جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهبس ده نوره شاعري نه کوم/ لیکواله: عمیره احمد

بس ده نوره شاعري نه کوم/ لیکواله: عمیره احمد

ژباړه: نسيمه باري

نن ساهره لکه لېونۍ له ځانه سره يې خبري کولې، ويل نن مي په دې کور کي وروستۍ  شپه ده، زه  باید خپل ټول شیان پر وخت  لا را ټول کړم، داسي نه وي چي يو مهم شی راڅخه پاته سي او بل دا چي زه بايد نن له فاروق سره  خبري وکړم چي نور ستا سره ژوند نه سم کولای، ماته  طلاق راکړه. دې  له ځانه سره دا سوچونه وهل چي ټيليفون وکړنګېد:

–  سلام عليکم

–  وعليکم السلام، زړګيه  څنګه يې؟

–  شکر ښه يم

–  چېري يې؟ په بازار  کي له يوې خورلڼي سره يم

–  ښه سمه د، اې يوه خبره واوره!  ته پوهېږې؟

–  په څه شي؟

–   پوهېږې چي ستا سره څومره مينه لرم؟

–  سمه ده  وروسته به خبري درسره وکړم، اوس د خدای پامان.

دا ساهرې د مېړه فاروق ټيليفون و. دی  هره ورځ  دا وخت ټيليفون کوي او يوه اوونۍ وروسته  کورته  راځي. ساهرې بيا له ځان سره خبري شروع کړې:  کله چي فاروق راغی خامخا د طلاق خبره ورته کوم، بيا يې وويل: زه خو به لېونۍ سوې نه يم ها؟ دطلاق خبره دومره اسانه کار هم نه دی، د زمري  زړه غواړي.

ساهره په چټکو ګامونو کور ته راغله.  د کور  وهر  کونج ته يې داسي کتل لکه بيا چي يې نه ويني.  د کور نور سامانونه يې پرېښوول، يوازي يې د خپلو  شعرونو کتابونه راټول کړل او په يوه بکس کي يې واچول، اوس يې يوازي دې ته انتظار کاوه چي فاروق راسي او دا طلاق ځني واخلي، خو د فاروق راتګ ته لا ډېر وخت پاته و، له وچ مجبوريته يې د ټلويزيون ريموټ راواخيست، په بې خوندۍ سره يې چينلونه اړول  را اړول، بس هسي يې وخت تېراوه، په دې وخت کي يې پام سو چي يوه ټلويزيوني چينل د دې او فاروق يوه پخوانۍ مرکه تکراري خپروله.

د پروګرام کوربه: ساهره جاني لومړی دا راته وواياست چي له خپل ژوند څخه راضي ياست که نه؟

ساهره:  هو له خپل ژوند څخه ډېره راضي يم، له دې امله بيا ځان ډېره نېکمرغه بولم چي د فاروق په شان د ژوند يو ښه ملګری لرم

کوربه:  څو کلنه واست چي شاعري مو پيل کړه؟

ساهره: د ښوونځي په پنځم  ټولګي کي وم  چي شاعري لیکل مي پیل کړه

کوربه: لومړی شعر مو  د څه شي په اړه و؟ اوس مو  په ياد دی؟

ساهره: هو خپل لومړی شعرمي ډېر  ښه ياد دی، د ژوند په اړه  و.  که اجازه وي ليدونکو ته به يې ووايم

 کوربه: مهرباني وکړئ!

هغه رنګين او هغه ښکلی  ژوندون

چي ما يې زړه کي له کلو راهيسي

د راتلو هيله ساتل

وریځې وغوړېدې   پلني سولې

برېښنا او تالاندې هم غېږه ورکړه

بيا له اسمان څخه د ځمکي پر لور

رنګونه  واورېدل.

کوربه: واه وا، ډېر  ښه، ږاقعا چي  شعر  و.  ښه اوس  دا راته ويلای سئ چي د لومړي ځل لپاره مو دا شعر چېري ووایه او د کورنۍ عکس العمل مو څه و؟

ساهره: د کورنۍ عکس العمل مي ښه نه و، بس يوازي مي  پلار په دې کار خوښ و. هغه ورځ  به مي تل یاده وي چي دماشومانو په اړه  زما يو شعر په یوه اخبار کي چاپ سوی و.  پلار مي اخبار په لاس کي نيولی او  په ډېره خوشالۍ کور ته راغی، ټولو ته يې په ډېر  وياړ  اخبار  ورښکاره کړ، ويل وګورئ  زما د ساهرې شعر په  اخبار  کي چاپ سوی دی. بيا يې د دې شعر څو پاڼي کاپي کړې او خپلو انډيوالانو ته يې ورښکاره کړې، ويل وګورئ زما لور څومره ښه شعر ليکلی دی

کوربه: ښه يوه بله پوښتنه کوم. له فاروق سره مو د کورنۍ په خوښه واده وکړ او  که د مينتوب واده و؟

ساهره: دا واده لومړی د فاروق غوښتنه وه، خو وروسته دا غوښتنه  زما هم  خوښه سوه، بس د ميني واده يې وبوله

