جمعه, مارچ 29, 2024
Homeمیرمنمیرمنې ځینې داسې وړتیاوې لري چې په نارینه وو کې نه لیدل...

میرمنې ځینې داسې وړتیاوې لري چې په نارینه وو کې نه لیدل کیږي

ډاکټر سباوون –

په سن ډیاګو پوهنتون کې یوه څیړنه شوې؛ پکې دا ثابته شوې چې میرمنې تر نارینه وو پاکې او ستره دي، پر بې نظمۍ سربیره د  نارینه وو په خونه او دکار په ځاي کې کابو شل  په سلو کې ډیر میکربونه او باکټریاوې موندل شوي دي.

په ډیرو هیوادونو کې دا خبره ثابته شوې چې د کار موندلو په مرکو کې میرمنې تر سړیو تکړه دي ، دوي په اسانه خپل سټرس کنټرولولی شي. که څه هم میرمنې تر نارینه وو ډیر سټرس لري خو له دې چې تر مرکې مخکې ډیر زیار ګالي  او مشق کوي نو سترس  ېې هم کم وي.

په بیلابیلو هیوادونو کې د ونډو په بازراونو کې کابو یو لک ونډې او پانګونې څیړل شوي  . په دغو څیړنو کې جوته شوې ده چې میرمنې په ونډو و پانګونه کې تر نارینه وو تکړه دي، کار پوهان د دې چارې دلیل دا ګڼې چې میرمنې تر نارینه وو ډیر احتیاط کوي او له ډیر فکر کولو وروسته فیصله کوي.

د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې دا جوته شوې چې په ترافیکو پيښو کې سړي تر میرمنو ډیر مري . ویل کیږي د ترافیکي پیښو د مړینې اندازه په نارینه وو  کې کابو ۷۷ په سلو کې زیاته ده.

په دوه سوه کسانو په پرله پسې ډول څیړنې شوي او دا خبره ېې جوته کړې چې میرمنې د نارینه وو په پرلته  د خپلو ستونزو په هکله  ډیرې خبرې کوي ویل کیږي ۵۲ په سلو کې میرمنې د خپلو ستونزو او سترس په هکله له خپلو خورلڼو او ملګرو سره خبرې کوي دغه اندازه په نارینه وو کې  ۲۹ فیصده ده.

په امریکا کې یوه څیړنه شوې او د دې ښودنه کي چې له دوه زره اووم کال راهیسې چې کومو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي په هغو کې اتیا په سلو کې  نارینه دي، ښاي د دې چارې علت دا وي  چې اقتصادي ځوړتیا پر هغو دندو ډیر اغیز کوي چې نارینه ېې تر سره کوي، ځکه خو په ډیرو هیوادونو کې نارینه تشویقیږي چې  د معلمۍ او نرسنګ په شان دندو ته مخه کوي.

د ټولې نړۍ په کچه په تیره بیا په اروپايي هیوادونو کې له پوهنتونه په فارغدیدونکو کسانو کې نجونې  تر سړیو ډیرې دي. او بر عکس په هغو کسانو کې  چې زده کړې په نیمیايي کې پریږدي زیاتره ېې نارینه دي.

په څوارلس زره کسانو د خوراکي رژیم په هکله څیړنې شوي او ثابته شوې چې میرمنې تر نارینه وو سالم خواړه ډیر خوري،  په ډیرو هیوادونو کې نارینه سره غوښه او پیتزا ډیره خوښوي  په داسې حال کې چې میرمنې زیاتره وخت میوه او سبزیاني خوري.

دا په داسې حال کې ده چې د میرمنو د بدن دفاعي سیستم تر سړیو غښتلی دی دغه راز دا خبره اوس بیخي سپینه شوې ده چې  میرمنې تر نارینه وو پنځه یا لس فیصده اوږدد عمر کوي.

د ښه مدیریت لپاره  نن سبا د اړیکو ساتل اړین دي په تیره بیا د مدیر او مادون تر منځ اړیکه  د پرمختګ او ښه مدیریت سبب کیږي  دا په داسې حال کې ده چې میرمنې تر نارینه وو ښې اړیکې پاللی او ساتلی شي ځکه خو تکړه مدیرانې کیداي شي.

میرمنې ښې اوریدونکي دي او په یو وخت څو کاره  کولی شي دا هم د ښه مدیریت لپاره یوه اړتیا ده.

زه تر دې زیات نه شم لیکلی ځکه چې زه هم سړی یم نو بیا مې بخیلي کیږي خو که غواړئ  ډیر څه ولولئ دغه لینک ته ورشئ:

http://www.side2.no/underholdning/22-ting-kvinner-er-bedre-pa-enn-menn/3423145112.html

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب