په لومړۍ مرحله کې به د لیکوالۍ پېژندنې په اړه دومره ووایم، هغه څوک چې خپله لیدنې، کتنې او د ژوند تجربې په لیکنۍ بڼه خپله هم مهاله او راتلونکو نسلونو ته په میراث پرېږدي هغه لیکوال دی او دغه کړنه یې لیکوالي ده. د لیکوالۍ په برخه کې تر ډېره پورې د یو کس تخیلي ځواک مېوه راځي. هغه څوک چې همدا کړنې تر سره کوي یا تره سره کوونکی دی هغه لیکوال دی.
د ټولنیزو قراردادونو له مخې هر څوک چې په ټولنه کې ژوند کوي هغه باید خپله مسؤلیت په ټولنه کې ادا کړي او یا یې وپېژني، یادو قراردادونو ته په کتو سره لیکوال هم په ټولنه کې مسؤلیت لري چې باید پام ورته وکړي او تر سره یې کړي.
لیکوال باید په خپله لیکنې سره په ټولنه کې تفاهم رامنځته کړي او د نفرت سېلۍ مړه کړي. خپله فکر چې د ټولنې د کتلور او دینې ارزښتونو خلاف نه وي ټولنې او د ټولنې ګډونوالو ته وړاندې کړي. لیکوالي یې د خیر ښېګڼې وسیله وي. داسې لیکوالي ونه کړي چې په هغې کې دې د ټولنې وګړو ته تاوان ورسېږي، داسې لیکوالي وکړي چې په هغې کې د بشریت ژوند په پام کې نیول شوی وي. که چېرته موږ یادې موضوع ته په کتو سره د نړیوال لیکوال جبران خلیل جبران ځینې اثارو ته پام وکړو بده به نه وي، هغه یو نړیوال شهکار اثر لیکلی چې پښتو ژبې او ادب ته زینب سالک صاحب ژباړلی دی هغه اثر یې د پیغمبر په نامه دی. کله چې لوستونکی یاد اثر مطالعه کوي نو خپله ځان په کې وینې او اصلاح کوي، همداسې که د هر دین او مذهب خلک یې ولولي داسې فکر کوي چې ښايي جبران خلیل جبران به زموږ په دین او مذهب و، هغه بل کوم کار کړی نه دی بلکې د یاد اثر لیکلو پر وخت یې بشریت په پام کې نیولی و او نور هر څه یې له پامه غورځولي وو.
په ټولنه کې د لیکوال بل مسؤلیت دا دی چې هغه دې د خپله لیکنې څخه د ځان مشهوره کولو لپاره د تبلیغ وسیله نه جوړوي، داسې لیکنې دې وکړي چې په ټوله ټولنه کې یې خلک په ارزښت پوه شي او د ځان مشهوره ولو کوم څرک ترې ونه لګېږي. د لیکوال بل مسؤلیت په ټولنه کې دا دی چې هغه به لیکنه د ټولنې لپاره کوي، چې په دې برخه کې نور ډېر موضوعات راتللی شي، که موږ هغه دوه نظریو ته پام وکړ: ( ادب د ادب لپاره او ادب د ژوند لپاره) دلته ادب د ژوند لپاره نظریه یو څخ صدق کوي، دلته باید په یوه ادبي اثر کې ژوند په پام کې نیول شوی وي او په ټوله کې د لیکوال مخاطب د ټولنې ټول وګړي وي او د همدې ټولنې لپاره یې لیکوالي کړي وي.
د یوه لیکوال په لیکنه کې باید د لوستونکي خیر وي، د هغه هر ډول ارزښتونه یې په پام کې نیولي وي، داسې نه وی چې د یوې ټولنې او قشر لپاره یې لیکوالي کړي وي او په بل قشر او ټولنه یې بد رد ویلي وي. دا کړنه د لیکوال شخصیت په ټولنه کې پیکه کوي او هغه ارزښت یې په نشت شمېري. یو لیکوال دې په خپله لیکنه کې د خپل زړه خبرې وړاندې کړي، کله چې لیکوال د خپله زړه خبرې وړاندې کړې نو په دې باید پوه شو چې دا لیکنه به یې په ټولنه کې اصلاحي رنګ راوړي او که یې د زړه خبرې کړې نه وي نو لیکنه به یې ارزښت نه لري او نه به په ټولنه کې اصلاحي رنګ راوړي.
یو بل مسؤلیت چې باید لیکوال ورته پام وکړي هغه د ښه نثر درلودل دي، هغه لیکوال په ټولنه کې ښه مشهور وي چې خوږ نثر ولري او دا کړنه به یې شخصیت ته هم ګټه ورسوي. داسې لیکوالي ونه کړي چې جملې یې واضحې نه وي، یو ډول کراهت، دروند والی او نامانوس والي په کې شته وي. بل دا چې په لیکنه کې په اتناب نه کوي یا که په بل ډول ووایم بې ځایه کلمې او جملې دې نه راوړي چې هغې ته اړتیا نه وي او راوړي یې دا د لیکنې خوند پيکه کوي او لوستونکي به یې نورې لیکنې نه لولي د همدې کړنې له امله به یې ښه لیکوالي خرابه شي. لیکنه یې باید روان والی ولري، د ځینو سرینو او پسینو راوړلو ته پام وکړي، ډېری وخت د همدې سرینو او پسینو د زیادو راوړلو څخه لیکنه خپله روان والی له لاسه ورکوي.
د ټولنې کلتوري او دیني ارزښتونو ته ژمن وي، که چېرته یو لیکوال خپله دغه مسؤلیت درک نه کړي، داسې لیکوالي وکړي چې په هغې کې یې د ټولنې کلتوري او دینې ارزښتونه تر پښو لاندې کړي وي؛ نو لیکوالي به یې لوستونکي ونه لري، لیکوالي کول به یې هسې د وخت ضایع وي. بل مسؤلیت د لیکوال دا دی چې هغه به ریښتني لیکوالي کوي، داسې لیکوالي به نه کوي چې د دروغو په رنګ رنګ شوې وې.
سلامونه ،
په بښنې سره ، سعادت صیب ستاسو د لیکنې په پای کې دغو دوو کلماتو…( د ځینو” سرینو او پسینو” راوړلو ته پام وکړي، ډېری وخت د همدې” سرینو او پسینو” د زیادو…)
په شک کې شوم چې آیا دا :سرینو او پسینو = سربلونه او اوستربلونه؟؟ څې ډېري ژبپوهان او پوهاند صاحبان ېې کاروي!!
مڼنه او مینه او درنښت
بروکسل/۲۱لیندۍ=۱۰جمادي الآخر=۱۱ ډسمبر