کوربه: راته ویلای سئ چي څنګه کیسه وه؟

ساهره: کيسه داسي وه چي ما په یوه مشاعره  کي خپل يو شعر ولوست. په هغه مشاعره کي فاروق هم تشريف درلود، د شعر تر لوستلو وروسته فاروق راغی، ويل ستا موبايل شمېره درلودای سم؟  ما نه غوښتل هغه ته د خپل موبايل شمېره ورکړم، خو زما يوې خورلڼي فاروق ته زما نمبر ورکړ، بيا زما خورلڼي ما ته  قناعت راکړ، ويل دې ډول غونډو  ته  اکثره ليکوالان، شاعران او پوهان خلک راځي او  ته هم یوه شاعره یې، که داسي خلک دي  نمبر  ولرې بده خبره نه ده. تر دې  وروسته  فاروق ما ته څو واره زنګونه راووهل او د ليدو غوښتنه يې راڅخه وکړه.  ما څو واره پلمې ورته  وکړې، خو اخير مي ورسره ومنله چي سمه ده درسره وينم.  کله چي مو سره وليدل د ده لومړۍ پوښتنه دا وه چي واده دي کړی که نه؟ ما ويل نه. بيا يې ويل ايا له چا سره مينه لرې؟ ما ويل نه، خو دا پوښتنه دي ولي وکړه؟ ده ويل  زه غواړم ستا سره واده وکړم، بيا يې دځان په اړه  هم پوره معلومات راکړل. ما ورته وويل چي زه اوس نه غواړم  واده وکړم، زه باید اول خپل تعليم بشپړ کړم، بل دا چي غواړم خپل ادبي شخصيت جوړ کړم او بيا د واده په اړه فکر وکړم . فاروق راته وويل چي زه  ستا له درس او شاعرۍ سره هيڅ ستونزه نه لرم، ان دا چي په دې لاره کي زه هم مرسته درسر کوم

کوربه: ښه نو بیا مو څه پریکړه وکړه، واده مو څنګه سره وکړ؟

ساهره: بيا ما ته زما يوې خورلڼې عاليې مشوره راکړه چي ته خو هسي هم يو وخت واده کوې، نو ولي يې له فاروق سره  نه کوې؟ یو خو د درس  او شاعرۍ اجازه درکوي او بل نو د دې تر څنګ ښه ځوان او شتمن هم  دی

کوربه: ایا تر  واده وروسته  فاروق پر خپله  ژمنه ودرېد که نه؟

ساهره: هو فاروق د پوهنتون تر ويلو پوري زما سره ملګری و او بل دا چي هري مشاعرې او ادبي غونډو ته به ده خپله بېولم.  یوه ورځ  یې زه ډېره حيرانه کړم. زه نه ومه خبره چي ده  زما ټول شعرونه د  کتاب يه بڼه چمتو کړي، يوه مجموعه يې ځني جوړه کړې او بيا يې چاپ کړې ده. کله چي يې ما ته زما د شعرونو چاپ سوی کتاب راښکاره کړ، نو له خوشاليه په کاليو کي نه ځايېدم، همدا زما د ژوند يوه تر ټولو خوږه خاطره ده

کوربه: ښا فاروق جانه تر دې مهاله خو مي له ساهره جاني څخه پوښتني وکړې، اوس به تا ته راسو.

په دې وخت کي ساهره له ټلويزيوني مرکې څخه ليري ولاړه او د تېر وخت په اړه سوچونو په مخه کړه. هغې په ژوند کي هیڅ کمی نه درلود، بس يوازي د لفظونو وږې وه، خو فاروق د میني بيانولو لپاره د دې غوندي  شاعرانه  الفاظ  نه درلودل. هغې ته  هغه ورځ  ورياد سوه چي د دوی د واده کليزه وه، هغې په دې مناسبت فاروق ته په ډېره مينه يوه غزل ليکلې وه او غوښتل يې په دې ورځ يې هغه ته ډالۍ کړي. هغې لا د خپلي غزلي دوه بيتونه نه وه ويلي چي فاروق يې کتابچه له لاسه واخیسته او ورته ويې ويل:  ګوره  ګراني زه اوس  ډېر  وږی یم او غواړم چي ډوډۍ وخورم،  ستا غزل به بيا بل وخت واورم. بس په همدې شېبه او همدې خبره  د ساهرې زړه مات سو، ځکه هغه

يوه شاعره وه، غوښتل يې مېړه يې شاعرانه خبري ورسره وکړي، د هغې سترګي، وېښتان او نوره  ښکلا په  رنګينو او شاعرانه لفظونو سره وستايي. هغې به په ساعتونو ساعتونو د فاروق سترګو ته کتل، ويل ګوندي دې ته يې پام سي چي دا مينه ناکو خبرو ته هم اړتيا لري، خو فاروق  په خپل تجارت  کي دومره غرق و چي دې خبرو ته يې هيڅ پام نه و. که څه هم  فاروق  له ساهرې سره لېونۍ مينه درلوده، خو هغه شاعر او ليکوال نه و، ځکه يې نو د خپلي ميني بيانولو لپاره  ښکلي الفاظ هم نه درلودل. د د وی د واده شپږ کاله تېر سوي ول، خو ساهرې بيا هم  ژوند بې ميني، بې خونده او بې رنګه باله.

يوه ورځ  حسن نومي شاعر په یوه مشاعره  کي يوه غزل ویله. د غزلي ويلو پر مهال به يې د سترګو تر کونجو ساهرې ته کتله. پر ساهرې دا غزل دومره خوږه لګېده  لکه دې ته چي يې ليکلې وي. تر دې وروسته د ساهرې او حسن تر منځ پېژندګلوي پيدا سوه او بيا وروسته ليده کاته هم پيل سول. حسن به د ساهرې شعرونه ډېر ستايل، همدا ستاينه وه چي ساهره يې ورځ  په ورځ  د حسن خوا ته ورنژدې کوله.  هغه کمی چي فاروق په دې دومره وخت کي پوره نه کړای سو، حسن په لږ  وخت  کي پوره کړ.

یوه ورځ  حسن ساهرې ته وويل چي پوهېږې ما ولي تر اوسه واده نه دی کړی؟ ځکه ما غوښتل له يو داسي چا سره واده وکړم چي په لومړي ځل لیدو  یې د مینې  احساس وکړم. له کومي ورځي راهیسي چي ستا سره اشنا سوی يم په زړه کي مي نوي هيلي راپيدا سوي دي، نو که ته له ما سره  واده وکړې، زه به ډېر نېکمرغه انسان يم. ما چي ته څومره مطالعه کړې يې داسي راته معلومېږي چي ته هم له خپل ژوند څخه ناخوښه يې، که يې بده نه ګڼې، نو ځان له دې زندان څخه  ازاده  او  زما سره  واده وکړه.

تر څو مياشتو فکر کولو وروسته ساهرې فکر وکړ چي حسن ښه وايي، ځکه زه هم حق لرم چي په خپله خوښه ژوند وکړم. ساهره په همدې چورتونو کي ډوبه وه چي د موبايل زنګ راغی او د موبايل پر پرده يوه نوې شمېره راښکاره سوه. ساهرې چي خبري ورسره پيل کړې، نو ناببره يې موبايل له لاسه ولوېد. تر خوله يې يوه لويه چيغه ووته او په منډو يې پيل وکړ چي نیم ساعت وروسته روغتون ته ورسېده. هغې غوښتل د فاروق کوټې ته ورسي، خو ډاکټرانو نه پرېښووله.  د کوټې د کړکۍ له لاري  يې وليده چي د فاروق سر پټۍ سوی او اکسېجن ور چالان دی.  په دې وخت کي ساهرې  داسي احساس وکړ لکه سا چي يې ختلې وي. په زړه کي ورتېر سوه چي که فاروق مړ سو، نو زه به څه کوم؟ دا خو ټول د فاروق برکت و چي ما تعليم وکړ، دا خو ټول د ده تشويق و  چي ما ادبي شخصيت پيدا کړ او د شعرونو څو کتابونه مي چاپ سول. ده خو ما ته هيڅ خنډ نه دی جوړ کړی، دا خو د ده لاسنيوی و چي زه تر دې ځايه پوري راورسېدم.  په دې وخت کي ډاکټران له کوټې څخه راووتل، ويل فاروق اوس تر پخوا ښه دی، خو بيا يې هم ژوند په خطر کي دی، ځکه چي د موټر په ټکر کي يې سر ډېره لويه  ضربه خوړلې ده.

دوه ساعته  وروسته  ساهره  له خپل بکس سره د حسن کور ته ورسېده. حسن  د هغې په  لیدو ډېر  خوشاله سو، ويل زه پوهېدم  چي ته به  خامخا ماته راځې.  ما باور درلود چي ته به يو وخت زما کېږې، اوس به  له دې ځايه ډېر  ليري ولاړ سو او د ميني ډک ژوند به پيل کړو.

د ساهرې په سترګو کي اوښکي ډنډ سوې، يو سوړ  اسوېلی يې وکيښ، بکس يې د حسن خوا ته ورنژدې کړ، په ژيړه غوني اواز  يې وويل: حسنه زه نن د میني  له لفظونو سره د تل لپاره خدای پاماني کوم، زه نوره شاعري پرېږدم. په دې بکس کي زما د شاعرۍ ټول کتابونه پراته دي، دا  کتابونه تا ته ډالۍ کوم، دا د الفاظو شتمني دي تا ته مبارک وي، زه فاروق  نه سم پرېښوولای، زه  نه غواړم چي عملي مينه  د تشو الفاظو قرباني کړم. زه  که نن د ميني الفاظ لرم، نو دا هم د فاروق د ميني برکت دی. که  زه  او فاروق د پخوا په شان سره پاته سو، نو په ژوند کي به  هيڅ کمی و نه لرو، مينه به دده وي او مينه ناک الفاظ به زما وي. له دې خبري سره سم ساهره د حسن له  کوره ووته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب