یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د ځوانیمرګې پولنډۍ شاعرې هالینا څو نظمونه

د ځوانیمرګې پولنډۍ شاعرې هالینا څو نظمونه

شاعره: هالینا پوزیاتوسکا

ژباړه: ع ارمان

هالینا پوزدیاتوسکا (Halina Poświatowska) په ۱۹۳۵ کال د پولنډ په (Częstochowa) ښار کې زېږېدلې او په ۱۹۶۷ م کال د ۳۲ کلونو په عمر په وارسا کې مړه شوې ده. هغه په ماشومتوب کي د نازي پوځیانو له خوا په پولینډ کې له بندي کیدو وروسته د زړه په ناروغۍ اخته شوه. ناروغۍ د هغې ناسته ولاړه او ساه اخستل ډیر ګران کړل، دا د درملنې لپاره امریکا ته ولاړه او هغلته یې درس هم شروع کړ، پولنډ ته له ستنېدو پس یې په فلسفه او منطق کې ماسټري وکړه؛ د هالینا شاعري د موسقیت، د ژورې پوهې او له جزبیاتو څخه د ډډې له وجې پیژندل کیږي. مرګ، مینه، وجود، تاریخي خلګ او په ځانګړي ډول ښځې د هالینا د شعر موضوعات دي. د هالینا نظم او نثر دواړه په دوو – دوو جلدونو کي په پولنډي ژبه چاپ شوي دي.

۱ نظم

(مونږ ډیر اسانه تورو ته اړتیا لرو)

مونږ ډیر اسانه تورو ته اړتیا لرو

لکه

ډوډۍ

مینه

ښېګړه

ځکه چي له سترګو محرومه خلګ

خپله لاره نه کړي هیره

مونږ ډیرې چوپتیا ته اړتیا لرو

په هوا او په خیالونو کي

ځکه چي مونږ ږغ واورو

خاموش او خوږ ږغ

د کوترو،

میږیانو،

د خلګو

او د هغو له درده ډکه چیغه

د بې انصافۍ پر وخت

د هغه ټولو شیانو په میان کي

کوم چي

نه مینه ده،

نه ښېګړه

او نه ډوډۍ.

۲ نظم

مینه یو مجرم ده

چا ته چي د مرګ سزا اورول شوې

دا به په دوو لنډو میاشتو کې

مړه شي

دنیا زمان او مکان ته قدر ورکوي

ته به ما پریږدې ولاړه به شې

زه تا نه شم پاتې کوئ

په یوه مچکه هم نه.

۳ نظم

زما له څرمنې به نخښې ورکې شې

لکه په نوکانو لګیدلی رنګ

 چیرته چي په سفر

ته ولاړ شي

مګر

ډکې سترګې ولاړې

درې خوندې

تاته د بیرته راتلو نارې وهې

په لاسونو کې

له خولې را لویدلې مچکې درته وړاندې کوې

باور

امېند

مینه

د دوی په مټه

ته ټوله نړۍ تر پښو کښی شي

مګر

که دوی نه وي

زه پوهیږم

ستا را ستنېدل ګران دي

۴ نظم

کله چي ما له تا سره لیدلې

زه په خپل جیب کي

لپ سټک ګرزوم

په جیب کي لپ سټک ګرزول

حماقت دی

ته ماته په دومره جدې نظر ګوري

لکه زما په سترګو کې چي “ګوتهک چرچ” ویني

مګر زه کومه عبادت خانه نه یم

زه خو یو ځنګل او یو سبزاره یم

د پاڼو لړزیدلی وجود

کوم چي ستا تر لاسونو در رسیږي

زمونږ تر شاه

هلته

یوه چینه

بهیږي

دا وخت دی

او پوهیږي چي ختم به شي

مګر بیا هم ته د ګوتو په میان کي د وتلو لار ورکوي

ته وخت په موټې کي بندول نه غواړي

او کله چي زه تاته مخه ښه وایم

زما په لپ سټک لړلي شونډان

بې څکلو پاته شي

مګر زه بیا هم په جیب کي لپ سټک ګرزوم

کله چي زه پوهیدلې یم

چي ستا شونډان ډیر ښایسته دي

(ګوتهک چرچ/ یو ډول په ځانګړي طرز جوړې شوې کلیساوې/ چرچونه چي اول ځل په ۱۱۴۰/۱۱۴۴ پوري په پیاریس کي جوړ شو)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب