي دي.

په دې مشاعره کې د بېلابېلو ژبو لسګونو شاعرانو، فرهنګیانو او استادانو د ترنم ترڅنګ شعرونه وویل.

طالب چارواکي وایي، چې د سالنګ زمزمې کلنې مشاعره به وروسته تر دې هر کال په بغلان ولایت کې ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب