شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهجرمني: ط په افغانستان کې غچ اخيستونکې وژنې زیاتې کړي

جرمني: ط په افغانستان کې غچ اخيستونکې وژنې زیاتې کړي

تاند:( شنبه، د عقرب پینځلسمه) ‏جرمني د طالبانو له خوا په افغانستان کې د غچ اخیستونکو وژنو له زياتوالي پرده پورته کړې او په دې اړه ژوره اندیښنه ښودلې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په يوه رسنيز شوي پټ راپور کې راغلي، چې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام يو شمېر کارکوونکي، پوځيان او د بېلابېلو قشرونو مطرحې څېرې د طالبانو د ادارې له غچ اخيستونکو اقداماتو سره مخامخ دي.

 سرچينه زياتوي، چې د خپلو سياسي مخالفينو اعدام، خپلسري نيول او بنديانول، د کورونو پلټل او د خلکو ورکيدل په دې برخه کې د طالبانو عمده بشري جنايتونه دي.

جرمني په دې اړه انديښنه څرګنده کړې او ويلي، چې دا ننګونې بايد د نړيوالو بنسټونو په همکارۍ تعقيب او له خطر سره د مخامخو افغانانو د لاسنیوي تر څنګ پر طالبانو له دې کبله فشار راوستل شي.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې يې داسې راپورونه رد کړي دي.

په وروستيو ورځو کې، د طالبانو دغو بشري جنايتونو ته د نړیوالې ټولنې پاملرنه زياته شوې او په پرله پسې توګه يې د داسې ګامونو په اړه بحثونه زيات شوي دي.

د دې باوجود، لا روښانه نه ده، چې نړۍ به پر طالبانو څه ډول عملي فشارونه رامنځته او تر خطر لاندې سلګونه زره ايسارو کسانو ته څه ډول لاسنیوی وکړي؟

پرون د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني وياند طارق ارين هم خبر ورکړ، چې طالبانو د خپلو مخالفانو منظم ليستونه جوړ کړي او د وژلو لپاره يې پرله پسې عملي ګامونه اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د مرموزو او هدفي وژنو خبرونه زيات شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځينې فعالان د رسنيو له شديد سانسور او د داسې وژنو د خبرونو له نه رسنيز کيدو هم شکايت لري.

1 COMMENT

  1. د نن له مسلمانانو د نن کفار که څه هم ستونزې جوړوي خو په خپلو کړنو انکار نه کوي او تر ننه بل هيڅ اسلامي هيواد د افغانانو په وژنه کوم غبرګون ښودلی نه ده او نه به د افغانانو په قتل دوی خفګان ښکاره کړي،دډی کافرو يي کور ودان چې د طالبانو په ظلم چوپ پاتې نه دي او که همدا کفري هیوادونو نه يي خپل مسلمان به مو يارې ژوند وخوري.
    هغه نور بد چلند چې له پنجاب نه نيولې تر عرب ايران او ترکې پورې خو په جای پریږده…دوی ته افغانان د يو غلام او د دوی د کورونو،ښارونو په آباد ولو کې په کار ورځې نور افغانان ورته هيڅ د انسان په شکل هم نه اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب