یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبیو لیکوال، یوه ځان وژنه

یو لیکوال، یوه ځان وژنه

لیکواله: الیف شافاک / ژباړن: عزت الله شینواری
غواړم تاسو ته د یو لیکوال په اړه لیکل وکړم. هغه لیکوال چې ښايي تر اوسه په نړۍ کې دومره نه وي پېژندل شوی. ښايي د ژوند یوه برخه يې د تل لپاره همداسې پټه پاتې شي، او ډیر لږ خلک يې ونه‌پېژني: امریکايي ناول لیکونکی ډیويډ فاسټر والاس.
په کال ۱۹۶۲ کې د نیویارک په ښار کې وزېږید. داسې ماشوم و چې د نورو سره يې توپير درلود. هوښیار، حساس، او ځیرک و. په ټولګې کې د مختلفو شخصي ځانګړنو له امله يې ژر د خلکو پام ځان ته راواړوه. هم يې په سپورټ کې ډير زیات استعداد درلود او هم په ذهني فعالعیت کې. په ټوله کې به یا په لومړۍ درجه و او یا په دویمه درجه کې و. هغه خلک چې سپورټ کوي د کتاب لوستلو سره يې دومره شوق نه وي، او هغوی چې کتاب لولي د سپورټ سره دومره جوړ نه وي. خو ډیویډ فاسټر په دواړو کې ښه بریالی و. هغه کار چې دی يې له خپلو همزولو بیلاوه، د ده استعداد نه و، باوجود ددی چې په ژوند کې بریالی او لوړ استعداد يې درلود خو بې حده نرم، متواضع او ارام و. د هغه یوه بله ځانګړنه دا وه چې په هماغه ماشومتوب کې ډیر حیاناک و. په ځای د دی چې د ځان ستاینه وکړي او په نورو ځان لوړ حساب کړي تل به آرام ناست و. هر څومره چې به يې د نورو سره توپيرونه زیاتیدل هغومره به يې حیا زیاتیده. داسې شخصیت يې درلود. حساس، باشعوره او د قوي احساساتو انسان و. له ځان پرته يې نور نه څوک تحقیرول او نه يې څوک ځورول.
بوستون ته نږدی په آمهرست پوهنتون کې يې زده کړي کولي. ډیویډ فاسټر خپلې لومړۍ لیکنې د پوهنتون په دوران کې پيل کړې. دا سیمه تل د انسان په ذهن کې د پسرلي خاطرې را ژوندې کوي. زیړ، نارنجي، خړ او سره رنګونه.
دا چې د د ادبیاتو په برخه او د ریاضي په څانګه کې يې ډیر بریالیتوبونه تر لاسه کړل. بلاخره فارغ شو. وروسته آریزونا پوهنتون ته ولاړ او خپل پای لیک« مونوګراف» يې د ( نوښتګرې لیکوالۍ) په اړه ولیکلو. ما په آریزونا کې ژوند کړی دی. د آریزونا په پوهنتون کې مې د استاد په توګه تدریس هم کړی. یو فوق العاده ځای دی. د امریکا هیڅ ښار ته ورته والی نه لري. له یوې مصرفې ټولنې څخه ډیر لېری دی. انسان فکر کولو ته هڅوي، د فلسفې او عرفان په اړه فکر کولو ته د یو شي ژور لوستلو ته. خو د آریزونا په څیر ځایونه هغو روحونو ته مناسب نه دي کوم چې د ژور خفګان په لور تمایل ولري. انسان د یو بې پایلې آبدیت په لور کشکوي او د یواځیتوب احساس پکښې پیاوړی کوي. انسان ځان پکښې د لایتناهي کایناتو په وړاندې ډیر کوچنی او بې ارزښته احساسوي. په داسې ځایونو کې سړی عرفان یا روحانې نړۍ ته میل پيدا کوي.
ډیويډ فاسټر د ژوند په دغه مرحله کې د ژور خفګان ضد درملو ته مخه کوي. هر درمل چې مصرفوي هغه خپل تاوان ښکاره کوي. د درملنې په موده کې د بریښنايې شوکونو لاندې د درملنې لپاره هم نیول کیږي. خو هیڅ درملنه يې نه کیږي. د درملنې لپاره چې به ډاکټرانو له هرې ممکنه لارې ګټه پورته کوله او په درملو کې به يې بدلون راوست د ده په وجود کې به د ژور خفګان ټپونه نور هم ژورېدل. په ځان کې يې یوه ژوره نامرئې دره وه. په هغه دره کې يې له لویدو ویره درلوده، تل يې لیکل، لیکل، لیکل. د دی لپاره چې له خپل عقله ساتنه وکړي او خپل تعادل وساتي نو لیکل يې کول. هغو خلکو چې به له ده د ادبیاتو د معما په اړه پوښتل داسې ځواب يې ورکاوه:« هغه هنر چې غواړي انسانیت کشف کړي.» دا ډیره مهمه ده، چې د هغه چا خبرو ته غوږ کیږدی څوک چې ستا په څیر نه دی، آثار يې ولولی او درک يې کړی. کله چې يې د داستایوفسکی د یو کتاب په اړه څیړنه کوله، د کتاب په څنډو يې له لیونتوبه ډک یادداښتونه لیکل. هنر د هنر لپاره نه دی. هنر د پوهېدو او احساس کېدو لپاره دی. نه یواځې دا چې خپلې کیسه واورې، باید د نورو کیسې هم واورې. هنر آزاد کېدل دي، پراختیا پیدا کول دي، شتمن کېدل دي. ژورو ته ځان رسول دي. له ځانه تېرېدل دي او حقیقت ته ځان رسول دي.
هم يې د کتابونو او هم يې له سپیانو سره مینه وه. په واټونو کې زخمي، خوشې شوي، بې خوړو او بې اوبو سپیان به يې راټولول او د هغوی درملنه او ساتنه به يې کوله، او خواړه به يې ورکول. ملګرو يي هغه ته د لیوني په سترګه کتل. څوک خپل وخت په دښتي سپیانو مصرفوي؟ خو دی یواځینی کس و چې خپل وخت به يې په ډېره مینه له دغو سپیانو سره تیراوه.
په کال ۲۰۰۴ کې يې د کرن ګرین سره واده وکړ نوموړې یوه انځورګره وه. د اولاد څښتنان نشول.د ځان او میرمنې تر منځ ملګرتیا ته يې ډیر ارزښت ورکاوه. خو تر اوسه يې خپل له رازه ډک خصلت ساتلی و. د کتابونو او سپیانو سره ژوند ته يې دوام ورکړی و. نقد کوونکو يې لیکنې او ناولونه تیاره، له کنایو ډک او ډیر ترخه بلل. داسې سبک يې درلود چې د امریکا د ادبیاتو له قاعدې سره يې مخالفت درلود. خو د کلونو په اوږدو کې يې لوستونکې زیات شول او د هغوی په منځ کې يې زیات مینوال درلودل.
پدی منځ کې يې خپل تدریس ته هم دوام ورکاوه. خپلو زده کوونکو سره يې مینه درلوده او هغوی ته يې ډیر اهمیت ورکاوه. هغو ځوانانو چې د لیکوالۍ سره يې مینه درلوده، په ډیره مینه يې لارښوونه ورته کوله. خو د نیکمرغۍ احساس يې نه کاوه. ځان يې یو نیکمرغه امریکايي نه احساسوه. په هیڅ صورت يې نشوای کولای چې د شرایطو سره ځان جوړ کړي. درمل، کتابونه، سپیان… د ژوند ټولې ورځې يې یو ډول وي. په ډیر سرعت سره يې ژوند ته دوام ورکاوه. ژور خفګان يې پرمختګ کاوه. پلار يې هم د هغه له ژور خفګانه رنځېده. دا ناروغي هغوی ته په میراث پاتی وه. کله چې به يې دا نقصان په ځان کې لیدلو منفي لید لوری به يې نور هم زیاتېده. په ۲۰۰۸کال کې يې په خپل کور کې ځان وژنه وکړه. میرمنې يې له هغه څخه پاتې د زرګونو کاغذونو تر منځ یو په لاس لیکل شوی ناول پیدا کړ: Pale king ( رنګ الوتی پاچا) وروسته دا ناول یوې خپرندوی ټولنې چاپ کړ. له دې پرته، د لیکوال یادښتونه هم شته دی. د لیکوال مینوال په ډیره مینه د دغو یاداښتونو په تمه دي. د هغه لیکوال یاداښتونه چې تل د ژوند په یوه څنډه کې پاتې شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب