Homeخبرونهافغانستان له بس موټر وروسته بار وړونکی"ډمټرک" تولید کړ

افغانستان له بس موټر وروسته بار وړونکی”ډمټرک” تولید کړ

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۱مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د افغانستان ملي پراختیا شرکت تازه د ډمټرک موټر تولید پیل کړ.

مجاهد لیکلي،چې ژر به یادې موټرې په هېواد دننه د بار وړلو لپاره د استفادې وړ وګرځي.

نوموړي ویلي، چې ملي پراختیا شرکت نور هم ګڼ تولیدات لري، چې نندارې ته به وړاندې شي.

د طالبانو ویاند د ډاډ په ډول ویلي، چې افغانستان هره ورځ د خپلو اړتیاوو په پوره کېدو بوخت دی.

د یادونې ده،چې مجاهد څه موده وړاندې د یوه مسافر وړونکي بس د تولید خبر هم ورکړی و، چې افغانستان کې جوړ شوی و.

عام افغانان هم دا ډول خبرونه په نېک پال نیسي خو تمه لري،چې حکومت دې د تولیداتو ترڅنګ په تعلیمي برخه کې د ښځو پر وړاندې د زده کړو دروازې خلاصې کړي څو د ولس زړونه خپل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...