Homeخبرونهترکیه وایي، افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره خورا مهم...

ترکیه وایي، افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره خورا مهم دی

 تاند (یکشنبه د کب – حوت ۱۷مه) ‏ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکیچونه له نږدې څاري او زیاتوي چې، په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره خورا مهم دی.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان دا څرګندونې پرون په استانبول کې د ترک هېوادونو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا له غیر رسمي غونډې وروسته وکړې.

هغه ویلي چې،څو ترک هېوادونه له افغانستان سره پوله لري او له همدې امله، د افغانستان او پاکستان ترمنځ مخ په زیاتېدونکي کړکیچونه له نږدې څارل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې هاکان فیدان د فبروري ۲۷مه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په تلیفوني اړیکه کې د سیمه‌ییزو مسایلو، په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه هم خبرې کړې وې.

دا څرګندونې په داسې مهال  کېږي چې اوس هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ بریدونه روان دي او دا بریدونه وروسته له هغې پيل شول کله چې پاکستان پر افغانستان هوایي یرغل وکړل او ملکیان یې ووژل.

طالبانو بیا په دې بدل کې غچ اخیستونکي بریدونه پيل کړل چې اوس هم دوام لري او په تېرو دوو اونیو کې بې شمېره پاکستاني پوځيان وژل شوي دي، امنیتي پوستې نیول شوي دي.

تازه په یوه ځانګړې مرکه کې د طالبانو د دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد ویلي کې، کابل نا امنه کېږي نو هممهاله به ورسره اسلام اباد ناامنه وي.

نوموړي زیاته کړې چې، پاکستان به د ټولو هغو بریدونو ځواب ومومي کې کوي یې او که وغواړې جګړه دومداره کړي نو تر اخیره به ورسره وجنګېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...