Homeخبرونهد ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر بهیر د بانکي بندیزونو...

د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر بهیر د بانکي بندیزونو اغېز

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۲۶ مه) دوو ایراني چارواکو د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) د ایران او پاکستان ترمنځ د ریمدان ـ ګبد سرحدي لارې د سوداګریزو فعالیتونو د درېدو په اړه بېلابېل معلومات ورکړي دي. یوه چارواکي ویلي چې پاکستان دغه لاره تړلې، خو بل دا خبر رد کړی او خبرداری یې ورکړی چې بانکي بندیزونه ښايي پاکستان ته د ایران صادرات په بشپړ ډول ودروي.

د ایران او پاکستان ترمنځ د ځمکنۍ سوداګرۍ د ګډوډۍ راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د امریکا د خزانې وزارت په دې وروستیو کې بهرنیو مالي بنسټونو ته خبرداری ورکړی چې له بندیزونو سره مخامخ ایراني بانکونو او مالي ادارو سره د معاملو کول د امریکا له بندیزونو سره مخ کولی شي.

د ایران د دولتي رادیو او تلوېزیون د راپور له مخې، د دغه هېواد د سړکونو او ترانسپورټ ادارې د لېږد رالېږد دفتر مشر سید حسین حسيني ویلي چې پاکستان د سیستان او بلوچستان په ولایت کې د ریمدان ـ ګبد سرحدي لاره تړلې ده. نوموړي زیاته کړې چې د مسافرو تګ راتګ لا هم روان دی او د ستونزې د حل او لارې د بېرته پرانیستلو لپاره خبرې روانې دي.

خو د تهران د سوداګرۍ خونې د ترانسپورت کمېسیون مشر پیمان سنندجي ویلي چې د دواړو هېوادونو ګډه پوله د ځمکنۍ سوداګرۍ پر مخ تړل شوې نه ده، خو ایراني صادرونکي او پاکستاني واردونکي له بانکي ستونزو سره مخ دي. هغه د سرحدي لارې د تړل کېدو په اړه خپور شوی لیک هم جعلي بللی دی.

سنندجي مهر خبري اژانس ته ویلي چې پاکستاني واردوونکي باید له ایران څخه د توکو د پېرلو لپاره د خپلو بارونو معلومات د پاکستان د وارداتو په سیسټم او بانکي شبکه کې ثبت کړي، خو پر ایراني بانکونو بندیزونو دا بهیر ستونزمن کړی دی.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که بانکي محدودیتونه دوام وکړي او د سوداګریزو معاملاتو لپاره اړین مالي کارونه ترسره نه شي، نو پاکستان ته د ایران صادرات به عملاً ودرېږي. د هغه په وینا، له پاکستان څخه ایران ته د توکو واردول لا هم شوني دي، خو دوام یې د پاکستان له همکارۍ سره تړاو لري.

د امریکا د خزانې وزارت د اکتوبر په پنځمه هم خبرداری ورکړی و چې هغه بهرني بانکونه او مالي بنسټونه چې له بندیزونو سره مخ ایراني مالي ادارو سره معاملې کوي، ښايي له مخکیني خبرداري پرته د واشنګټن له بندیزونو سره مخ شي. دغه وزارت له مالي بنسټونو غوښتي و چې له دغو ایراني ادارو سره خپلې اړیکې او معاملې سمدستي ودروي.

د راپور تر خپرېدو پورې پاکستاني چارواکو د ریمدان ـ ګبد لارې د تړل کېدو د لامل یا له ایراني بانکونو سره د اړوندو بندیزونو د احتمالي تړاو په اړه رسمي څرګندونې نه وې کړې.

په همدې حال کې، پاکستانۍ ورځپاڼې «نېشن» د شنبې په ورځ د بې‌نومه رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ایران او پاکستان د ګډې پولې په اوږدو کې د امنیتي اندېښنو له امله لنډمهاله محدودیتونه لګولي دي. د دغو سرچینو په وینا، موخه یې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو او قاچاق مخنیوی دی او د پولې د بشپړ تړل کېدو راپورونه سم نه دي. خو ورځپاڼې د دې ادعاوو خپلواک تایید نه دی وړاندې کړی او نه یې روښانه کړې چې ایا محدودیتونه د ریمدان ـ ګبد له لارې د سوداګریزو موټرو پر تګ راتګ هم اغېز کوي که نه.

پاکستان په تېرو کلونو کې له ایران سره د اقتصادي همکاریو له امله د امریکا تر فشار لاندې پاتې شوی، په ځانګړي ډول د ایران او پاکستان ترمنځ د ګازو د نل‌لیکې د جوړولو د پروژې په تړاو. دغه پروژه، چې د «سولې نل‌لیکې» په نوم هم پېژندل کېږي، څو ځله ځنډېدلې او د تمویل له ستونزو سره مخ شوې ده.

د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې ویلي و چې د ایران او پاکستان ترمنځ د ګازو د نل‌لیکې د پروژې ملاتړ نه کوي او له تهران سره یې د سوداګرۍ په اړه د امریکايي بندیزونو د خطر خبرداری ورکړی و. ایران ادعا کوي چې د نل‌لیکې شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره برخه یې په خپله خاوره کې تر ۲۰۱۱ کال پورې بشپړه کړې وه، خو د پاکستان په خاوره کې یې جوړول نه وو پیل شوي.

پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ له ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې په خبرو کې د منځګړي مهم رول هم خپل کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې ۱۰۰ کیلوګرامه و

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د بالیووډ اداکارې سارا علي خان ویلي، کله چې دې په فلمونو کې د کار کولو پرېکړه...