Homeخبرونهروسیه او ایران د افغانستان په اړه د هند غونډه کې ګډون...

روسیه او ایران د افغانستان په اړه د هند غونډه کې ګډون کوي

تاند:( شنبه، د عقرب پینځلسمه) ‏هندي رسنۍ د خپلو دولتي سرچینو په حواله وايي، چې روسیې او ایران د افغانستان په اړه د هندوستان په منځګړتوب په جوړیدونکې غونډه کې برخه اخلي.

د دوی په حواله، یاده غونډه د روانې چارشنبې په ورځ د نومبر میاشتې په لسمه ترسره کیږي.

د دې غونډې مشري به د هندوستان د ملي امنیت سلاکار آجیت دوال وکړي.

هندي رسنیو د خپلو سرچینو په حواله، په دې غونډه کې د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار د نه ګډون پریکړه د خواشینۍ وړ ګڼلې ده.

د سرچینې په حواله، پاکستان افغانستان ته د خپلې واک لاندې سیمې په سترګه ګوري او ورته مناسب نه ښکاري، چې هندوستان یې د سیال په توګه د افغانستان په اړه د یوې مهمې لوړپوړې غونډې کوربه وي.

د یادې غونډې اجنډا تر اوسه ډېر نه دي رسنیز شوي.

پاکستان ویلي، چې هندوستان د افغان سولې همکار نه؛ بلکې خنډ دی، ځکه خو یې په کوربه توب جوړیدونکې غونډه بایکاټ کوي.

 د طالبانو له واکمنیدو وروسته، روسیه د طالب استازو په ګډون او ایران د هغوی له ګډون پرته د افغانستان په اړه د دوو غونډو کوربانه وو.

طالبانو تراوسه، په هندوستان کې د کیدونکې غونډې په اړه غبرګون نه دی ښودلی او نه ده معلومه، چې هلته به یې کوم پلاوی ګډون ولري کنه؟

د هندوستان په کوربه توب دا غونډه د سیمې د مختلفو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په کچه ترسره کیږي.

1 COMMENT

  1. د افغانستان د سولې او پرمختګ اصلي دشمن پاکستان دی، د پنجاب اداره د سیمې تر ټول سفاکه او وحشت خپرونکې اداره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...