Homeخبرونهد پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ؛ د ګلستان په سیمه کې نښته...

د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ؛ د ګلستان په سیمه کې نښته شوې

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۲مه) د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ د پنجشنبې په ورځ لا پسې زیات شوی دی. د پاکستان د امنیتي سرچینو په وینا، د بلوچستان د ګلستان په سیمه کې یې د پولې له هاخوا د افغان طالبانو د وسله‌والو د ننوتلو هڅه شنډه کړې او د چټک غبرګون په ترڅ کې یې د طالبانو یو شمېر وسله‌وال وژلي دي.

د راپورونو له مخې، د پنجشنبې په ورځ ناوخته افغان امنیتي ځواکونو هڅه کړې چې د پاکستان خاورې ته واوړي. پاکستاني ځواکونو سمدستي غبرګون ښودلی او په سیمه کې پر له پسې ډزې هم روانې وې.

د پولې په دې حساسې سیمه کې امنیتي ځواکونه د نورو نفوذي بریدونو د مخنیوي لپاره په لوړ چمتووالي کې ساتل شوي دي.

په افغانستان کې ددفاع وزارت یا د طالبانو نورو سرچینو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني رسنۍ وايي، دا تازه نښته په داسې مهال شوې چې د پولې په اوږدو کې د وسله‌والو د تګ راتګ، د بې‌پیلوټه الوتکو د ننوتلو، توپچي ډزو او په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو لړۍ په چټکۍ سره پراخېږي.

د ‌یورند کرښې په اوږدو کې نښتې

پاکستاني ځواکونو ویلي چې تر دې مخکې یې د پکتیا او ننګرهار ولایتونو ته څېرمه، له افغان پوستو څخه د وسله‌والو د نفوذ هڅه هم شنډه کړې وه.

د پاکستان د ادعا له مخې، له دې وروسته افغان ځواکونو د هاوانونو او درنو وسلو ډزې پیل کړې، چې په ځواب کې یې پاکستاني ځواکونو توپچي ډزې کړې دي.

د کرښې په څو برخو کې د دواړو لورو ترمنځ د ډزو له دوام سره، امنیتي ځواکونه لا هم په لوړ چمتووالي کې دي او د نورو احتمالي نښتو د مخنیوي لپاره څارنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...