تاند (یکشنبه د کب – حوت ۱۷مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت پيغام کې ټینګار کړی، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې باید ژر تر ژره پرانیستل شي.
هغه په ټینګار سره ویلي چې، ښځو ته د کار او ټولنیز حضور زمینه باید برابره شي؛ څو د هېواد پرمختګ او ځان بسیا تضمین شي.
حامدکرزي د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ایکس په خپاره کړي پیغام کې د افغان ښځو تاریخي مبارزې او هڅې ستایلي او ویلي یې دي چې، ښځو د هېواد د پرمختګ او ودې په بېلابېلو پړاوونو کې د نارینهوو ترڅنګ مهمه ونډه اخیستې ده.
نوموړي ویلي: «افغان ښځو د افغانستان د پرمختګ او غوړېدو لپاره تل مهم او ارزښتناک رول لوبولی دی».
هغه همداراز ټینګار کړی چې د ټولنې د اوسنیو اړتیاوو پوره کول او د هېواد راتلونکی پرمختګ د ښځو فعال حضور ته اړتیا لري.
کرزي زیاته کړې چې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار زمینه باید برابره شي، څو افغانستان د خپلو اولادونو په استعداد او وړتیاوو تکیه وکړي او له بهرنیو مرستو د اړتیا له حالت څخه ووځي.
حامدکرزی په داسې مهال د نجونو پر وړاندې د زده کړو د دروازو د پرانیسو غوښتنه کوي، چې بل لورته بیا په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونسف)ویلي چې، د دې ادارې ښځینه افغان کارکوونکې له شپږو میاشتو راهیسې خپلو دفترونو ته له تګ منع شوې دي او غوښتنه یې کړې چې دا بندیز باید سمدستي لرې شي.
یونیسف افغانستان د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په ایکس په خپور کړي پیغام کې د افغان ښځو او نجونو لپاره د حقونو، عدالت او عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
ادارې ویلي چې د دوی ښځینه ملي کارکوونکو ته له تېرو شپږو میاشتو راهیسې خپلو دفترونو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
یونیسف ټینګار کړی چې دا بندیز باید ژر تر ژره لرې شي.
یونیسف همداراز زیاته کړې چې د ښځینه کارکوونکو ونډه د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو لپاره ډېره مهمه ده او د دوی له ګډون پرته د مرستندویه خدمتونو وړاندې کول له ستونزو سره مخ کېږي.
هو !
حامده سره له دومره مرداریو سره سره دې داغږ دې رښتینی دی
دمارچ اتمه دښځو نړیواله ورځ ده
په اسلامی لحاظ دښځې اهمیت او درناوی
«لا نفرق بین احد منهم ونحن له مسلمون»
دال عمران سورة۸۴ ایه
دښځو په نوم زموږ مقدس کتاب کې سورة النساء څه وایی:
الله فرمایی:
یا ایهالناس اتقوا ربکم
الذی خلقکم من نفس واحدة وخلق منها زوجها
وبث منهما رجالا کثیرا
النساء سورة لومړۍ ایه
په متمدنه نړۍ کې
Honoring Women
Celebrate and learn about the achievements of women during Women ‘s History Month and International Women’s Day(March)8)2026