Homeخبرونهامريکايي بنسټ: خليلزاد په واشنګټن کې د طالبانو استازی دی

امريکايي بنسټ: خليلزاد په واشنګټن کې د طالبانو استازی دی

تاند:( شنبه، د عقرب پینځلسمه) ‏د متحده ايالاتو يوه مشهور څېړنيز بنسټ ( له دیموکراسیو څخه د دفاع بنسټ) په يوه تازه تحليل کې د افغان سولې لپاره د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مخکينی استازی زلمی خلیلزاد په واشنګټن کې د طالبانو استازی ګڼلی دی.

سرچينې پخپله وېبپاڼه کې په دې اړه يو مطلب خپور کړی او ویلي، چې خليلزاد که څه هم د سولې بهير د ناکامۍ پړه پر بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني اچولې، خو واقعيت دا دی چې ټوله پړه خپله د خليلزاد ده.

د لیکنې ليکوال زياتوي، چې خليلزاد طالبان په هیڅ صورت نه نقدوي، بلکې په ډېرې سپين سترګۍ يې دفاع او استازیتوب کوي.

لیکوال لیکي، چې طالبانو د سولې بهير لپاره هیڅ لیوالتیا نه لرله، اوربند او د سولې مذاکراتو ته نه حاضريدل او نقشه يې ټوله همدا وه، چې پر ټول افغانستان په کوم ډول چې واکمن شول، باید واکمن شي.

ياد شوی بنسټ، خليلزاد د سولې بهير په نوم په افغانستان کې د ټولو لاسته راوړنو د بایللو او هلته يې د نورو ګواښونو د رامنځته کيدو اصلي عامل ګڼي.

دغه بنسټ، له القاعدې ډلې سره د طالبانو نه شليدونکو اړیکو او تراوسه موجوده همکاريو ته په اشارې وايي: يوازينۍ دوه ډلې چې له خليلزاد څخه بايد منندوی وي، طالبان او القاعده دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...