جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+د خلکو په مرسته د استن کور رغول کېږي

د خلکو په مرسته د استن کور رغول کېږي

تاند- د خلکو په بسپنو د نامتو بریتانیايي ناول لیکوالې جین اسټن (Gene Austin) کور ترمیم کېږي.

د بریتانیا د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، جین اسټن په خپل مشهور ناول (ایما) کې یو ځای لیکلي،: «د خپل کور په شان د هوساینې ځای نه شته.» اوس د دې سترې لیکوالې د کور بام د خلکو په بسپنو او د حکومت په همکارۍ بیارغول کېږي.

 اسټن د خپل عمر وروستي ۸ کلونه د همپشایر ښار په همدې کور کې تېر کړي او «عقل او احساس» Sense and Sensibility (1811)، غرور او تعصب» Pride & Prejudice (2005) او «ایما» Emma (1815) په شان مهم ناولونه یې همدلته کښلي دي.

د اسټن د دغه کور بام یو وار په ۱۹۴۸ کې مخکې تر دې چې په موزیم بدل شي، ترمیم شو.

اوس د دغه موزیم یا (موزیم کور) د کارکوونکو په وینا، له تېر کال راهیسې د پیسو د ټولولو په لټه کې دي ځکه چې ترمیم ته یې سخته اړتیا ده.

د اسټن موزیم د چت د ترمیم لپاره څه باندې ۳۰ زره سرو خښتو ته (د بام ځانګړې اروپايي خښتې) ته اړتیا ده.

تراوسه پورې د دې کور د ترمیم لپاره خلکو ۶۴ زره پونډه بسپنه ورکړې او حکومت هم د ۸۵ زره پونډو مرسته منلې ده.

دا کور به په یوه اوونۍ کې ترمیم او یوه اوونۍ وروسته به بېرته د لیدونکو پر مخ پرانیستل شي.

جین اسټن د ۱۷۷۵ کال د دسمبر په ۱۶ مه د همپشایر په سټیفینټن () کې زېږېدلې او د ۱۸۱۷ د جولای په ۱۸ مه په وینچیسټر کې د ۴۱ کلونو په عمر مړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی