یکشنبه, مې 12, 2024
Home+وړانګه وړانګه لمر (۶) ژباړه: رحمت شاه فراز

وړانګه وړانګه لمر (۶) ژباړه: رحمت شاه فراز

کتاب: وړانګه وړانګه لمر
لیکوال: واصف علي واصف
ژباړه: رحمت شاه فراز
شپږمه برخه

په ژوند کې د ښو خلکو راتلل پخپله د ښه راتلونکي ضمانت دی.

تر ټولو غوره کلام هماغه دی، چې الفاظ يې کم او معنا يې ډېره وي.

عروج هغه وخت ته وايي، چې وروسته ترې زوال شروع کېږي.

سیند له غرونو ځان ور ټولوي او په هوارو کې ځان هواروي. له خپلو حالاتو سره سم باید سفر وشي. انسان چې له خپلو حالاتو دباندې ووځي، خور وور شي. سفر شرط دی. د سفر انداز، د مسافر د حالاتو په اندازه.

د نبي وراثت چې میراثي نه دی، نو د اولیاوو وراثت څنګه میراثي شو؟ د ځایناستي تصور د غور وړ دی.

فکر پکار دی، چې یو حادث له قدیم سره څنګه مینه کوي؟ له لیدو پرته مینه څه معنا لري؟ یو انسان په یوه وخت کې بنده او عاشق څنګه کېدلی شي؟ په دې غور پکار دی. خو انکار نه.

که بام را غورځېده، منډه واخلئ او که اسمان را غورځېده، ودرېږئ.

هغه خطر چې له پېښېدو وړاندې احساس شي، پوه شئ، چې مخنیوی يې شونی دی. د دې خطر د مخنیوي لپاره د دعا وسله ده. الله تعالی دې موږ له هغو خطرونو وژغوري، چې د نږدې راتلو احساس يې لا راسره نشته.

په چا چې د خدای رحم وي، له هغه نه د خپل در ګدا جوړ کړي. کوم څوک چې له رحم نه بې برخې وي، هغه د دنیادارو دروازو ته ځي او کچکول يې ورته نیولی وي. له ربه دعا وغواړئ، چې په موږ داسې کوم مصیبت را نه شي، چې له خدایه مرسته غوښتل مو هېر شي.

د یوه ماشوم په زوکړه او پالنه کې د پېړیو، پېړیو خواري او تجربه په کار ولېږي. د انساني ژوند د بقا لپاره الله تعالی سپوږمۍ، لمر، ستوري، خاوره، هوا او اوبه خلق کړې دي. ژوي، مرغان، بوټي، تېږي و کاڼي د بشري ژوند خدمت ته سترګې په لار وي. الله له کومو، کومو لارو دنیا ته رزق رسوي، په حیرانتیا د لیدو وړ خبره ده. په تیږه کې پټ چینجي ته هم روزي ور رسوي. که کوم شخص د مخلوق تباهي وغواړي، نو د پالونکي رب به هغه شخص څنګه خوښ شي. د مخلوق خیر غوښتونکی الله ته خوښ دی. نوح علیه السلام د خپل امت لپاره د اوبو عذاب وغوښته. خپل زوی يې هم د همدې تباهي قرباني شو. الله تعالی کله دا خوښوي، چې تباهي غوښتونکی ان دا محسوس هم نه کړي، چې د نورو د زامنو لپاره تباهي غوښتل څنګه وي.

د شتمن سخاوت د الله په لاره کې د رزق وېش دی او د نېستمن سخاوت د رازق وېش ته په تسلیمېدو کې دی. هغه نېستمن سخي دی، چې د نورو مال ته له کتو او د هغه له غوښتو لاس واخلي.

هغه شخص چې د دین په لاره د تلو لپاره نه ورسره وخت وي او نه طبیعت، هغه د خپلې ناکامي په اړه نور څه ویلی شي!

لمر لرې دی، خو رڼا او تودوخه يې نږدې.

زموږ بدترینه دښمن هغه دی، چې ملګری مو شي او ژوند ته مو راننوځي او زموږ بدترینه ملګری هغه دی، چې دښمن مو شي او رانه بېل شي.

هغه انسان چې په خپل حال مطمئن نه وي، هغه به په راتلونکي هم مطمئن نه وي. اطمینان د حالاتو نوم نه دی، د روح د یوه حالت نوم دی. مطمئن شخص نه ګیله کوي، نه تقاضا.

د ژوند د کامیابي قضاوت به د ژوند په پای کې کېږي.

تر ټولو ډېر خطرناکه دښمن هغه انسان دی، چې له مسافر نه د سفر ذوق وتروړي.

په نېستمنو د مال وېش نېکي ده. له شتمنو څخه د مال تروړل ګناه!

له یوه اړخه چې وګورې، ګناه یوه ناروغي ده. له بله اړخه چې وګورې، نو ناروغي یوه ګناه ده.

په خپل ژوند کې چې څومره زړونه خوشاله کړو، په قبر کې به مو هماغومره څراغونه بلېږي. زموږ نېکۍ زموږ مزارونه رڼا کوي. د سخي سخاوت د هغه د قبر ډیوه ده. زموږ خپل صفات زموږ لحد خوشبویه کوي. تر ژوند وروسته پکارېدونکي څراغونه په همدې ژوند کې روښانه کېږي. هېڅ نېکي هم نه ضایع کېږي.

له ربه هغه څیزونه وغواړئ، چې د خدای په لاره کې د لګولو په وخت کې درته ستونزمن نه وي. له خدایه غوښتلي نعمتونه د خدای لپاره وقف کړئ. هغه که ژوند هم وي.

هغه شخص پوره مؤمن نه شي کېدلی، چې خپل رزق په سبب پورې اړوند ګڼي. د هغه شخص هم ایمان بشپړ نه شي کېدلی، چې په نږدې وختونو کې يې د ژوند په ختمېدو یقین نه وي.

کوم انسان چې په هغه وېش راضي وي، چې الله ورته په تقدیر کې لیکلي. هغه له خدایه راضي دی او څوک چې له خدایه راضي شو، خدای له هغه راضي شو. معنا یې دا شوه، چې د الله د رضایت تر ټولو اسانه لاره دا ده، چې د الله او د الله په هر کار خوشاله اوسئ.

زموږ په هېواد کې ټول مسلمانان دي. غلا څوک کوي؟ لوټماري څوک جوړوي؟ جعلکاري څوک کوي؟ ګټې څوک خوري؟ چې ټول مسلمانان دي، نو د اسلام له غوښتنو سره برابره ټولنه چېرته ده؟ څوک، د چا، څنګه اصلاح وکړي؟ همدا د اوسني وخت اړتیا ده. د اسلام تر تبلیغ له مخه د اسلامي معاشرې د قیام وخت دی. په اسلامي ټولنه کې به نه څوک محروم وي، نه مظلوم.

الهي وار هم له هغه چا سره وي، چې شبیري سجده ورسره وي.

د ټپي خنځیر د پانسمان کوونکي مسلمان په اړه ستاسو څه نظر دی؟

د غره څوکې ته د رسېدو لپاره به ګڼې لارې شتون لري، خو د مسافر لپاره یوازې یوه لاره وي.

د خدای له رحمته، انسان هغه وخت ناهیلی کېږي، چې کله له خپل راتلونکي ناهیلی وي.

قرآن کریم د الله کلام دی. کاینات د انوارِ الهي هینداره ده او انسان د تخلیق شاهکار. د خدای هر کار سپېڅلی او اعلی دی. په تخلیق کې هېڅ شی هم باطل نشته.

د یوه بزرګ په تلین مو کله غور کړی. څه، څه نه پکې کېږي. د مستانو، بلکې سرمستانو، بلکې دما دم مست دروېشانو خېمې یوې خوا ته نندارې کوي. اورونه بل وي یانې «خمار» لګېدلی وي. د دې خلکو د خوراک و څښاک اداب بېل وي. یوه لوري ته د قوالي محفل روان وي، هلته هم خلک نڅا کوي. په قوالانو د پیسو باران وي، د هماغه بزرګ په نوم چې تلین يې وي. بلې خوا ته د شیدو ویالې بهېږي. دغه شیدې له ملاوټه پاکې وي. ځینې کسان ډول او باجو ته زلفې او سرونه اچوي. نعت خواني کېږي. شیریني وېشل کېږي. دوکانونه سینګارېږي. د ماشومانو زانګوګانې، تیاتر، د سېنما نندارې. اوس تاسو پخپله وګورئ، چې په هغه بزرګ به څه تېرېږي، چې د خدای په یاد کې يې څراغ روښانه کړی وو. له بزرګانو سره د تعلق اظهار باید د هغوی په پلونو پسې د تلو په مټ وشي. علي هجویري رح لاهور ته د کوم بزرګ زیارت ته د حاضري لپاره نه وو راغلی. د دین تبلیغ ته راغلی وو. همدا شان، غریب نواز رح اجمیر شریف ته په کومه خانقا کې د حضوري لپاره نه وو راغلی. په یوه رسالت راغلی وو. موږ باید غور وکړو. د دې خبرې وضاحت دې له خپلو، خپلو شیوخو وغوښتل شي.

د نن ورځې انسان ته د مرګ تر خطره، د نېستي خطر ډېر ور پېښ دی. لومړی د نېستمن اقتصادي حالت اصلاح کړئ، بیا يې د ایمان غم وخورئ.

د خدای په نوم شوی خیرات د انسان په درد خوري. د الله په لاره کې لګښت انسانانو ته ګټه رسوي. زکات د انسانانو په ګټه پرېوځي. خدای ته قرضِ حسنه ورکول، انسان ته قرض ورکول دي. نوم د خدای دی، خو ګټه يې انسان ته ده. انسان لګښت کوي، انسان ته يې ګټه رسېږي او خدای خوشالېږي او راضي وي. معنا دا چې د خدای د خوشالي او رضایت لپاره د انسانانو خدمت باید وشي.

له هغه ملګري سرټکوې، چې دوکه یې درکړې ده. ګیله له خپل عقل نه وکړه، چې دوکه باز شخص دې دوست ګڼلی وو.

په دعا د ترلاسه کړي نعمت هماغومره قدر دانی وکړئ، څومره چې د نعمت درکوونکي کوئ. د دعا حاصل ته په درنه وګورئ. دعا قبلوونکی به خوشاله شي.

د ګناهګار په عیبونو پرده اچول، د نېکي په لور راوستو ته يې یوه ذریعه کېدلی شي. بدنامي ځینې وختونه انسان ناهیلی کوي او له لاس و پښو يې اچوي او همداسې په ګناهونو کې خپله لاره ورکه کړي. عزتِ نفس چې ختم شي، د انسان لپاره جرم او ګناه بې معنا غوندې شي. د نېستمنو عزت نفس ژوندی کړئ. هېڅ څوک بدمعاش مه بولئ. په همدې ویلو ترې بدمعاش جوړېږي. پوره نوم يې اخلئ. اولیاوو به په مینه د ګناهګارانو اصلاح کوله. د دې برعکس، له عادي مجرم څخه د پوخ مجرم جوړولو کې د ظالمې معاشرې لاس له ورایه ښکاري. دغه مجرم او دغه ګناهګار زموږ د خپلې ټولنې برخه دي. که د دغو اصلاح شوې وی، په شمېر کې به يې زیاتوالی نه وو شوی.

قصیده، مرثیه، قوالي، سلام یا په مسالمې د شهادت مقام نه شي درک کېدلی، نه پرې د شهادت موخه پوره کېږي. د امام رض توصیف او تعریف په خپل ځای، خو تقليد او عملي تایید به یې څوک کوي ـــــــ کربلا د کوم وعظ نوم نه دی. د یوه عمل نوم دی. د کربلا محسوونکي ته یو پیغام دی. یوه مشاهده ده، د ولیانو د سلطان خپل رب ته د تسلیمېدو مشاهده؛ اجازه ده د کربلا د شهیدانو د خاکسارانو لپاره چې هغه څراغ تل روښانه وساتي، چې امام رض په خپله وینه روښانه کړ.

د خواهش پوره کوونکی بزرګ یو دی او له خواهش څخه ژغورونکی بزرګ بل.

دومره خواره شئ، چې ټولېدل درته مشکل نه وي. دومره لاسته راوړئ، چې د پرېښودو په وخت کې يې په تکلیف نه شئ.

شیطان انسان ونه مانه، خدای لعنت پرې وویل او دباندې يې وشاړه. د انسان دښمن ته خدای خپل دښمن وویلي. انسان که د خدای له دښمن سره ملګرتیا وکړي، ډېر د افسوس ځای دی.

دعا وکړئ، چې د خدای حضور ته کوم نېک عمل وړاندې کړای شو. که نه وي، د یوه نېک عمل ارمان هم بس دی. خدای دې نه کړي، چې دې عذر ته پناه یوسو، چې زمانې موږ ته د نېکي هېڅ فرصت را نه کړ.

د واعظانو په ژوند کې د قول او فعل تضاداتو ته په کتو خلک له حق خبرې اورېدو تښتي. غوږونه يې بند کړي دي. لسګونه زره جوماتونه دي او لسګونه زره امامان، خو قوم بې امامه ښکاري. ولې؟

د خدای یادول، غږ ور کول، د هغه رحمت ته غږ کول دي، رحمان ته غږ کول دي، رحیم ته غږ کول دي، ستار او غفار ته غږ کول دي. هېچا قهار ته غږ ونه کړ ــــــــ حال دا چې دا هم د خدای صفت دی. موږ هغه صفت ته غږ کوو، چې زموږ ور پورې بنده وي. رزق ورکوونکی، بښنه کوونکی، شفا بښونکی، ژوند ورکوونکی، د نېکي توفیق ورکوونکی، معنا دا چې د خدای ټول صفات، د ټولو لپاره نه دي. له خدای نه عزت وغواړئ او د عزت د ترلاسي وړ کارونو علم ترې وغواړئ. موږ د خیر په کاروان کې یو. زموږ عاقبت د خیر له خاوندانو سره دی. د خدای د محبوب ص له میینانو سره دی. د دین د مخالفینو عاقبت او د هغوی د انجام په هکله خدای پوهه شه او د خدای برنامه. د دوزخ اور څه ډول انسانانو ته په تمه دی؟ لږ تر لږه د مسلمانانو په تمه نه دی. د خدای د محبوب ص منونکی دوزخ ته نه شي تللی!!

که کیفیت او خشوع نه وي، بیا هم د لمانځه کول حتمي دي. لمونځ فرض دی، کیفیت يې فرض نه دی.

د چا کور که اور اخیستی وي، نو د اور په وجوهاتو باندې له تحقیقاتو مخکې د اور مړ کول فرض دي.

د خوبونو د لوړو او هسکو په بیانولو سره د ژوند ټیټې او ژورې پای نه مومي.

ژوند یوه سایه داره او مېوه داره ونه ده، چې د ساه اره يې مسلسل غوڅوي. معلومه نه ده، چې کله به څه کېږي.

خدای چې په کوم هېواد، کومه زمانه او کومه ژبه کې زېږولی یې، په هماغه هېواد، هماغه زمانه او هماغه ژبه کې هم عرفان موندلی شې.

د هغه انسان ستاینه مه کوئ، چې عاقبت یې ځان ته نه خوښوئ.

سیند چې یو ځل له کوم ځایه تېر شي، تر ډېره خپل نښان پرېږدي.

اسمان د لید حد دی او ستوري د سترګو فریب.

وړانګه وړانګه لمر (۵) ژباړه: رحمت شاه فراز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب