Homeخبرونهحنیف اتمر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د پراخېدو د...

حنیف اتمر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره د امنیت شورا د اقدام غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه، د تلې/ سنبلې ۲ مه) د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال د بهرنیو چارو پخواني وزیر د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې د شخړې د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره بېړني او اغېزناک ګامونه پورته کړي.

محمد حنیف اتمر پر خپله ایکس پاڼه پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي او دا یې د دې هېواد د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللی دی.

هغه خبرداری ورکړی چې “د تاوتریخوالي زیاتوالی د سیمې او نړۍ سوله او ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي او په دې بحران کې د نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو لوبغاړو د ښکېلتیا خطر زیاتوي.”

اتمر د سیمې له هېوادونو هم وغوښتل چې د روانو ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ وکړي او د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره هڅې همغږې کړي او همدارنګه یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندويه دفتر (یوناما) او د بشري حقونو او بشردوستانه اړوندو نړیوالو ادارو څخه د دغو بریدونو د څيړلو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر د پاکستان پر سیاست‌والو او پرېکړه کوونکو غږ وکړ چې د زور او پوځي تقابل اوسنی چلند له سره وارزوي، ځکه دده په وینا، پر تاوتریخوالي تکیه او له وسله‌والو ډلو ابزاري ګټه اخیستل د پاکستان لپاره تلپاتې امنیت نه شي راوړلی.

اتمر زیاته کړه، د دې کړکېچ تلپاتې حل ډیپلوماسي او سیمه‌ییزې همکارۍ ته په ستنېدو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱_ (۲۰۲۳) پرېکړه‌لیک په هر اړخیز او صادقانه عملي کولو کې دی.

د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د پاکستان د نن سهار په هوايي بریدونو کې، چې پر کندهار، پکتیا او خوست یې کړي، څلور ملکي وګړي «وژل» شوي دي.

مجاهد نن (پنجشنبه، د تلې ۲مه) پر خپله اېکس‌پاڼه دغه بریدونه «تېری» او «جنایت» بللي او په کلکه یې غندلي دي.

هغه ویلي، دوی به د دغو بریدونو او د پاکستان د هغو کړنو پر وړاندې چې ده «سرغړونې» بللې، «قاطع دریځ» ونیسي او مناسب ځواب به ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...