جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهپه امریکا کې نارامه ژوند، یوې کورنۍ په هوایي ډګر کې خپل...

په امریکا کې نارامه ژوند، یوې کورنۍ په هوایي ډګر کې خپل دوه میاشتینی زوی ورک کړی

تاند:( شنبه، د عقرب پینځلسمه) ‏په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت یو پخوانی کارکوونکی میرزا علي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره یې په کابل هوایي ډګر کې د وتو په هرج و مرج کې ځان تر امریکا رسولی، اوس هلته د خپل یوه ورک کړي زوی په ویر نارامه دی.

هغه رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د سهیل په نوم دوه میاشتینی زوی یې د هوایي ډګر په هرج و مرج کې یوه امریکایي سرتېري ته وسپاره، چې هوایي ډګر ته یې په لېږدولو کې مرسته ورسره وکړي.

د ده په وینا، دی وروسته په ډېرې خوارۍ له پينځه کسیزې کورنۍ سره یې هوایي ډګر ته داخل شو، خو دوه میاشتینی زوی یې بیا نه مونده.

د میرزا علي مېرمنه ثریا، چې اوس ورته د زوی د ورکیدو له کبله رواني ستونزې پيدا شوي، شپه او ورځ د زوی په اړه فکر کوي او نارامه ده.

دا کورنۍ د امریکا متحده ایالاتو په تګزاس ایالت کې ژوند کوي، خو ژوند یې له کړاو او د زوی ورکیدو له کبله ډېرو نارامیو نه ډک دی.

ویل شوي، چې دوی د ورک شوي زوی پوسټرونه چاپ کړي او چې چېرته یې وسه کیږي، له امریکایي مرستندویانو او امریکا ته راغلو افغان کډوالو نه د خپل ورک شوي زوی په موندلو کې مرسته غواړي.

له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو له لوري، د طالبانو له واکمنیدو سره د بهرنیو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د ویستو له ګډوډۍ ډک بهیر داسې ګڼې نورې ستونزې هم لرلې، چې د افغانانو ترڅنګ یې په امریکا کې هم خلک غوسه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دغه بهیر په اړه تېره اونۍ رسماً د څېړنو د پيل اعلان وکړ.

ویل کیږي، چې په دې بهیر کې د بې نظمۍ له کبله ډېر خطرناک او نامستحقه افغانان هم امریکا او هم نورو هېوادونو ته رسیدلي.

په دې بهیر کې د اړیکو د پاللو او پراخ مالي فساد ادعاوې هم شوي.

د راپورونو له مخې، ډېری هغه خلک چې د نظام له نسکوریدو سره په افغانستان کې له خطرونو سره مخامخ دي، په دغه هېواد کې پاتې دي، خو ډېر عادي خلک توانیدلي چې په اړیکو او له هرج و مرج څخه په استفادې له هېواده ووځي.

1 COMMENT

  1. ډیر د افسوس ځای دی.
    الله دې ورته ماشوم پیدا کړي.
    خو ورور جانه دومره بې احتیاطي هم نه وه پکار، دا خلک چې د هیواده وتل ډیره په بې نظمه توګه ووتل. چې د ټولو د ژوند مسؤولیت د امریکا په غاړه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی